د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بښنې نړیوال سازمان: د طالبانو پولیسي قانون په بشري حقونو پراخ برید دی

27 اگست 2026
د بښنې نړیوال سازمان: د طالبانو پولیسي قانون په بشري حقونو پراخ برید دی

AFP

د بښنې نړیوال سازمان آسیايي څانګې د طالبانو د پولیسو قانون توشېح ته په غبرګون کې وايي، دا سند په بشري حقونو پراخ برید دی او د عدالت پروسې، د عادلانه محکمې حق او د بیان آزادۍ لپاره جدي پایلې لري.

رخشانه: دې بنسټ نن (چهارشنبې د وږي ۴ مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د طالبانو د پولیسو قانون، خصوصي حریم او د ماشومانو حقونه تر پښو لاندې کوي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، دې قانون یوه تر ټولو اندېښمنوونکې احکامو، د هر ډولو غونډو او لاریونونو په بشپړه توګه بندول دي، چې دا د سوله ییزو غونډو د آزادۍ څخه ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي.

د دې بنسټ په وینا، دا ډول پراخ بندیز، په افغانستان کې له وړاندې د ځپلو فضا او د اساسي آزادۍ سخت محدودیت لا زیاتوي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، همدارنګه طالبان معترضان او خپل مخالفین د نیولو، خپل سرو زنداني کولو، ربړونې او نورو ټولو غیرانساني چلندونو او په جبري توګه د ورکولو له لارې په نښه کوي.

دې بنسټ له طالبانو غوښتي، هغه ټول فرمانونه او سیاستونه، چې په نړیوال چوکاټ کې د افغانستان له کړو ژمنو سره په ټکر کې دي لغوه کړي او هغه اقداماتو ته چې دا ژمنې ماتوي پای ورکړي.
د طالبانو مشر د روانۍ اوونۍ د شنبې په ورځ په پنځو څپرکیو او دري پنځوس مادو کې د پولیسو قانون په توشېج کولو سره په هېواد کې «هرډول لاریونونونه» بند اعلان کړل.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه