د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

تر دوو دردونو لاندې مور، زوی یې د ایران په پوله مرمۍ وخوړه او لور یې په زړه سورۍ ده

1 سپتمبر 2026
تر دوو دردونو لاندې مور، زوی یې د ایران په پوله مرمۍ وخوړه او لور یې په زړه سورۍ ده

ثریا (مستعارنوم/ انځور: رخشانه رسنۍ

زحل آزاد

د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي په وروستیو کې له یوې ګرمې غرمې وروسته، ثریا د خپلې ناروغې لور په پاللو بوخته وه، چې د خپل ځوان زوی د ټپي کېدو خبر یې واورېده. هغې ته یې خبر ورکړ، چې زوی یې د ایران په پوله په مرمۍ لګېدلی دی.

د ثریا ۱۸ کلن زوی د کار او له کورنۍ سره د مرستې په خاطر له قاچاقي لارې ایران ته روان وو.

د ۳۹ کلنې ثریا* په وینا، زوی یې په نیمروز ولایت کې له اتو نورو کسانو سره له پولې د اوښتو پر مهال د ایراني پوله ساتو ځواکونو له خوا د ناتار ډزو سره مخ شو. هغه وايي، په دې ډزو کې یو تن ژوند له لاسه ورکړ او د دې د زوی په ګډون پنځه تنه نور ټپیان شول.

که څه هم دا پېښه د ثریا د کورنۍ لپاره ناڅاپي او ټکان ورکوونکې وه، خو د ایران پولې په اوږدو کې دې ته ورته پېښې په وخت ناوخت رامنځ ته شوې دي، چېرې چې په وروستیو کلونو کې افغان کډوال په مکرر ډول له پولې د تېرېدو په هڅه، د ایراني ځواکونو له خوا په نښه شوي دي. د لارې په اوږدو کې د افغان کډوالو د وژل کېدو او ټپي کېدو ډېری راپورونه ورکړل شوي دي.

ملګرو ملتونو هم د ۲۰۲۶ کال په اکتوبر کې د ایران په کلګان سیمه کې د افغان ګډوالو په یوه لویه ډله د ډزو په غبرګون کې، د دې پېښې په اړه د رڼو پلټونو غوښتنه کړې ده.

په ۲۰۲۶ کال کې د رسنیو یوې څېړنې په تېرو دوو کلونو کې د ایران د پوله ساتو ځواکونو له خوا د افغان کډوالو په ډلو باندې د ډزو لږ تر لږه شپږ قضیې هم په ګوته کړې دي.

که څه هم په ځینو پېښو کې د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر نه دی معلوم.

ثریا و ویل: «مېړه مې له کار ځایه زنګ وکړ او ویې ویل د زوی میلاد له تلېفونه چا اړیکه ونیوه او ویل یې چې دا ټپي او په یوه روغتون کې بستر شوی دی. ویې ویل: جامې مې چمتو کړه، کور خوا ته راځم، ښايي ژر نیمروز ته ولاړ شم.»

هغه لا هم نه پوهېده چې زوی یې تر کومې کچې ټپي شوی دی او آیا ژوند یې په خطر کې دی که نه. یوازې په یوه څه چې پوهېده، دا وه چې میلاد له کوره لرې په یوه ځای کې ټپي پروت دی او مېړه یې باید د موندلو لپاره نیمروز ته روان شي. «کله مې چې واورېدل میلاد ټپي دی، نړۍ راباندې توره تیاره شوه، هغه ځای ته یې د پلار تر رسېدو پورې زر فکرونه سر ته راتلل، نه ویل کېږي له منځه تللی وي او څوک به ما ته نه وايي؟ نه ویل کېږي ژور ټپي شوی نه وي او ژوندی به پاتې شي که نه؟ خدای دې هېڅ مور د ځوان په درد نه ازمویي.»

د ثریا مشر زوی میلاد* په دې پېښه کې د پښې او ښيي اړخ په برخه کې زیان لیدلی او دوه مرمۍ یې په بدن لګېدلې دي. «دوه ځلې مې هڅه وکړه چې له پولې واوړم، خو ونه شوه. درېیم ځل کابو ماښام وو او هوا هم تیاره شوې وه، چې د پولې په لور وخوځېدو. په یاد مې نه دي، چې څو دقیقې یا څو ساعته مو مزل وکړ، خو ډېر لږ پاتې وه، چې له پولې واوړو، چې د ایراني ځواکونو نارې سورې پورته شوې.»

د میلاد په وینا، ایراني مامورینو چیغې وهلې: «ودرېږۍ، ودرېږۍ! مخ ته را نه شی، ډزې کوو.» ټولو منډه کړه، چې یو ځای پیدا کړو او پټ شو چې ډزې پیل شوې. یوه مرمۍ مې په پښه ولګېده او په ځمکه ولوېدم. ومې غوښتل پورته شم، چې بیا ډزې وشوې او دویمه مرمۍ په نس کې ولګېدم. دومره مې په یاد دي، چې یوه کس ورکش کړم او له هغه ځایه یې لرې کړم. کله چې په هوښ راغلم، د روغتون په چپرکټ پروت وم.»

میلاد هغه څه چې د مرمۍ خوړلو څخه تر روغتون پورې تېر شوي په یاد نه لري. هغه وايي، دوو ملګرو یې له ډزو وروسته دی او نور ټپیان د پېښې له ځایه لرې کړل او وروسته یې د ټپیان د لېږد لپاره د مرستې غوښتنه وکړه. له زرنج ښار نه مرستندویه ځواکونه او امبولانسونه د پېښې ځای ته ولاړل.

میلاد کابل ته له ستنېدو وروسته، هغه څه چې د ډزو د ځای او روغتون ته تر رسېدو پورې واټن کې تېر شوي، له یوه تن ملګري څخه چې په هغه سیمه کې ورسره وو، واورېدل. میلاد او یوه بل ټپي ډېره وینه له لاسه ورکړې وه. هغوی توانېدلي وو، چې میلاد په وخت روغتون ته ورسوي. خو د دویم لپراه ناوخته شوی و او روغتون ته له رسېدو مخکې یې ژوند له لاسه ورکړی وو.

په پای کې میلاد او نور ټپیان نیمروز ولایت کې یوه روغتون ته ولېږدول شول او نېږدې دوه اوونۍ هلته تر روغتیايي څارنې لاندې وو.

له نیمروز لرې او دلته په کابل کې د ثریا ورځې د خپل زوی د وضعیت په اړه په اندېښنو کې تېرې شوې. هغه وايي، له کوره به یې د میلاد حالت څاره او هر ځل به یې چې تلېفون ته زنګ راتله، زړه به یې غورځېده، چې دا ځل کوم بد خبر وانوري. «میلاد دوه ځلې عملیات شوی وو، کله یې چې د دویم ځل لپاره عملیات کړ، پلار یې زنګ وکړ او ویل یې دعا کوی چې په خیر تېر شي. ډاکترانو ویلي، د دې عملیات خطر زیات دی او مرمۍ یې پښتورګو ته نېږدې بنده ده.»

دوه اوونۍ وروسته میلاد له روغتون څخه رخصت شو او کور ته لاړ، خو له هغو ډزو ورپاتې ټپونه لا هم ورسره مل دي. د مور په وینا یې، د هغه د وینې فشار ډېر پورته کېږي او کله کله له عصبي حملو سره مخ کېږي. «داسې اوونۍ نه وه، چې موږ دې روغتون او درملتون ته نه وو تللي. زوی مې په دې عمر د وینې فشار پیدا کړی دی، کله کله هم حمله پرې راځي. دولتي روغتونونو ته یې وړو، خو اصلآ پاملرنه نه ورته کېږي. هغه ډاکتران چې د کوڅې په سر کې درملتونونه لري، وايي باید معاینات یې وشي تر څو یې ستونزه پیدا شي، خو توان یې نه لرو. خدای شاهد دی، چې توان یې نه لرو.»

د ثریا په وینا، کورنۍ یې د میلاد د درملنې لپاره تر اوسه پورې شاوخوا سل زره افغانۍ پوروړې شوې ده. «د میلاد د درملنې پیسې مو له ورور څخه چې ایران کې دی پور کړې. تر یوې میاشتې پورې اصلآ په لار نه شوای تلای او ټول په درملو وو. د لوړ فشار له امله تر اوسه درمل خوري. درمل هم د قیمتۍ له امله هېڅ ته نه اخستل کېږي.»

د دې ټولو اندېښنو تر څنګ، د ثریا وړه لور د زړه سوري ناروغۍ سره لاس او ګرېوان ده او درملنې ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د زړه د سوري درملنه ډېره کمه ممکنه ده.

د طالبانو تر واک لاندې سرې میاشتې د سږ کال په زمري میاشت کې، په کابل کې د سوري زړه د درملنې د یوه تخصصي روغتون د پرانستو خبر ورکړ. دا روغتون د ورځې له ۴ تر شپږو پورې ناروغانو د عملیات وړتیا لري. خو د ناروغانو صف خورا اوږد دی.

په دې اړه نور ولولئ...

کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي

قومي پاکونه څه ده؟ (دویمه برخه)

ثریا په خواشینۍ سره وايي: «کله ګیله کوو د خدای قهر به راباندې وشي او که یې نه کو زړه مو صبر نه کوي. له یوه غمه خلاص نه و چې بل راغی. همدا اوس مې یوه پښه تر کوره ده او بله تر روغتون یا درملتون پورې. یوه ورځ د میلاد وضعیت خراب شي او بله ورځ د لور مې. په کمو سړو خوړولو سره یې د زړه درزه پورته شي او له دې وېرې چې شخړه ونه کړي ډاکتر ته یې وړو.»

هغه د دوو ۱۸ او ۱۳ کلنو زامنو او یوې اته کلنې لور مور ده. ثریا څلور کاله وړاندې له خپلې کورنۍ سره له دایکنډي څخه کابل ته راغله او اوس په ۱۸ مه ناحیه کې ژوند کوي. د ثریا مېړه له دې وړاندې په یوه موسسه کې موټرواني کوله، خو د طالبانو له راتګ او بهرنیو مرستو له کمېدو وروسته یې، کار له لاسه ورکړ.

دوی د ثریا د مېړه لپاره د کار موندلو او د لور د درملنې د امکان برابرېدو په موخه کال ته راغلل، خو په پلازمېنه کې هم دې کورنۍ ته ژوند تېرول آسانه نه شول.

د کورنۍ مشر زوی میلاد، تر یوولسم ټولګي پورې زده کړې کړې، خو د اقتصادي ستونزو او د پلار د بې کاره کېدو له امله یې زده کړې پرېښودې او له کورنۍ سره د مرستې په موخه ایران ته روان شو، له دې بې خبره، چې دا سفر به یې د کورنۍ په دردونو یو بل درد ور زیات کړي.

ثریا وايي: «د دنیا د غم له امله، ما هم عصبي ستونزه پیدا کړې، چې لږ جګرخونه شم، په سر مې درد شي، فشار مې پورته کېږي، لاس او پښې مې وپړسېږي.»

یادونه*: نومونه مسعتار دي

اړوندې لیکنې

ملګري ملتونه: افغان مرستندیه ښځې باید وکولی شي په خوندي او تګ راتګ کې له محدودیت پرته کار وکړي
خبر

ملګري ملتونه: افغان مرستندیه ښځې باید وکولی شي په خوندي او تګ راتګ کې له محدودیت پرته کار وکړي

2 سپتمبر 2026
«اوس باید پوهنتون کې وای او کال ته به فارغېدم» هغه ارمان چې فاضله یې د ځان وژنې تر بریده ورسوله
دسته‌بندی نشده

«اوس باید پوهنتون کې وای او کال ته به فارغېدم» هغه ارمان چې فاضله یې د ځان وژنې تر بریده ورسوله

2 سپتمبر 2026
یوناما: له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۱ په افغانستان کې له ۴۰ زرو زیات ملکی وګړي وژل شوی
خبر

یوناما: له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۱ په افغانستان کې له ۴۰ زرو زیات ملکی وګړي وژل شوی

2 سپتمبر 2026
جهانزېب ویسا د افغان ښځو وضعیت ته د نړیوالې ټولنې د پاملرنې غوښتنه وکړه
خبر

جهانزېب ویسا د افغان ښځو وضعیت ته د نړیوالې ټولنې د پاملرنې غوښتنه وکړه

31 اگست 2026
د کابل لوېدیځ کې ډلیز مسمومیت: د بحران په زړه کې پرېښودل شوي خلک
دسته‌بندی نشده

د کابل لوېدیځ کې ډلیز مسمومیت: د بحران په زړه کې پرېښودل شوي خلک

30 اگست 2026
دشت برچي کې شکمنه ناروغي: د یوه سړي کیسه چې تازه له روغتون ته رخصت شوی
دسته‌بندی نشده

دشت برچي کې شکمنه ناروغي: د یوه سړي کیسه چې تازه له روغتون ته رخصت شوی

29 اگست 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه