د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بشپړونکی/ د کابل لوېدیځ ته ښوونځي کې چاودنه، ۱۷ ټپي زده کوونکي روغتون ته وړل شوي

17 اگست 2026
بشپړونکی/ د کابل لوېدیځ ته ښوونځي کې چاودنه، ۱۷ ټپي زده کوونکي روغتون ته وړل شوي

Social Media

د کابل لوېدیځ دشت برچي کې روغتیايي سرچینو ومنله، چې د مهدیه ښارګوټي د «شمع دانش» خصوصي ښوونځي کې نن (دوشنبې زمري ۲۶ مه) مازیګر مهال، د شوې چاودنې ۱۷ ټپیان امام زمان روغتون ته لېږدول شوي دي.

رخشانه: په هغه نوملړ کې چې رخشانې رسنۍ تر لاسه کړی، په ۱۷ تپیانو کې ۴ هلکان او ۱۳ نجونې چې عمرونه یې له ۹ تر ۱۴ کلونو دي، دشت برچي کې امام زمان روغتون ته وړل شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د ټپیان شمېر له دې زیات دی او طالبان د دې پېښې د کره مرګ ژوبلې د خپرولو مخیوی کوي.

یو بله سرچینه چې د پېښې شاهده وه، رخشانې رسنۍ ته یې ویلي، شاوخوا ۳۵ ټپیان روغتونو ته لېږدول شوي دي.

د سرچینې په وینا، دا چاودنه له ښوونځي د زده کوونکو د رخصتېدو پر مهال شوې او ښايي د مرګ ژوبلې کچه لوړه وي.
تر اوسه کره معلومات نشته، چې په دې چاودنه کې څومره زده کوونکي وژل شوي او ټپیان دي.
طلوع نیوز د یوې امنیتي سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې په دې چاودنه کې ۵۲ ده کوونکي ټپیان شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

تر دې وړاندې دشت برچي کې سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي وو، چاودنه نن مازیګر شاوخوا ۴:۳۰ بجې د اتلسمې حوزې اړوند مهدیه ښارګوټي د «شمع دانش» ښوونځي ته نېږدې رامنځ ته شوې ده.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه