د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ملګرو ملتونو ۵۶ غړو هېوادونو د افغان ښځو په ملاتړ او د هغوی په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو په لرې کولو ټینګار وکړ

15 اگست 2026
د ملګرو ملتونو ۵۶ غړو هېوادونو د افغان ښځو په ملاتړ او د هغوی په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو په لرې کولو ټینګار وکړ

ایکس: GermanyUN

هېواد کې د طالبانو بیا واک ته رسېدو د پنځمې کلیزې سره سم، د ملګرو ملتونو ۵۶ هېوادونو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره، له افغان ښځو په ملاتړ او د هغوی په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو په لغوه کولو ټينګار وکړ.

رخشانه: د دې هېوادونو په ګډه بیانیه کې راغلي، د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان لا هم د بشري حقونو، اقتصادي او امنیتي ژورو ستونزو سره مخ دي.

دې هېوادونو د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو هدفي ځپلو ته په اشارې ویلي، افغانستان لا هم په نړۍ کې یوازینۍ هېواد دی، چې نجونې په کې له منځنیو او لوړو زده کړو بې برخې دي.

بیانیه کې راوړل شوي، افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو د زده کړې حق څخه جدي سرغړونې د اقتصادي پراختیا او د لومړنیو عامه خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې پراخې پایلې لري.

د دې بیانیې صادرونکو هېوادونو ویلي، د ورځ تر بلې زیاتېدونکو تبعیضي فرمانونو له لارې، چې تبعیض لا بنسټیز کوي او له ښځو قانوني ملاتړ کمزوری کوي او همدارنګه د ښځو او نجونو حقونه، کرامت او اختیار ترې اخلي.
د بلاق شنوونکو شبکه: تېرو پنځو کلونو کې ۴۹۷ هزاره ګان د طالبانو او وسله والو کسانو له خوا وژل شوي
یوناما: پر ښځو د طالبانو محدودیتونه د بیارغونې او نړیواله ټولنه کې د افغانستان د منلو په وړاندې خنډ دی

دې هېوادونو زیاته کړې، په افغانستان کې بشري اړتیاوې لا هم ډېري دي، له بشري حقونو سرغړونې دوام لري او ترهګرې ډلې لا هم د دې هېواد وګړي او د سیمې او نړۍ امنیت ګواښي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

دغو هېوادونو ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره باید د هېڅ هېواد پر وړاندې د ګواښ او برید، د ترهګریزو کړونو د پلان او تمویل او د ترهګرو د پټنځایونو او روزنې لپاره ونه کارول شي.

د بیانیې صادرونکو هېوادونو له طالبانو غوښتي، چې د ښځو او نجونو په وړاندې خپل له تبعیض څخه ډګ محدودیتونه لغوه کړي او دغه راز په ملګرو ملتونو کې د ښځینه کارکوونکو د کار بندیز هم پای ته ورسوي.

یادو هېوادونو په ټولو برخو کې د افغان ښځو د بشپړ، برابر، مانا لرونکي او خوندي ګډون غوښتنه کړې او له طالبانو یې غوښتي، چې بشري حقونو او د خلکو اساسي خپلواکیو ته درناوی وکړي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه