د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

رواداري: د طالبانو پنځه کلنه واکمني د بشري حقونو له پراخو سرغړونو او د خلکو له منظمې ځپنې سره مل وه

15 اگست 2026
رواداري: د طالبانو پنځه کلنه واکمني د بشري حقونو له پراخو سرغړونو او د خلکو له منظمې ځپنې سره مل وه

د انځور سرچینه: AFp

د «رواداری» په نوم د بشري حقونو بنسټ افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت ویلي، د دې ډلې پنځه کلنه واکمني، د بشري حقونو له پراخو سرغړونو او د هېوادوالو د سیستماتیکې ځپنې سره مل وه.

رخشانه: دغه بنسټ نن (شنبې د زمري ۲۴ مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پنځم کال د بشري حقونو وضعیت او د دغه هېواد د وګړو پر ژوند پراخې او ویجاړونکې پایلې درلودې.

رواداري په خپله اعلامیه کې وايي، د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر حقونو او اساسي خپلواکیو د طالبانو د هدفمنده محدودیتونو سره سره، دا دوره د ښځو، مدني فعالانو او د بشري حقونو د مدافعینو له مبارزې او عدالت غوښتنې سره مل ده.

دې بنسټ ویلي، د افغان ښځو او مدني فعالانو مبارزو «د افغانستان په اړه د عدالت او ځواب ورکولو لپاره د نړیوالو میکانېزمونو فعالولو، په بېلا بېلو ځایونو کې د پیوستون رامنځ ته کولو او پراخولو او د بشري حقونو د وضعیت په اړه د نړیوال پوهاوي برخو» کې مرسته کړې ده.

دغه بنسټ زیاته کړې، چې له اساسي حقونو د ښځو او نجونو د محرومولو سربېرته، د بیان آزادۍ او رسنیو ځپلو، خپل سرو نیونو، جبري ورکولو، ربړونو، هدفي او غیرقضايي وژنو هم په هېواد کې دوام درلود.

د روادارۍ په وینا، دغه محدودیتونه د بشري حقونو د پراخې سرغړونې تر څنګ، د مدني ټولنې د ځپلو، د انتقادي غږونو د علي کولو او په افغاني ټولنه کې د اصلاحاتو، بدلون او سوله ییز ګډون لپاره د زمینې له منځه وړلو لپاره، د یوې منظمې تګلارې استازیتوب کوي.

رواداري وايي، طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې داسې قوانین او کړنلارې وضع او پلې کړې، چې له بشري حقونو او نړیوالو تړونونو سره د افغانستان له ژمنو سره په ټکر کې دي.

دې بنسټ ویلي، د «امربالمعروف قانون» او «جزايي اصولنامه» د هغو مهمو اقداماتو څخه دي، چې په افغانستان کې یې د ځپنې لا زیاتولو، د وګړو د بنسټیزو آزادیو محدودولو او بشري حقونو څخه د سرغړونو لامل شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

رواداري وايي، د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ مې د ۲۰۲۵ د دسمبر تر ۳۱ مې پورې، په هېواد کې د بېلا بېلو پېښو له امله ۶۹۲۹ ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي. په دې پېښو کې هدفي، مرموزې، سحرايي وژنې، چاودنې او ځانمرګي بریدونه، له جګړې د پاتې شونو توکو چاودنې او د پاکستان نظامي بریدونه شامل دي.
دې بنسټ زیاته کړې، په همدې موده کې، د پخواني حکومت لږ تر لږه ۳۹۹ کارکوونکي او د هغوی د کورنیو غړي، د طالبانو او ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا، په هدفي، مرموزه او له قضا پرته پېښو کې وژل شوي دي.
د روادارۍ د بشري حقونو بنسټ موندلې، چې په دې موده کې د ۸ ښځو په ګډون لږ تر لږه ۴۷ تنه، د سوله ییزه اعتراضي غونډو جوړولو یا په کې د ګډون کولو له امله، د طالبانو له خوا وژل شوي دي.

دا بنسټ وايي، د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ مې د ۲۰۲۵ د دسمبر تر ۳۱ مې پورې، د ۷۸ معترضو ښځو په ګډون لږ تر لږه ۶۰۴۳ هېوادوال، عمدتآ د طالبانو د استخباراتي ادارو او امربالمعروف له خوا په غیر قانوني او خپل سرې توګه نیول شوي دي.

د روادارۍ په وینا، په نیول شویو کسانو کې لږ تر لږه ۶۴۶ تنه د پخواني حکومت کارکوونکي، مدني فعالان، خبریالان او د بشري حقونو مدافعین او ۱۳۶۶ تنه نور، د طالبانو د مخالفو ډلو سره په همکارۍ، غړیتوب یا اړیکو لرلو تورن شوي دي.

رواداري وايي، په دې موده کې لږ تر لږه ۵۱ تنو د طالبانو په زندانونو کې د سختې ربړونې له امله ژوند له لاسه ورکړی او ۱۷۱ تنه نور په جبري توګه بې درکه کړای شوي دي.

په دې موده کې طالبانو محکمو لږ تر لږه ۲۴۲۳ تنه د بېلا بېلو تورونو له امله، په غیرقانوني، ظالمانه او غیر انساني ډول مجازات کړي دي.

رواداري په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو د مستند کولو د دوام او پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی وايي، د عدالت د پلي کېدو او د بشري حقونو د سرغړونو د ځواب ویونکو کولو لپاره به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه