آزاده تران
د افغانستان یو پخوانی سرتېری چې ایران ته کډوال شوی وايي، ۱۳ کلن زوی یې د تهران ولایت په رودهن ښار کې، کور ته نېږدې له تښتول کېدو وروسته، په یوه ورانه ودانۍ کې په سر او مخ په سختو ګوزارونو وژل شوی دی.
هغوی وايي، د تورن کس تر نیول کېدو وروسته، د دې کس کورنۍ، هدایت الله او د هغه د کورنۍ غړي په مرګ ګواښي او د ایران پولیسو هم د دوی د امنیت لپاره کوم کار نه دی کړی.
هدایت الله چې یو پخوانی افغان سرتېری دی، د ۱۴۰۵ کال د غوايي په ۱۳ مه، د هرې شپې په څېر له کار ځای څخه د خپل ۱۳ کلن زوری راتګ ته انتظر وو، تر څو له خپلې کورنۍ سره د ماښام ډودۍ وخوري، خو په هغه شپه یې زوی احمد کور ته رانغۍ.
کورنۍ یې تر سهار د هغه په پلټنه کې وه خو د دې هلک هېڅ درک یې پیدا نه کړ. د سبا ورځې په سهار یې د احمد د ورکېدو راپور پولیسو ته ورکړ او څو ساعته وروسته، د هغه ټوټې شوی جسد د رودهن ښار د یوې تشې ودانۍ څخه وموندل شو.
هدایت الله وايي، پولیسو د هغه د جسد له پیدا کولو وروسته، دی د پولیسو حوزې ته وغوښت او د اداري او پېژندنې پړاونو ترسره کولو وروسته یې، د زوی جسد د طبي او قانوني پلټنو لپاره تهران ته ولېږداوه.
دی زیاتوي، د قانوني پړاونو له بشپړېدو څلور ورځې وروسته یې د زوی مړی د تهران په بهشت زهرا هدیره کې خاورو ته وسپاره.
د عدلي او قانوني معاینونو پایلو د مړینې لامل «دماغي زخمونه او په ککرۍ د سختو ګوزارونو خوړل» اعلان کړي دي.
هدایت الله وايي، کله چې پولیسو له دغه سره اړیکه ونیوه او د زوی د پیدا کېدو خبر یې ورکړ، داسې فکر یې کاوه، چې احمد ژوندی دی.
دی وايي: «پولیسو راته و ویل، راشه زوی مو دې پیدا کړی دی، په بېړه مې ځان حوزې ته ورساوه او فکر مې وکړ، چې زوی مې ژوند دی. زه یې لومړی د څېړنو کوټې ته بوتلم او څو پاڼې مې لاسلیک کړې. وروسته یې بلې کوټې ته بوتلم او زوی یې راوښود. خدای شاهد دی، چې څوک یو حیوان هم په دې ډول نه وژني. زما مظلوم او له نړۍ بې خبره زوی یې په ډبرو وژلی وو. په سر او مخ یې وهلی وو او نور د پېژندو وړ نه وو.»
د دغه په خبره، پولیسو جسد د یوې تشې ودانۍ څخه وروسته له هغې موندلی وو، چې د سیمې خلکو د یوه جسد په اړه پولیسو ته خبر ورکړی وو.
هدایت وايي، پولیس دې ته حاضر نه شول، چې د جسد د موندلو ځای د ته وروښيي.
د هدایت الله په وینا، پولیسو د امنیتي کمرو له څېړونو د ده د زوی د تګ راتګ او د تښتول کېدو شېبه پېژندلې ده.
ده و ویل، په انځورونو کې لیدل کېږي، چې احمد له خپل کار ځای څخه د کور خوا ته د تګ په حال کې وو او کله چې خپل د استوګنې ځای کوڅې سر ته رسېږي، یو موټر سایکل سپور ځوان هغه څاري.
نوموړې زیاته کړه، زوی یې هڅه کوي وتښتي، خو موټر سایکل سپور کس هغه په زور له ځان سره بیايي.
هدایت الله و ویل: «پولیسو د کمرې ویډیوګانې راوښودې، زوی مې کور ته د راتګ په حال کې وو. کله چې د کوڅې سر ته راورسېد، یو موټر سایکل سپور یې تعقیبوي. زوی مې دې خوا او هغې خوا ته مندې وهي، خو په اخر کې یې په زور له ځان سره وړي، په کمرو کې معلومه شوې، چې یو ځوان هلک په یوازې ځان هغه زموږ د کور د کوڅې له سره بیايي.»
د هدایت الله په خبره، پولیس تورن کس د ایران یو ۱۸ کلن ځوان ښودلی دی او ویلي یې دي، چې هغه د احمد له تښتولو وروسته، یې په همدې سیمه کې یوې غیرې آبادې ودانۍ ته وړی او په ډبرو یې وژلی دی.
دی وايي، پولیسو دا کس د ده د زوی له وژلو ۱۷ ورځې وروسته نیولی او دوسیه یې اوس د تهران په محکمه کې تر څېړنې لاندې ده.
خو تر اوسه یې کورنۍ ته روښانه نه ده، چې د وژنې اصلي انګېزه څه وه.
هدایت الله وايي، تورن کس په خپلو لومړنیو اعترافونو کې پولیسو ته ویلي، چې احمد یې د «جاهلیت او بې عقلۍ له امله» وژلی او د دې وژنې تر شاه یې بله کومه موخه یا دسیسه نه وه.
خو د احمد پلار دا بیان قانع کوونکی نه بولي او یې ویل: «موږ له دې کس نه هېڅ پېژندنه نه لرو. زموږ په سیمه کې څو افغان کورنۍ ژوند کوي. اخر څه ډول امکا لري یو تن دې راشي او زما زوی دې له هېڅ دلیل پرته یوسي او ویې وژلي؟ پولیس وايي، د ناپوهۍ له امله یې دا کار کړی دی، خو زه ډاډه نه یم، د دې وژنې تر شاه یوه دسیسه شته ده، بې له کومې موخې یې زما بې ګناه زوی نه واژه.»
هدایت الله وايي، زوی یې له هېچا سره ستونزه نه درلوده او ټول ژوند یې د خوړو په یوه مغازه کې په کار تېریده.
احمد په افغانستان کې یوازې یو کال ښوونځي ته تللی وو، ایران ته یې د کورنۍ له کډوالۍ وروسته، د قانوني اسنادو نه لرلو له امله یې ونه شوای کولی خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
هغه د خپلې کورنۍ د لګښت سره د مرستې په خاطر د خوراکي توکو په یوه پلورنځي کې کار کاوه، چې د پلار په وینا یې د سهار له ۱۰ د شپې تر ۱۰ پورې به یې دوام کاوه او په بدل کې به یې د میاشتې یو میلیون تومان تر لاسه کول.
هدایت الله وايي، زوی یې له شخړو سره مینه او لېوالتیا نه درلوده: «زوی مې ډېر عاجزر او مهربانه وو، ان له خپلو همځولو سره یې له ستاتېرۍ کولو ډډه کوله. په همغه پلورنځي کې یې په لېوالتیا سره خپل کار کاوه او ویل یې پلاره، غواړ له تا سره د کور په لګښتونو کې مرسته وکړم.»
خو د هدایت الله د کورنۍ ستونزې د زوی په وژل کېدو پای ته ونه رسېدې. هغه وايي، د تورن کس له نیول کېدو وروسته، د دې کس د کورنۍ غړو په وار وار د ده کورنۍ ګواښلې او له هغوی یې غوښتي، چې رضایت ورکړي تر څو تورن خوشی شي.
د هدایت الله په وینا، د تورن کورنۍ ګواښ وکړ، که چېرې رضایت ور نه کړي، نور زامنو او د کورنۍ غړو ته به یې زیان ورسوي.
دی زیاتوي، چې په تېرو دریو میاشتو کې یې څلور ځلې د اوسېدو ځای بدل کړی، خو هر ځل یې د اوسېدو نوی ځای پېژندل شوی: «له هغې ورځې چې زما د زوی قاتل نیول شوی، مور او پلار یې له موږ لاس نه اخلي. هره ورځ راځي او ګواښ کوي، چې که رضایت ورنه کړم، مشر زوی به مې هم د دویم زوی په شان و وژني یا به مې د کورنۍ نورو غړو ته زیان ورسوي.»
هدایت الله وايي، په دې اړه یې په وار وار پولیسو ته شکایت کړی، خو پولیسو د ده د کورنۍ د امنیت پر ځای، له دوی غوښتي، چې د اوسېدو ځای بدل کړي.
هدایت الله ۴۴ کلن دی او د جمهوریت په دوران کې یې ۱۵ کاله د افغان ملي اردو د ماین پاکۍ په برخه کې کار کړی دی. هغه د «۲۰۹ شاهین» ځانګړې قطعې غړی وو.

په ۲۰۲۱ کې د جمهوریت له نسکورېدو وروسته، هغه د طالبانو د امنیتي ګواښونو له امله، له خپلې کورنۍ سره یو ځای له قاچاقي لارې افغانستان پرېښود او ایران ته ولاړ.
اوس پنځه کاله کېږي، چې د هغه کورنۍ له قانوني اسنادو پرته په ایران کې ژوند کوي.
هدایت الله وايي، د افغان کډوالو په اړه زیاتو محدودیتونو، اقتصادي ستونزو او د نیول کېدو وېرې یې د کورنۍ ژوند سخت کړی دی. زامن یې هم د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله، ونه شوای کولی ښوونځي ته ولاړ شي.
دی زیاتوي، له ستونزو سره سره یې کورنۍ چمتو وه، چې دا ستونزې او وضعیت وګالي، خو د زوی وژنې او له هغې وروسته ګواښونو، د هغوی ژوند د وېرې او ناخوندیتوب یوه نوي پړاو ته د ننه کړې دی.
هدایت الله وايي، د زوی له وژل کېدو وروسته یې، څو ځلې د افغانستان له پخوانیو نظامیانو د ملاتړ بنسټونو نه د مرستې غوښتنه کړې، خو ځواب یې نه دی تر لاسه کړی: «موږ هغه سرتېري یو چې هېر کړای شوي یو.»
هغه همدارنګه وايي، د افغانستان د ملي مقاومت جبهه که یې هم نوم لیکنه وکړه، خو تر اوسه یې غوښتنه نه ده منل شوې.
د هغه په باور، د پخواني افغان سرتېري، چې د جمهوریت له نسکورېدو وروسته، ګاونډیو هېوادونو ته پناه وړې، له بېلا بېلو خطرونو سره مخ دي، له نیول کېدو او ایستلو نیولې تر د طالبانو تر ګواښونو پورې.
هدایت الله و ویل: «چا چې رتبه درلوده. ځانونه یې خوندی ځایونو ته ورسول، خو موږ څو سرتېري، چې کلونه مو وطن ته خدمت وکړ، نن ورځ اواره یو او زموږ وینې په ورغویو کې پاتې دي. دلته هم امنیت نه لرو. که و ایستل شو، ډارېږو، چې پر پوله مو طالبان ونه نیسي او ورک مو نه کړي.»
هدایت الله وايي، د زوی له لاسه ورکولو وروست یې، تر هر څه زیات د کورنۍ د امنیت په اړه اندېښمن دی.
هغه د پخوانیو افغان ځواکونو له ملاتړو بنسټونو غواړي، چې یوه خوندي ځای ته د ده او د کورنۍ په لېږدولو کې د مرسته وکړي.
ده و ویل: «اوس مې یو زوی له لاسه ورکړی دی، وېرېږم نور زامن مې له لاسه ور نه کړم. له ټولو بنسټونو او سازمانونو غواړم، چې مرسته راسره وکړي، تر اوسه مو یو خوندي ځای نه دی موندلی، دولت او محکمه چې زما د زوی د قاتل لپاره هر ډول سزا وټاکي منم یې، خو اوس زما لومړیتوب زما د کورنۍ ژغورل دي.»
یادونه*: د امنیتي مسایلو د حساسیت په دلیل، د هدایت الله او احمد نومونه مستعار ټاکل شوي دي.







