د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بدخشان د نسي اوسېدونکي: طالبانو د کور په کور پلټنو پر مهال د خلکو خصوصي حریم نه رعایت کوي

20 اگست 2026
د بدخشان د نسي اوسېدونکي: طالبانو د کور په کور پلټنو پر مهال د خلکو خصوصي حریم نه رعایت کوي

انځور: د بدخشان نسي ولسوالي- رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د بدخشان ولایت نسي ولسوالۍ کې ځايي سرچینې وايي، طالب ځواکونو د جمعه خان فاتح تر نیولو وروسته، په هغه پورې تړلو کسانو د نیولو لپاره کور په کور پلټنې پیل کړې او د تلاشۍ پر مهال د سیمې د اوسېدونکو خصوصي حریم نه رعایت کوي.

رخشانه: د بدخشان نسي کې لږ تر لږه دریو سرچینو ویلي، د جمعه خان فاتح اړوند کسانو د نیولو لپاره کور به کور پلټنې له څو ورځو راهیسې دې ولسوالۍ کې پیل شوې دي.

سرچینو د دې وضعیت له دوام اندېښنه ښودلې زیاتوي د طالبانو «پښتون توکمه ځواکونه» د کور په کور تلاشۍ پر مهال د سیمې له اوسېدونکو سره ناوړه چلند کوي.

د سرچینو په وینا، کور په کور پلټنې د نسي ولسوالۍ په «قوغز، زغر، شاخ دوره او راداوج» کلیو کې د جمعه خان فاتح اړوند ځواکونو د وسلو او جنګي مهماتو د ضبط کولو په موخه تر سره کېږي.

یوې سرچینې د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي، د طالب ځواکونو له خوا د کورونو تلاشي «د خلکو مال او ځان ته یو ډول لاس غځول» دي.

د سرچینې په وینا، سره له دې چې جګړه پای ته رسېدلې، خو طالبان لا هم نسي ولسوالۍ ته ځواکونه لېږي او په سیمه کې د وسله والو ځواکونو شتون د دې لامل شوی، چې ځینې کورنۍ له کوره د باندې وېره ولري.

نسي ولسوالۍ کې یوې ښځې د رخشانې رسنۍ خبریال ته ویلي، په دې ولسوالۍ کې د جګړو له پای ته رسېدو سره سره لا هم ډېری ښځې د طالبانو له وېرې او د دې ډلې د ځواکونو د شتون له امله، روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: له هرو پنځو نجونو یوه هغه ۱۸ کلنۍ ته له رسېدو مخکې د ماشومانه واده قرباني کېږي

د بښنې نړیوال سازمان: له پاکستان نه د افغان محصلو نجونو ایستل به جدي پایلې ولري

هغه ویلي: «په دې سیمو کې لا هم ښځې بشپړه او ډاډمنو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري او د امنیتي وضعیت د وېرې له امله، ډېری امیدواره مېرمنې اړ شوې چې کور کې زېږون وکړي.»

سرچینې زیاته کړې، دوه ورځې وړاندې د جمعه خان فاتح ښځې هم د دې وضعیت په جریان کې په خپل کور او په نامناسبو روغتیايي شرایطو کې زېږون وکړ.

یوې بلې سرچینې ادعا کړې، د طالبانو یوه پښتون توکمه غړي د نسي ولسوالۍ د «شاخ دره» کلي کې یو ځوان هلک وژلی او جسد یې سیند ته غورځولی دی.

د سیمې اوسېدونکي ادعا کوي، چې نسي ولسوالۍ کې د طالبانو د یوې څرخکې د لوېدو له امله یو ۱۵ کلن ماشوم وژل شوی او درې نور ماشومان ټپیان شوي دي.

دا ادعاوې تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
د بدخشان نسي ولسوالۍ کې له طالبانو د ناراضي او تاجک توکمه قوماندان جمعه خان فاتح اړوند ځواکونو او دې ډلې د طالب توکمه ځواکونو تر منځ نښتې له زمري له ۲۰ مې تر ۲۶ پورې دوام درلود، چې په پای کې څو ورځې وړاندې جمعه خان فاتح طالبانو ته تسلیم شو.

اړوندې لیکنې

ولکر تورک: افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت نور هم مخ په خرابېدو دی
خبر

ولکر تورک: افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت نور هم مخ په خرابېدو دی

9 سپتمبر 2026
افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۲۳ مورده ته ورسېدې
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۲۳ مورده ته ورسېدې

9 سپتمبر 2026
د خالدې پټ ژوند، د طالبانو د ګواښ او مېړه د تاوتریخوالي تر منځ
دسته‌بندی نشده

د خالدې پټ ژوند، د طالبانو د ګواښ او مېړه د تاوتریخوالي تر منځ

9 سپتمبر 2026
یان اګلنډ: د افغانانو د ژوند شرایط او اساسي حقونه ورځ تر بلې خرابېږي
خبر

یان اګلنډ: د افغانانو د ژوند شرایط او اساسي حقونه ورځ تر بلې خرابېږي

9 سپتمبر 2026
طالب ځواکونو خوست کې دوولس خبریالان په «سپکوونکې توګه» د یوه نندارتون پر مهال نیولي
خبر

طالب ځواکونو خوست کې دوولس خبریالان په «سپکوونکې توګه» د یوه نندارتون پر مهال نیولي

8 سپتمبر 2026
اوچا: افغان ماشومان د زده کړو لپاره له ګڼو خنډونو سره مخ دي
خبر

اوچا: افغان ماشومان د زده کړو لپاره له ګڼو خنډونو سره مخ دي

8 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه