د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د کابل لوېدیځ کې ډلیز مسمومیت: د بحران په زړه کې پرېښودل شوي خلک

30 اگست 2026
د کابل لوېدیځ کې ډلیز مسمومیت: د بحران په زړه کې پرېښودل شوي خلک

انځور: رخشانه رسنۍ

آزاده تران

د کابل لوېدیځ کې د څو سیمو د اوسېدونکو له ډلیز مسمومیت څخه تر یوې اوونۍ زیات موده تېره شوې ده. خو لا هم د طالبانو د روغتیايي بنسټونو له خوا کوم علت نه دی اعلان شوی.

خلک وايي، ډېرې ورځې کېږي، چې په سختۍ سره روغتونونو ته ځان رسوي او طالبانو هېڅ ډول اقدام نه دی تر سره کړی.

۵۰ کلنه نسیمه* د جمعې په ورځ د (زمری ۳۰مه) او ۱۹ کلن زوی یې هممهاله د سختې تبې، سردرد، نس درد، کانګې او اسهال ته ورته نښې پیدا کړې. خو تر شپې پورې ان د تګ توان له لاسه ورکړ.

هغوی دوه ورځې شخصي روغتون ته مراجعه وکړه او څه یې چې درلودل ټول یې ترې واخیستل، خو ښه نه شول. «موږ دوه نیمې ورځې په بې خودۍ کې تېرې کړې، د یکشنبې په ورځ د سهار لس بجې وې، چې جومات ته امبولانسونه راغللي وو. ډاکترانو هېچا ته رسیدګي نه شوای کولی، جومات له ناروغانو ډک شوی وو. یو شمېر اسهال وو او کانګې یې کولې او یو شمېر زیات به خوني اسهال وو.»

نیسیمه او زوی یې محمدعلي جناح روغتون ته ولېږدول شول. دوه نیمې ورځې هلته بستر شول. «ناروغان خورا زیات وو. ټول یې له قلای نو (قلعه نو) څخه وو. یوازې په هغه کوټه کې چې زه بستر وم، زما په شان پنځه نور ناروغان وو. د موږ د ټولو د معایناتو پایله یو شان وه. موږ ته یې یوازې سېروم تړلي وو او د چرک وچولو (انتي بیوتیک) ستنې (امپول) یې رالګول. ډاکترانو یوازې ویل، مسموم شوي یاست. دلیل یې ونه وایه چې ولې موږ دغه ډول شوي یو.»

نسیمې ویلي دي: «ټول درمل مو اخیستي، د وینې او نورو ټولو معایناتو پیسې مو ورکړې. یوازې کوټه او اولیه مرستې راته وړیا وې.»

د ۳۰ کلنې رحیمې* لیدو ته ورغلم. هغه د ولي عصر ښارګوټي اوسېدونکې ده. رحیمه د څلورو اولادونو مور ده، چې ټول یې په سخت مسمومیت اخته شوي دي.

هغې و ویل، چې د ماشومانو د درملنې پیسې یې پور کړې دي.

د شنبې په ورځ د زمري ۳۱ مه، د رحیمې مشره لور چې ۱۲ کاله عمر لري، له ښوونځي څخه تر راتلو وروسته یو دم په تبه اخته شوه او همدا ډول تر شپې پورې یې د سخت سردرد، کانګو او اسهال نښې پیدا کړې. د رحیمې په وینا، دوی د درملنې پیسې نه درلودې او هڅه یې کوله چې په کورني ډول د لور وضعیت ښه کړي. «اول ښه وه وروسته خوني اسهال شوه، هېڅ شی یې نه شوای خوړلی، وروسته یې بېرته ګرځول او تشناب ته ډېره تلله، په سبا مې پیسې له ګاونډي پورې کړې او کلېنیک ته مې یووړه.»

بله ورځ د رحیمې ۹ کلنې لور او ۶ کلن زوی هم ورته نښې وښودې. «په خدای په درملتون کې لار نه کېده. فکر دې کاوه چې ټوله قلای نو ناروغه شوې. ټول اسهال او کانګې یې کولې. ډاکتران یوازې ویل چې دا یو ډول ویروس دی، چې ښايي له خوړو یا څښاک څخه ټولو ته خور شوی وي.»

د رحیمې په وینا، درې واړه زامن یې لا ښه شوي نه وه، چې د ۲۷ ورځو ماشوم یې ناروغ شو. «لورکۍ مې د ۲۷ ورځو ده. همدا چې ناروغه شوه، نور یې شیدې نه شوای خوړلی. نور مو پیسې هم نه درلودې، هغه مو د ټانګ تیل روغتون ته یوړه، هلته یې اول ویل چې باید د بستر کېدو لپاره دوه سوه افغانۍ ورکړې. وروسته یې بیا ویل چې د بستر لپاره هېڅ ځای نه دی پاتې، ناروغان ډېر دي. ډاکتر راته له بهر نه یوه نخسه درمل ولیکل. اخر مو د هغو د اخیستو پیسې هم نه درلودې، چې د ګاونډي ښځې راته واخیسته.»

رحیمه وايي، د څلورو اولادونو د درملنې لپاره یې اووه زره افغانۍ پور کړې دي، چې نه پوهېږي څه ډول یې پرې کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي

قومي پاکونه څه ده؟ (دویمه برخه)

کابل کې د تېرې اوونۍ د پیل راهیسې، چې د زمري له ۳۱ مې سره سمون لري، د کابل د لوېدیځ ګڼل شمېر اوسېدونکي په ځانګړې توګه د ولي عصر د ښارګوټي او د عرفاني ښارګوتي د ځينو برخو خلک له مسمومیت سره مخ شوي.

ناروغان په پیل کې په سخته تبه، سردرد، کانګو او اسهال اخته شوي، چې ځینې د وخت په تېرېدو خوني اسهال شوي.

تر اوسه د ناروغۍ علت نه دی معلوم شوی.

د کابل لوېدیځ کې یو روغتیا پال ۴۳ کلن محمد حلیم* له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي: «دا مسمومیت کېدای شي، د څښاک یا خوړو له لارې خلکو ته خور شوی وي او هغوی یې مسموم کړی وي، الته دا یو احتمال دی. ناروغان په پیل کې تبه کوي او وروسته په کانګو او اسهال اخته کېږي. الته په ځینو پرمختللو مواردو کې خوني اسهال ډېر زیات وو. د کار بد والی په دې کې دی، چې هر ډول درمل ناروغ ته سپارښتنه وکړو، اغېز نه لري. موږ یوه ناروغ ته څو ځله درمل بدل کړل، اخر مو هم پایله تر لاسه نه کړه. ځکه ویروس ناپېژانده دی او هېڅ مشخص درمل نه لري.»

دې ډاکتر ویلي دي: «د هغه کسانو د وینې معاینات چې مسموم شوي، ښيي چې په وینه کې د مکروب کچه لوړه ده. نو ځکه یې غبرګون کې چټک او شدید دی.»

یوه بل روغتیاپال ۳۵ کلن علي کمالي* ویلي، د کابل په لوېدیځ کې خلک په دې مسمومیت سره له یوه لوی روغتیايي او اقتصادي بحران سره مخ دي او دولت باید په دې سختو شرایطو کې د خلکو تر څنګ وي: «اول خو دا چې موږ د ناروغانو لپاره مشخصه درملنه نه لرو، دا خپله یو لوی بحران دی. دویم دا چې کورنۍ د درملنې پیسې نه لري. ځکه دا ناروغي په یوه نخسه درملو نه جوړېږي. یو ناروغ اړ دی، چې څو ځلې ډاکتر ته مراجعه وکړي او څو ډوله درمل وکاروي تر څو ښه شي. دلیل یې د ناروغانو نامشخص پاتې کېدل دي. خلک له یوه روغتیايي او اقتصادي بحران سره ژوند کوي. باید دولت ژر تر ژره لاس په کار شي.»

خلک وايي، د طالبانو روغتیايي بنسټونو تر اوسه کوم ځانګړی اقدام نه دی تر سره کړی، پرته له دې چې څو مورده ناروغان ته یې یوازې امبولانسونه لېږلي دي.

افغانستان کې طالبانو تر اوسه د کابل په لوېدیځ کې د خورې شوې ناروغۍ په اړه مشخص نظر نه دی څرګند کړی.

۲۸ کلنه سحر* د کابل لوېدیځ عرفاني ښارګوټي اوسېدونکې ده. کله چې د سحر لیدو ته د هغې کور ته ورغلم. هغې د انګر یو ځای چې د کور تشناب ته یې نېږدې وو فرش کړی وو او درې اولادونه یې هلته ویده وو.

د سحر د کورنۍ ټول غړي په مسمومیت اخته وو. مېړه یې تر اوسه په روغتون کې بستر وو. «درې ورځې کېږي، چې مېړه مې په انتاني روغتون کې بستر دی او درې اولادونه مې په کور کې، څلور واړه تبه، سردرد، کانګې او خوني اسهال لري.»

د سحر لس کلنه لور، شپږ کلن زوی او څلور کلنه لور لا هم تر درملنې لاندې دي. «درې ورځې کېږي یوه پښه مې تر درملتونه او بله تر کوره ده. په نوبت مې اولادونه ډاکتر ته بیایم. په کور کې دا دی له انګر څخه یې نه شم خوځولی. نه شوه چې په کوټه کې ویده شي. همدلته په انګړ کې تشناب ته ځي او بېرته راځي.»

له بل لوري د ۴۵ کلنې زهرا* دوه زامن هم د تېرې اوونۍ د جمعې له ورځې راهیسې مسموم شوي دي. زهرا له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې و ویل: «دوه زامن مې د یکشنبې له ورځې راهیسې مسموم شوي دي. یو یې ۲۰ کلن او بل یې ۱۶ کلن دی. مشر زوی مې چې محض مسموم شو، دا چې زیات خوني اسهال وو، بې هوښه شو، هغه مې په قلا نو (قلعه نور) کې په امام رضا کلېنیک کې بستر کړ.»

زهر ډېر ژر دا چې د زوی د درملنې توان یې نه درلود، هغه بېرته کور ته راوړ. هغه تر اوسه لږ تر لږه ۱۰ زره افغانۍ د دواړو زامنو د درملنې لپاره لګولې دي.

زهرا وايي، دوی هم د نورو خلکو په شان د اوبو رسولو شبکې له اوبو څخه ګټه اخیستې. خو د مسمومیت په کره علت یې نه پوهېږي. د زهرا په وینا، د ولي عصر ښارګوټي یو شمېر مشرانو په قلعه نور کې د «وحدت ملي» اوبو رسولو شبکې ته د سیمې د خلکو د مسمومیت په اړه ورغلي دي، خو د اوبو رسولو شبکې مسوولینو ویلي، په اوبو کې هېڅ ستونزه نشته.

په دې ورځو کې د دشت برچي روغتونونه او روغتیايي مرکزونه لا هم د یوې ناپېژاندې ناروغۍ کوربه دي.

اړوندې لیکنې

ملګري ملتونه: افغان مرستندیه ښځې باید وکولی شي په خوندي او تګ راتګ کې له محدودیت پرته کار وکړي
خبر

ملګري ملتونه: افغان مرستندیه ښځې باید وکولی شي په خوندي او تګ راتګ کې له محدودیت پرته کار وکړي

2 سپتمبر 2026
«اوس باید پوهنتون کې وای او کال ته به فارغېدم» هغه ارمان چې فاضله یې د ځان وژنې تر بریده ورسوله
دسته‌بندی نشده

«اوس باید پوهنتون کې وای او کال ته به فارغېدم» هغه ارمان چې فاضله یې د ځان وژنې تر بریده ورسوله

2 سپتمبر 2026
یوناما: له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۱ په افغانستان کې له ۴۰ زرو زیات ملکی وګړي وژل شوی
خبر

یوناما: له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۱ په افغانستان کې له ۴۰ زرو زیات ملکی وګړي وژل شوی

2 سپتمبر 2026
تر دوو دردونو لاندې مور، زوی یې د ایران په پوله مرمۍ وخوړه او لور یې په زړه سورۍ ده
دسته‌بندی نشده

تر دوو دردونو لاندې مور، زوی یې د ایران په پوله مرمۍ وخوړه او لور یې په زړه سورۍ ده

1 سپتمبر 2026
جهانزېب ویسا د افغان ښځو وضعیت ته د نړیوالې ټولنې د پاملرنې غوښتنه وکړه
خبر

جهانزېب ویسا د افغان ښځو وضعیت ته د نړیوالې ټولنې د پاملرنې غوښتنه وکړه

31 اگست 2026
دشت برچي کې شکمنه ناروغي: د یوه سړي کیسه چې تازه له روغتون ته رخصت شوی
دسته‌بندی نشده

دشت برچي کې شکمنه ناروغي: د یوه سړي کیسه چې تازه له روغتون ته رخصت شوی

29 اگست 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه