د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ملګرو ملتونو د کارپورهانو خبرداری: پر افغانستان د طالبانو واکمني مه عادي کوۍ

13 اگست 2026
د ملګرو ملتونو د کارپورهانو خبرداری: پر افغانستان د طالبانو واکمني مه عادي کوۍ

د اګست پنځلسمې د مخکني نظام د نسکورېدو کلیزې په درشل کې، د ملګرو ملتونو یو شمېر کارپوهانو، له هغې جملې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د دې سازمان ځانګړي استازي ریچارد بنټ، پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د عادي کولو په اړه خبرداری ورکړ.

رخشانه: د ملګرو ملتونو کارپوهانو نن (پنشنبې د زمري ۲۲ مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، د خلکو له هغې جملې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه، په تېر یوه کال کې لا هم دوام لري.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په اعلامیه کې راغلي دي «په تېرو پنځو کلونو کې د نجونو یو نسل له منځنیو زده کړو محرومې شوې دي. هغه نجلۍ چې د ښوونځي په شپږم ټولګي کې وه اوس یوه ورځ هم ښوونځي ته له تلو پرته بلوغ ته نېږدې کېږي.»

له ښوونځي پاتې یوې نجلۍ د ملګرو ملتونو کارپوهانو ته ویلي دي «پنځه کاله کېږي، چې له زده کړو بې برخې شوې یم. دا ژوه مایوسي ده، چې داسې وکړې، چې تاسو پرمختګ نه شی کولی او په همغه ځای کې، چې پنځه کاله وړاندې بنده پاتې وې.»

کارپوهانو ویلي، طالبانو په تېر یوه کال کې نور بنسټیزه او د جنسیت پر بنسټ ځپنې رامنځ ته کړې دي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا، د جنسیت پر بنسټ د ښځو او نجونو قصدي او هدفمنده محرومیت د بشریت په وړاندې «د جنسیت پر بنسټ ځورونه او تعقیب» جرم دی.

د دوی په خبره، له کومه ځایه چې د ځپل د جنسیت پر بنسټ تبعیض، ځپلو او سلطه د یوه بنسټیز نظام برخه ده، نو دا د «جنسیتي توپیر» په توګه هم بیانېدای شی.

کارپورهانو له هېوادونو غوښتي، چې په فعاله توګه د بشریت په وړاندې د یوه خپلواک جرم په توګه د جنسیتي توپیر د په رسمیت پېژندلو ملاتړ وکړي.

هغوی د طالبانو له خوا د زوجینو د جلاوالي او د طالبانو د جزايي محکمو اصولنامو ته په اشارې ویلي، دې ډلې د خلکو په وړاندې د ځپوونکو اقداماتو پلي کولو ته دوام ورکړی دی.

کارپوهانو ویلي، پلي کېدونکي اقدامات چې په ځینو کې یې ظالمانه او غیرانساني سزاوې هم شاملې دي لا سخت شوي. یوازې په ۲۰۲۵ کال کې په عام محضر کې په دورو د وهل شویو کسانو شمېر د طالبانو د واکمنۍ په ټولو پخوانیو کلونو کې د ټولو هغو کسانو په پرتله ډېر وو.

دوی ویلي: «ښځې د جامو اغوستو د ډول یا محرم نه لرلو له امله روغتونو ته له ننوتو راګرځول شوې او په ترڅ کې یې روغتیايي خدماتو له د لاسرسي له حق نه محرومې شوې دي. د ۲۰۲۶ کال په جون کې په هرات ولایت کې لږ تر لږه ۳۰ ښځې د طالبانو د خوښې پوښښ له مقرراتو د سرغړونو په تور زنداني شوې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

د ښځو کیسې: د طلاق غوښتل، د قاضي د جنسي غوښتې ادعا او له ماشوم ساتنې محرومیت

د کارپوهانو په وینا، هغه مهال چې د هرات د جبرییل ښارګوټي اوسېدونکو په لاریون لاس پورې کړ، طالب ځواکونو پر هغوی ډزې وکړې، چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه دوه تنه چې یو هلک وو، و وژل شول.

کارپوهانو د جرمونو نړیوالې محکمې د ملاتړ د زیاتوالي غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ، چې «د افغانستان لپاره نوي ټاکل شوي خپلواک تحقیقاتي مېکانېزم باید یوازې د کاغذ پر مخ یوه لاس ته راوړنه پاتې نه شي، بلکې باید اړینې سرچینې په سمه او چټکه توګه تر لاسه کړي.»

همدارنګه هغوی په افغانستان کې د انساني بحران له زیاتېدو اندېښنه وښوده وايي، دا بحران په نړۍ کې یو له تر ټولو سختو بحرانونو څخه دی.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له هېوادونو وغوښتل، چې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره بودیجه زیاته کړي او د دې مرستو په وړاندې کولو او تر لاسه کولو کې د ښځو د ګډون زمینه برابره کاندي.

هغوی د افغانستان په ناامنیو او د طالبانو او پاکستان تر منځ نښتو ته اشاره وکړه او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته یې د خلکو، په ځانګړې توګه د قومي او مذهبي لږکیو ترانس جندر کسانو د جبري ستنولو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کول، د ديپلوماتانو د منلو او د دې ډلې له چارواکو سره د لیدونو په ګډون، د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې له پرمختګ پرته نه باید تر سره شي.

دوی ټینګار کړي، چې په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا په هدفمنده توګه بشري حقونه تر پښو لاندې شوي او نړیواله ټولنه باید د دې حقونو د بېرته تر لاسه کولو لپاره د افغانانو هڅې له پامه نه غورځوي.

اړوندې لیکنې

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026
طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې

6 سپتمبر 2026
کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي
دسته‌بندی نشده

کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي

6 سپتمبر 2026
قومي پاکونه څه ده؟ (دویمه برخه)
دسته‌بندی نشده

قومي پاکونه څه ده؟ (دویمه برخه)

5 سپتمبر 2026
زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه
خبر

زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه

5 سپتمبر 2026
«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو
خبر

«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو

5 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه