د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې طالبانو ته خطاب کې: آزادي د تل لپاره نه شي تړل کېدای

12 اگست 2026
معترضې ښځې طالبانو ته خطاب کې: آزادي د تل لپاره نه شي تړل کېدای

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د «افغان ښځو د سیاسي ګډون شبکې» غړو د اګست پنځلسمه، د واک ته د طالبانو د پنځمې کلیزې په درشل کې، دې ډلې ته په خطاب کې ویلي، آزادي د تل لپاره نه شي تړل کېدای.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو نن (چهارشنبې د زمري ۲۱ مه) په یوه بیانیه کې لیکلي، طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د آزادیو په حذفولو، سازمان شویو ځپنو، له بشري حقونو په سرغړونو او له انساني حقونو د ښځو په محرومولو سره حکومت کړی دی.

د «افغان ښځو د سیاسي ګډون شبکې» په بیانیه کې راغلي، پر هېواد د طالبانو په پنځه کلنه واکمنۍ کې میلیونونه انسانان د انتخابو زده کړې، کار، بیان آزادۍ او د خپل راتلونکي ټاکلو په اړه د ګډون له حق څخه محروم شوي دي.

معترضو ښځو لیکلي، طالبانو په دې کلونو کې هڅه کړې، چې په ځپلو، وېرولو او آزادۍ غوښتونکو غږونو په غلي کولو سره، د افغانستان د خلکو هوډ مات کړي.

دوی ویلي دي، طالبانو په دې موده کې ښځې له عمومي ژوند څخه حذف کړې، مدني فعالان او خبریالان تر فشار لاندې راوستی، مذهبي او قومي لږکي له تبعیض او تاوتریخوالي سره مخ کړي او د مخالفت هر ډول غږ ته په نیولو او ځپلو ځواب ورکړی دی.
د «افغان ښځو د سیاسي ګډون شبکې» غړو د طالبانو او د دې ډلې د مخالفینو تر منځ نښتو زیاتوالي ته په اشارې وايي، هېڅ حکومت نه شي کولی د تل لپاره د وېرې او محرومیت پر بنسټ حکومت وکړي.

د معترضو ښځو په باور، د خپلواکۍ لپاره د افغانستان د خلکو مبارزه، یوه مشروع او د ملت د ارادې څخه راپورته شوې مبارزه ده.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

دوی له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له مدافع بنسټونو غوښتي، چې د افغاستان د خلکو د کړاو په وړاندې چوپتیا غوره نه کړي او د طالبانو ځپوونکي سیاسیتونه عادي نه کړي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه