د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یوناما: له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۱ په افغانستان کې له ۴۰ زرو زیات ملکی وګړي وژل شوی

2 سپتمبر 2026
یوناما: له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۱ په افغانستان کې له ۴۰ زرو زیات ملکی وګړي وژل شوی

UNAMA

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) دفتر په یوه راپور کې وايي، له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۱ پورې او د طالبانو واک ته رسېدو سره، له ۴۰ زره زیات ملکي وګړي افغانستان کې وژل وي او ۷۷ زره نور ټپیان شوي دي.

رخشانه: یوناما دا راپور نن (سه شنبه د وږي ۱۰ مه) د «هېر شوي: په افغانستان کې د لسیزو وسله والو جګړو وروسته د قربانیانو حقونه» تر سرلیک لاندې خپور شو.

یوناما په خپل راپور کې ویلي، دا راپور یې د وسله والو جګړو د ۱۹۵ قربانیانو او د هغوی د خپلوانو، ۲۳ غیردولتي سازمانونو او د طالبانو له ۲۳ غړو سره د خبرو اترو پر بنسټ چمتو کړی دی.

د یوناما په راپور کې راغلي، د کسان د پخوانيو حکومتي ځواکونو او طالبانو، داعش، نورو وسله والو ځواکونو او د حکومت د مخالینو تر منځ د جګړو په ترڅ کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

یوناما ویلي، په افغانستان کې د جګړې ښکېل لوري، امنیتي ځواکونه، طالبان، داعش ډله او نورې ټولې وسله والې ډلې وې.

د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر په خپل راپور کې طالبان د حکومت ضد تر ټولو «اصلي» ډله یاده کړې ده.

یوناما دا نه ده مشخصه کړې، چې په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو له قربانیانو څومره ښځې او ماشوم دي.

دا بنسټ وايي، افغانستان کې وسله والو نښتو، پر قربانیانو اوږدمهاله، فزیکي، رواني، مالي او ټولنیزې اغېزې درلودې.

د یوناما د راپور له مخې، ۵۸ سلنه مرکه کوونکو د فزیکي، ۴۵ سلنه د ټولنیزو او ۸۴ سلنه هم د مالي زیانونو ویلي دي.

یوناما ویلي، له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۱ میلادي کال پورې یې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو او د ماشومانو له بشري حقونو د سرغړونو جدي پېښې څارلې او مستندې کړې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

دې بنسټ زیاته کړې، شخړو پورې اړوند جنسي تاوتریخوالي، چې ښځې او نارینه دواړه یې اغېزمن کړي، ډېری وخت یې راپور نه ورکول کېده.

د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر په خپل راپور کې وايي، د جګړې قربانیان تر ډېره عدالت ته له لاسرسي، د زیان جبران او ان د هغه څه په رسمیت پېژوندلو چې په دوی تېر شوي، پرته پرېښودل شوي دي.
یوناما ویلي، طالبان باید د وسله والو جګړو له قربانیانو سره د هغوی د اړتیاو په اړه سلا مشورې وکړي، ملاتړي پروګرامونه جوړ کړي او د هغوی لپاره د زیان د جبران پروګرامونه هم باید په پام کې ونیسي.

دا سازمان زیاتوي، طالبان باید د نړیوالو بشري حقونو او نړیوال بشري قانون څخه د سرغړونو عاملین د خپلو امنیتي ځواکونو له لیکو وباسي.

یوناما له طالبانو غوښتي، چې د افغانستان تړونونو ته ژمن پاتې شي او د بشري حقونو نړیوال قوانین رعایت کړي. دې بنسټ پر خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.

دې بنسټ ویلي، طالبان باید د بشري حقونو د سرغړونو، غیرقانوني وژنو، خپل سرو نیونو او د قربانیانو د ربړونې او ورسره د بد چلند د مخنیوي لپاره سمدستي قانوني او عملي ګامونه پورته کړي.

یوناما په خپل راپور کې په هغو دولتونو، چې پوځي ځواکونو یې په افغانستان کې شتون درلود، غږی کړی، چې دا ډاډ تر لاسه کړي، چې په افغانستان کې د دوی د پرسونل له خوا د نړیوالو بشري حقونو او نړیوال بشردوستانه قانون څخه د سرغړنو د تورونو خپلواکې پلټنې او تعقیب د نړیوالو معیارونو سره سم تر سره کېږي.

اړوندې لیکنې

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه