د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ګوترش: پر ښځو د طالبانو د محدودیتونه په نړیوال نظام کې د افغانستان د ادغام مانع شوی

16 سپتمبر 2026
ګوترش: پر ښځو د طالبانو د محدودیتونه په نړیوال نظام کې د افغانستان د ادغام مانع شوی

د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترش په خپل تازه راپور کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د وضعیت په اړه ویلي، پر ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه په نړیوال نظام کې د طالبانو د ادغام مخنیوی کړی دی.

رخشانه: ګوترش په خپل راپور کې چې نن چهارشنبې د (وږي ۱۵ مه) ماښام یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړ، له طالبانو وغوښتل، چې پر ښځو او نجونو محدودیتونه لغوه کړي.

په راپور کې راغلي، د ښځو او نجونو پر اساسي حقونو او آزادیو محدودیتونو پر افغان ټولنه او د دې هېواد په پرمخنګ لنډ مهالي او اوږدمهالي منفي اغېزې لري.

نوموړي ویلي، د طالبانو د امربالمعروف وزارت د شریعت د تفسیر په پلي کولو کې یو مهم بنسټ دی، په ځانګړې توګه د سختو ټولنیزو محدودیتونو او د ښځو او نجونو په وړاندې د سختو محدودیتونو برخه ده.

ګوترش په خپل راپور کې ویلي، د جون د ۶ مې او ۷ مې تر منځ د طالبانو امربالمعروف ځواکونو په هرات کې لږ تر لږه ۳۰ ښځې د حجاب نه رعایت کولو په تور نیولې دي.
هغه ویلي، د روان میلادي کال د جون ۹ مه، د طابانو له لوري د ښځو د نیولو په غبرګون کې لسګونه ښځو او سړیو لاریون وکړ او طالب ځواکونو پر هغوی ډزې وکړې، چې په پایله کې یې یو هلک و وژل شو، څلور تنه ټپیان او لږ تر لږه ۱۷ نور معترضان یې ونیول.

راپور کې راغلي، طالبانو د ښځو د نیولو په غبرګون کې د اعتراضونو تر ځپلو وروسته، د حجاب نه رعایت کولو په تور هرات کې د ښځو د نیولو لړۍ یو ځل بیا پیل کړه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل راپور کې د «زوجینو د قضايي جلاوالي قانون» ته هم اشاره کړې وايي، دې فرمان د ماشومتوب واده په رسمیت پېژندل دی.

راپور د مي له اولې د جولای تر ۳۱ مې د پخواني دولت له چارواکو او پخواني نظام د امنیتي او دفاعي ځواکونو د غړو د ۱۲ مورده قتل، ۱۳ مورده خپل سرو نیونو او درې مورده د ربړونې او ناوړه چلند پېښې مستندې کړې دي.

ګوترش په خپل راپور کې وايي، د می له اولې د جولای تر ۳۱ مې یې د طالبانو له لوري د اتو ښځو په ګډون د ۱۳ تنو د بدني سزا پېښې هم مستندې کړې دي.

د هغه په وینا، خو له دې مواردو یو یې هم د طالبانو د سترې محکمې له خوا په علني توګه نه دی اعلان کړی.

ده ویلي، په ځینو ولسوالیو او ولایتونو کې د ابتدایه محکمو له خوا د افرادو مجازات کول دوام لري.

په دې اړه نور ولولئ...

«رواداری» بنسټ له افغان ښځو سره د پیوستون او طالبانو له خوا د ښځو ځپلو عادي کولو ته د نه ویلو په موخه غونډه وکړه

یوناما: کابل او هرات کې کابو ۵۲ ښځې او نجونې توقیف یا نیول شوې

په راپور کې راغلي، د اپریل له لومړۍ نېتې د جون تر ۳۰ مې پورې، په افغانستان کې د ماشومانو او وسله والو شخړو د څارنې او راپور ورکولو په اړه د هېواد کاري ډلې د ماشومانو د حقونو د جدي سرغړونو شاوخوا ۲۸۰ قضیې ثبت کړې دي.

د راپور له مخې، دې مواردو په افغانستان کې شاوخوا ۲۲۰ ماشومان له هغې جملې ۸۷ نجونې اغېزمنې کړې دي.

راپور کې راوړل شوي د ماشومانو وژنه او معیوب کول تر ټولو عامې سرغړونې وې، چې د قضیو ۷۷ سلنه جوړوي. چاوېدونکي توکي هم د ماشومانو د مرګ ژوبلې مخکښ لامل بلل شوی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل راپور کې ویلي، دغه راز طالبانو په افغانستان کې د خبریالانو نیونې او د رسنیو بندلو ته په نامعلومو دلایلو دوام ورکړی دی.

ګوترش په هېواد کې د خوارځواکۍ وضعیت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، په ۲۰۲۶ کال کې به تر پنځه کلنۍ کم عمره ۳.۷ میلیونه ماشومان او ۱.۲ میلیونه امیندواره ښځې د حادې خوارځواکۍ سره مخ کېدونکي دي.

په راپور کې راوړل شوي، افغانستان کې له هرو دریو تنو یو هغه یې د خوړو له حادې ناامنۍ سره مخ دی او اټکل کېږي، چې ۱۳.۸ میلیونه خلک به په بحراني حالت کې وي.

ګوترش ویلي، د روان میلادي کال د آپریل له اولې د جولای تر ۳۰ مې پورې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو شریکانو د طالبانو له خوا د بشري لاسرسي په اړه د محدودیتونو ۱۵۹ قضیې راپور کړي دي.

په دې لاسوهنو کې د خدماتو ځنډول، د بشري مرستو د کارکوونکو په وړاندې تاوتریخوالی، ملکیت یا تاسیساتو ته زیان رسول، د کارمندانو توقیف او د ښځینه کارکوونکو د ګډون یا مرستې ته د ښځو د لاسرسي محدودیتونه شامل دي.

د ملګرو ملتونو سرمشني له طالبانو غوښتي، چې د دې سازمان په ښځینه کارکوونکو لګېدلي محدودیتونه لغوه کړي او په هېواد کې دې د بیان د آزادۍ او رسنیو اصول رعایت کړي.

هغه له طالبانو غوښتي، بدني سزاوې پای ته ورسوي او ډاډ ورکړي، چې له زوره کار اخیستل د نړیوالو بشري قوانینو، له هغې جملې د قانونیت، اړتیا او تناسب له اصولو سره په بشپړه توګه سمون لري.

اړوندې لیکنې

د کابل په دېوالونو لیکنې، پنځه کاله مخکې یې د تاوتریخوالي د مخنیوي ویل نن د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د رواجولو
دسته‌بندی نشده

د کابل په دېوالونو لیکنې، پنځه کاله مخکې یې د تاوتریخوالي د مخنیوي ویل نن د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د رواجولو

8 اکتوبر 2026
اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي
خبر

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

7 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي
خبر

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

6 اکتوبر 2026
د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل
خبر

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

5 اکتوبر 2026
د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه