د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بلاق شنوونکو شبکه: تېرو پنځو کلونو کې ۴۹۷ هزاره ګان د طالبانو او وسله والو کسانو له خوا وژل شوي

15 اگست 2026
د بلاق شنوونکو شبکه: تېرو پنځو کلونو کې ۴۹۷ هزاره ګان د طالبانو او وسله والو کسانو له خوا وژل شوي

Getty Images

د «بلاق شنوونکو شبکې» په نوم څېړونکي بنسټ په یوه راپور کې ویلي، پر افغانستان د طالبانو په پنځه کلنه واکمنۍ کې هزاره وګړي له مطلق فردي، ټولنیز او سیاسي امنیت له محرومیت سره مخ وو او په دې موده کې ۴۹۷ هزاره ګان د طالبانو او وسله والو کسانو له خوا وژل شوي او ۳۶۳ نور ټپیان شوي دي.

رخشانه: دې بنسټ د «د طالبانو په پنځه کلنه واکمنۍ کې د هزاره ګانو د بشري حقونو وضعیت» تر عنوان لاندې راپور کې ویلي، د طالبانو په تېره پنځه کلنه واکمنۍ کې په هزاره ګانو ۳۶ خونړي ترهګر بریدونه او ۴۷ ځلې د طالبانو او وسله والو کسانو تر نېغ ترور لاندې راغلي دي.

د «بلاق شنوونکو شبکې» په راپور کې راغلي، هزاره ښځې او نجونې د «قومي او جنسیتي تبیعض» له امله د ځپلو او خپل سرو نیونو تر ټولو سختو ډولو سره مخ دي.

راپور راوړي، طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې، «په جاغوري، ګیزاب، پاتو او د کابل په امید سبز ښارګوټي کې» د هزاره ګانو اړوند ۱۹۸۴۰ جرېبه ځمکه غصب یا «ممنوع التصرف» اعلان کړې ده.
قومي پاکونه څه ده؟ (لومړۍ برخه)
معترضې ښځې: د طالبانو محدودیتونه باید د نړیوالې ټولنې له خوا جنسیتي توپیر وګڼل شي

د راپور له مخې، طالبانو په غور، بامیان، پروان او بغلان ولایتونو کې هم د هزاره ګانو اړوند سلګونه جرېبه کرنیزه ځمکه او څړ ځایونه مصادره کړي او لسګونه کورنۍ یې د وسلې په زور جبري کډه کړې دي.

دې بنسټ په خپل راپور کې « له ښوونیز نصاب څخه د جعفري فقهې لرې کول، له حنفي فقهې په زور د شیعه زده کوونکو پیروي، له تاوتریخوالي ډک محدودیتونو پلي کول او د محرم د ماتم په مراسم کې د لسګونو کسانو نیول» د تاریخي حافظې په منظم ډول ویجاړول بللي او دا یې د «کلتوري نسل وژنې» ښکاره بېلګه بللې ده.

د بلاق شنوونکو شبکې د جرمونو له نړیوالې محکمې او د ملګرو ملتونو له تحقیقاتي میکانېزمونو غوښتي، چې د هزاره ګانو پر وړاندې، د جبري کډه کولو، د ځمکو د غصب او هدفي وژنو په اړه، چې د «بشریت په وړاندې جرم» او «نسل وژنې» ښکاره بېلکې دي، د ترسره شویو جرمونو څېړنې وکړي.

دې بنسټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نه غوښتي چې «په افغانستان کې د حقوقي آپارتاید، د مذهبي خپلواکیو د سرغړونو او له لږکیو د مالکیت سلبولو د مستند کولو لپاره» یو خپلواک تحقیقاتي میکانېزم رامنځ ته کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د بلاق شنوونکو شبکې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له طالبانو سره خپل ديپلوماتیک تعامل او غیر بشري مرستې «د سیستماتیک تبعیض بندولو، د لږکیو حقونو تر پښو لاندې کولو قوانینونو له لغوه کولو او د هزاره وګړو د غصب شویو ځمکو د بېرته ورکولو» په شرط پورې وتړي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه