د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بامیانو کې د سختې لوږې څېره: «چې لور مې په کور له لوږې مري، ښه ده چې مېړه وکړي»

11 اگست 2026
بامیانو کې د سختې لوږې څېره: «چې لور مې په کور له لوږې مري، ښه ده چې مېړه وکړي»

شمسیه( مستعار نوم)/ انځور: رخشانه رسنۍ

تمنا تابان

شمسیې* تر اوسه د خپلو ګاونډیانو څو ښځو ته ویلي، چې که څوک په واده پسې ګرځي، نو د دې د کور پته دې ورکړي. د شمسیې لوڼې یوازې ۱۱ او ۱۳ کلنې دي. دې ته یې ځواب چې ولې یې دا ترخه پرېکړه کړې ده: «لږ تر لږه له لوږې خو به وژغورل شي.»

۳۵ کلنه شمسیه، د پنځو اولادونو مور او د بامیانو د مرکز په یوه کلي کې ژوند کوي. هغه وايي: «که څوک راشي دواړه لوڼې په مېړه ورکوم. دا چې له لوږې په کور ومري… ښه ده چې مېړه وکړي.»

ان د طالبانو له راتګ مخکې د بامیانو نوم له، بېوزلۍ، لوږې او بېکارۍ سره غوټه شوی وو. د خلکو له نظره دا وضعیت اوس لا خراب شوی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي نوي مرستیال برون لمارکي د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ‍۱۴ مه بامیان ولایت ته د خپل سفر پر مهال ویلي دي، د دې ولایت خلک د وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو د پایلو له امله، له سختو ستونزو سره مخ دي.

کله مې چې له دې کورنۍ سره له نېږدې خبرې وکړې، غربت یې د کور او ژوند په جزیات کې تر سترګو کېده، کاګل دېوالونه او د ماشومانو زړې جامې. وروستي خواړه یې وچه ډوډۍ وه. شمسیې و ویل، ان دا وچه ډوډۍ هم دومره نه وي، چې ماشومان پرې ماړه شي.

زېبا* او سمیه* د کورنۍ مشر اولادونه دي. سیمه د طالبانو د محدودیتونو له امله، له زده کړې بې برخې شوه او زېبا سږ کال شپږم ټولګی پای ته رسوي. مور یې و ویل، دواړو لوڼو ته یې د هغه پرېکړې په اړه چې د دوی په اړه یې کړې څه نه دي ویلي. «له کله چې طالبان راغلي، کال په کال زموږ وضعیت لا خرابېږي. که څه هم د جمهوریت پر مهال هم زموږ وضعیت دومره ښه نه وو، خو لږ تر لږه د خوړو لپاره مو ډوډۍ درلوده. خو اوس ډېری شپې د خوړو لپاره ان وچه ډوډۍ هم نه لرو.»

په افغانستان کې د لوږې د بحران تر ټولو زیان مننونکي کسان ښځې او ماشومان دي.

د شمسیې خاوند ورځنۍ مزدوري کوي. «خدای ګواه دی، چې د اولادونو پلار ډېری وخت په اوونۍ کې یوه ورځ هم کار نه شي پیدا کولی. تر اوسه پورې هم په پور ژوندي پاتې یو.»

د شمسیې او لوڼو برخلیک یې مشت نمونه د خروار ده، بېوزلي او لوږه په افغانستان، په ځانګړې توګه په بامیانو کې اندېښمنونکې ده.

بامیانو کې ټولنیزه فعاله ماه بانو نظري وايي: «بېوزلۍ او غربت ډېری کورنۍ دې ته اړ کړې، تر څو خپل ماشومان کم عمره ودونو ته اړ باسي.»

۴۲ کلنه مومنه* او یو په بل پسې پنځو اولادونو مور تصمیم نیولی، چې له لوږې د ژغورلو لپاره خپله ۱۵ کلنه لور په مېړه ورکړي.

مېړه یې څلور کاله وړاندې د یوې ناروغۍ له امله مړ شوی دی. «مشره لور مې یوازې ۱۵ کلنه ده، اوس یې منلې چې که یو ښه سړی پیدا شي نو په همدې عمر کې به واده وکړي، تر څو یې په ولور د خور او ورور لپاره خوراکي توکي چمتو کړم.»

۱۵ کلنې رویا په دې تمه چې ډاکتره به شي، مور ته یې ویلي که په واده یې خور او ورور له لوږې ژغورل کېږي، هغه دې قربانۍ ته چمتو ده.

په دې اړه نور ولولئ...

د طالبانو د بیا راتګ د پنځمې کلیزې په مناسبت د کابل ښار کیسه

رواداري: د طالبانو پنځه کلنه واکمني د بشري حقونو له پراخو سرغړونو او د خلکو له منظمې ځپنې سره مل وه

د تازه ګل* د ۱۴ کلنې لور کیسه هم له بېوزلۍ سره غوټه شوې ده. هغه ۳۸ کلنه مور چې وايي، لور یې په مېړه ورکړه، تر څو یې د خاوند پورونه پرې خلاص کړي. د تازه ګل د لور د ګوژدنې مراسم دوه اوونۍ وړاندې تر سره شول. «په وروستي ځل هغه زما خاوند ته و ویل، چې باید په یوه اوونۍ کې زما پور راکړې او که پرې کولی یې نه شې، نو لور دې زما زوی ته راکړه، هم به دې پور خلاص شي او هم به یوه اندازه پیسې تا ته درکړم.»

د تازه ګلې خاوند د ډبرو سکرو په کان کې کار کوي. هغه په ډېری سختی کولی شي خپلې ګڼ مېشتې کورنۍ ته ډوډۍ برابره کړي.

تازه ګله وايي، لور یې په بشپړه توګه دې واده ته اړ شوه. «لور مې ډېره وړه ده، خدای شاهد دی، که ډېر اړ نه وای، هېڅ وخت مې دا کار نه منلو، خو څه وکړو، بله چاره مو نه درلوده.»

له ثریا* سره مې هم خبرې وکړې ویې ویل، ان له واده وېرېږي. د ثریا خوښده، تر ډېره د خپلو هیلو په اړه خبرې وکړي. وايي، غوښتل یې په پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس څانګه کې زده کړې وکړي.

خو واقعیت دا دی، چې ثریا باید ژر تر ژره د خپل ۲۵ کلن مېړه کور ته لاړه شي. د مور په وینا یې، د ثریا تر ټولو دردونکی حقیقت د داسې مجبوریتونو شتون دی. «غربت او بې کارۍ، چې د طالبانو تر راتګ وروسته د خلکو لمن نیولې، ښايي ډېری کورنۍ خپلې وړې لوڼې قرباني کړې وي.»

په افغانستان کې د ماشومتوب ودونه یوازې د بېوزلۍ په خاطر نه دي. د طالبانو محدودیتونو او قوانینو هم د دې پدیدې لمن پراخه کړې ده.

 د افغانستان د بشري حقونو مرکز ویلي، له زده کړو محرومې نجونې د جبري او کم عمره ودونو قرباني کېږي.

په ورته وخت طالبانو هم د خپلو قوانینو د پلي کولو له لارې د ماشومتوب ودونو ته مشروعیت ورکړی دی. د دې ډلې مشر هبت الله اخوندزاده د سږ کال د غوايي میاشتې په ۲۴ مه نېټه، د «زوجینو جلاوالي» اصولنامې په توشېح سره، د ماشومتوب ودونو قانون تصویب کړ. د زوجینو د جلاوالي یا جوړې د بېلتون اصولنامه، په یوه مخینه، دوه بابه، ۳۱ مادو او ۱۲ څپرکیو کې اوډل شوې ده. په دې اصولنامه کې د ماشومتوب ودونه د نکاح فسخه او د حبس اړوند احکام څېړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کمېټې د دې سند توشېح ته په غبرګون کې ویلي دي. دا سند «د ماشومتوب ودونو ته مشروعیت ورکړی او د نجونو چوپتیا یې واده ته په رضایت تلقي کړې ده.»

*یادونه: په دې راپور کې نومونه مستعار راوړل شوي دي.

اړوندې لیکنې

پنځه کاله د طالبانو تر واکمنۍ لاندې، ټول هغه کارونه چې ښځې یې له کولو منع دي
دسته‌بندی نشده

پنځه کاله د طالبانو تر واکمنۍ لاندې، ټول هغه کارونه چې ښځې یې له کولو منع دي

15 اگست 2026
د ملګرو ملتونو ۵۶ غړو هېوادونو د افغان ښځو په ملاتړ او د هغوی په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو په لرې کولو ټینګار وکړ
خبر

د ملګرو ملتونو ۵۶ غړو هېوادونو د افغان ښځو په ملاتړ او د هغوی په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو په لرې کولو ټینګار وکړ

15 اگست 2026
د بلاق شنوونکو شبکه: تېرو پنځو کلونو کې ۴۹۷ هزاره ګان د طالبانو او وسله والو کسانو له خوا وژل شوي
خبر

د بلاق شنوونکو شبکه: تېرو پنځو کلونو کې ۴۹۷ هزاره ګان د طالبانو او وسله والو کسانو له خوا وژل شوي

15 اگست 2026
قومي پاکونه څه ده؟ (لومړۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

قومي پاکونه څه ده؟ (لومړۍ برخه)

14 اگست 2026
معترضې ښځې: د طالبانو محدودیتونه باید د نړیوالې ټولنې له خوا جنسیتي توپیر وګڼل شي
خبر

معترضې ښځې: د طالبانو محدودیتونه باید د نړیوالې ټولنې له خوا جنسیتي توپیر وګڼل شي

13 اگست 2026
د ملګرو ملتونو د کارپورهانو خبرداری: پر افغانستان د طالبانو واکمني مه عادي کوۍ
خبر

د ملګرو ملتونو د کارپورهانو خبرداری: پر افغانستان د طالبانو واکمني مه عادي کوۍ

13 اگست 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه