د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: د طالبانو محدودیتونه باید د نړیوالې ټولنې له خوا جنسیتي توپیر وګڼل شي

13 اگست 2026
معترضې ښځې: د طالبانو محدودیتونه باید د نړیوالې ټولنې له خوا جنسیتي توپیر وګڼل شي

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د «ښځو همت، عدالت غوښتونکو ښځو، د آزادۍ لمر، د برابرۍ لپاره افغان ښځې او ښځو د آزادۍ شبکې» اعتراضي غورځنګونو ویلي، نړیواله ټولنه باید د ښځو په وړاندې د دې ډلې محدودیتونه د جنسیتي توپیر په توګه وګڼي.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګونو غړو نن (پنشنبې د زمري ۲۲ مه) پر هېواد د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت یوه ګډه اعلامیه صادره کړه.

د دې اعتراضي غورځنګونو په اعلامیه کې راغلي «د اګست پنځلسمه د افغان ښځو لپاره د هغې دورې پیل دی، چې په کې میلیونونه ښځې او نجونې له خپلو اساسي انساني حقونو محرومې شوې دي.»

اعلامیه کې ویل شوي، د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې وتړل شوې، ښځې له کاره بې برخې کړای شوې، د هغوی اعتراضونه وځپل شول او معترضې ښځې له نیولو، ربړولو، ګواښونو او تاوتریخوالي سره مخ شوې.

معترضو ښځو ویلي، هغه څه چې پر افغان ښځو تحمیل شوي، یوازې د محدویدتونو یوه ټولګه نه، بلکې له ټولنې او عمومي ژوند څخه د ښځو د سیستماتیک لرې کولو یو سیاست دی، چې باید د نړیوالې ټولنې له خوا د جنسیتي توپير په توګه وګڼل شي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

دوی زیاته کړې، افغان ښځو د دې محدودیتونو په وړاندې سکوت نه دی کړی، هغوی له ګواښونو، نیولو، ربړولو سره سره، په واټونو او مدني فضا کې درېدلې او په خپله خوله یې د خپلو حقونو غوښتنه کړې.

معترضو ښځو له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او دولتونو غوښتي، چې له تکراري محکومولو وړاندې تېرشي او په افغانستان کې د جنسیتي توپير او د ښځو د حقونو د سیستماتیکو سرغړونو د پای ته رسولو لپاره عملي او بېړني ګامونه پورته کړي.

دوی د طالبانو له لوري د معترضو ښځو نیولو، ربړلو او ځپلو ته په اشارې غوښتنه کړې، چې دا ډله باید د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو ځواب و وايي او د قربانیانو لپاره عدالت رامنځ ته کړي.

معترضو ښځو ټینګار کړی، چې د افغانستان د راتلونکې په اړه هېڅ غونډه باید د ښځو او نجونو له مانا لرونکي ګډون پرته تر سره نه شي.

اړوندې لیکنې

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه