د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د طلاق لګښت، شکیلا اقبالي څه ډول و وژل شوه؟

11 سپتمبر 2026
د طلاق لګښت، شکیلا اقبالي څه ډول و وژل شوه؟

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی.

د روان کال د وږي میاشتې په وږی د دوشنبې په ورځ شکیلا اقبالي له خپل یوه ورور سره د خپلي استوګنې له کلي د داینکډي میرامور ولسوالۍ ته روانه شوه، تر څو د خپل طلاق د قضیې په اړه د محکمې وروستۍ تر لاسه کړي.

خو د سرچینې په وینا، د رحمت الله عسکري په نوم د شکیلا مېړه، په لار کې کمین ورته نیولی و او په شکیلا یې د تومانچې برید وکړ او هغه یې و وژله.

د شکیلا یو نېږدې خپلوان چې نه یې غوښتل هویت یې څرګند شي، رخشانې رسنۍ ته و ویل، د شکیلا خاوند په بې رحمه ډول هغه درې مرمۍ په دې سترګو و ویشته او شکیلا ځای پر ځای ژوند له لاسه ورکړ.

هغه و ویل: «دوی سهار شپږ بجې د ولسوالۍ په لور وخوځېدل، ځکه یوه ورځ مخکې محکمې له دوی غوښتي وو، چې د دوشنبې به سهار ورشي. کله چې نیمايي لارې ته رسېږي، رحمت الله چې د تېږې تر شا ورته پټ وو، د شکیلا په سترګو یې درې ډزه وکړل او هغه مظلومه یې و وژله.»

د سرچینې له قوله، وروسته چې رحمت الله په خپل موټر کې له سیمې تېښته کوي، د شکیلا ورور ژر میرامور ولسوالۍ کې د طالبانو له امنیه قوماندانۍ سره اړیکه نیسي او د دې پېښې راپور ورکوي.

سرچینې زیاته کړه: «ورور یې ژر له قوماندنۍ سره اړیکه نیولې وه او هغوی یې په جریان کې اچولي وو، د قاتل موټر په نیمه لار کې خرابېږي او پولیس هغه نیسي. هغه [رحمت الله] اقرار کوي، چې مېرمن یې په خپله وژلې ده.»

د سرچینې په خبره، قاتل اوس د دایکنډي ولایت د میرامور ولسوالۍ په زندان کې بند دی.

هغه اسناد او شواهد چې د رخشانې رسنۍ په واک کې ورکړل شوي ښيي، چې شکيلا په بې رحمه ډول د لارې په اوږدو کې وژل شوې ده.

هغې له څلور میاشتې مخکې نه د خپل مېړه په وړاندې میرامور ولسوالۍ کې د طالبانو په محکمه کې حقوقي دعوا پرانستې وه او له خپل مېړه یې د طلاق غوښتنه کړې وه. شکيلا په دې موده کې د خپل پلار په کور کې ژوند کاوه.

د هغې د عریضې په پاڼه کې راغلي، چې مېړه یې رحمت الله عسکري، د امریکا دایمي وزیزه لري او کابو شپږ میاشتې وړاندې، کله چې له امریکا دایکنډي ته بېرته راغی، شکیلا یې وهلې ډبولې او هغه یې په مرګ ګواښلې وه.

په دې اړه نور ولولئ...

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

د ښځو کیسې، ولې له طالبانو سره مبارزه اړینه او په کورنو کې له طالبي فکر سره تر هغې زیاته اړینه ده؟

په عریضه کې راغلي دي: «زما یاد شوی مېړه، له څو کلونو تېرولو وروسته له امریکا څخه بېرته راستون شوی او په ما یې عریضه کړې او زه یې په وسله وګواښلم.»

شکیلا په محکمه کې په شکایت کولو، د مېړه له کورنۍ د خپل مهر او خپلو شخصي توکو غوښتونکې وه.

د شکیلا اقبالي جسد- انځور رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

شکیلا ۲۷ کاله عمر درلود او له هغې دوه زامن پنځه او اووه کلن پاتې دي. هغې په ۱۳۹۶ کې، شاوخوا ۹ کاله وړاندې له رحمت الله عسکري سره واده وکړ.

سرچینه وايي، د شکیلا اقبالي د قتل په قضیه کې، میرامور ولسوالۍ کې د طالبانو د محکمې چارواکي هم لاس لري.

هغه و ویل: «شکیلا له خپل ورور سره یو ځای د وږی اوله د یکشنبې په ورځ محکمې ته ورغلې او ټاکل شوې وه، چې د مهر او طلاق قضیه په همغه ورځ فیصله شي. خو د [شکیلا د خاوند] رحمت الله پلار اکبرخان له محکمې یوه بله ورځ وخت هم غوښتی و تر څو وتوانېږي سلا مشورې وکړي. محکمې شکیلا ته ویلي وو، سبا دوشنبې سهار وختي راشه، چې قضیه د فیصله کړو، خو د دې مشورې پایله یې د شکیلا وژل کېدل وو.»

د شکیلا کورنۍ د طالبانو له عدلي او قضايي بنسټ نه د خپلې لور د وژل کېدو په اړه د عدالت غوښتنه کوي. سرچینه وايي، د شکیلا د کورنۍ غړو د طالبانو له محکمې غوښتي، چې قاتل باید قصاص کړای شي.

سرچینې ویلي، د رحمت الله کورنۍ په وار وار شکیلا او د هغې کورنۍ په مرګ ګواښلې وې او میرامور ولسوالۍ کې ځايي طالب چارواکو هم دا قضیه جدي ونه څېړله.

رخشانه رسنۍ ونه توانېده، چې د دایکنډي میرامور ولسوالۍ کې د ځايي طالب چارواکو او همدارنګه د رحمت الله د کورنۍ سره په دې اړه خبرې اترې وکړي.

اړوندې لیکنې

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي
خبر

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

3 اکتوبر 2026
طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې
خبر

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

3 اکتوبر 2026
د ښځو کیسې: د طالبانو تر سیوري لاندې ژونده ناکامه تېښته
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې: د طالبانو تر سیوري لاندې ژونده ناکامه تېښته

3 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

4 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه