د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

هغه ښځه چې د طلاق لپاره د طالبانو محکمې ته لاړه سر یې په زندان شو

17 سپتمبر 2026
هغه ښځه چې د طلاق لپاره د طالبانو محکمې ته لاړه سر یې په زندان شو

انځور: رخشانې رسنۍ

زېبا بلخي

افغانستان کې د یوې ۲۶ کلنې ښځې خپلوان وايي، د طالبانو محکمې هغه د طلاق غوښتنې له امله، د د دوو وړو ماشومانو سره یو ځای درې میاشتې کېږي، چې زندان ته اچولې ده.

د دې ښځې مدافع وکیل هم رخشانې رسنۍ ته تایید کړه او ویې ویل، په دوسیه کې په مشخصه توګه د زنداني کېدو حکم نه دی صادر شوی، بلکې د ځان وژنې په اړه د دې ښځې له څرګندونو وروسته، د تنبه کولو لپاره د ښځو مرکزي زندان ته اچول شوې ده.

د مرحبا* مشره خور وايي، د طالبانو محکمې هېڅ حکم نه دی صادر کړی او مرحبا یې په هغه ورځ چې د طلاق غوښتلو لپاره تللې وه، زندان ته ولېږدوله.

سرچینه وايي، په هغه ورځ چې مرحبا له محکمې زندان ته یووړل شوه، د خپل مېړه د تاوتریخوالي له امله یې د طلاق اخیستو لپاره مراجعه کړې وه.

«نور د دومره تاوتریخوالی او وهلو ټکولو زغمولو توان نه لرم. له دې ډول ژونده ستړې شوې یم، که د طلاق حکم را نه کړي، ځان وژنه کوم او له دې ژونده ځان خلاصوم.»

د خور له قوله یې، دا هغه خبرې وې، چې مرحبا د طالبانو د ښاري محکمې د مدني دیوان قاضي ته کړې وې. قاضي هم د دې د خور د خبرو تر اورېدو وروسته و ویل: «زر دا بوزۍ او زندان ته یې واچوی، چې ګناه یې پر موږ نه شي، تر څو یې عقل سر ته راشي.»

مرحبا څلور کاله ګډ ژوند د خپل مېړه له خوا په وهلو ټکولو، سپکاوي او توهین تېر کړی دی.

هغه سرچینه چې د طالبانو محکمې ته د تګ پر وخت یې د مرحبا ملتیا کوله، له دې ښځې سره د طالبانو د قاضي د چلند په اړه خپل د سترګو لیدلي حال  په اړه و ویل: «اصلآ یې ونه ویل چې دې بېچاره ښځې څومره درد کښلی، هېڅ یې خبرو ته غوږ ونه نیو، تر څو یې چې ویل مېړه مې وهي ټکوي، د مېړه خوا یې ونیوه، ویل یې ښه کوي، په همدې خاطر غواړې له مېړه جلا شې؟»

مرحبا بیا هم د خپل مېړه له خوا د وهلو ټکولو په اړه قاضي ته ډېر څه و ویل، خو د طالبانو د قاضي خبرې بیا هم ځپوونکې وې. «ته څومره بې غیرته ښځه یې [چې] د یو دوه لغتو او سوکانو په خاطر محکمې ته راغلې یې. ځه طلاق ملاق نشته. له مېړه سره د ژوند جوړ کړه.»

د سرچینې په بیان، دا سړی کابو ۴۵ کلن، خشن او عصبي، توره اوږده ږیره او عینکي وو. هغه ډېر په غوسه خبرې کولې او هېڅ یوه خبره یې هم په آرامۍ نه بیانوله.

مرحبا ادعا کوي، چې مېړه یې له یوې بلې ښځې سره نامشروع اړیکې لري.

د مرحبا خور ویلي دي، کله یې هم چې د مېړه د خیانت په اړه و ویل، قاضي و ویل، هر نارینه د څلور ښځو حق لري.

د طالبانو مشر د ۱۴۰۵ کال په غوايي میاشت کې د زوجیو جلاوالي اصولنامه  توشېح کړه، د دې سند پر بنسټ، ښځه د طلاق اخیستو لپاره باید ډېرې سختې او پېچلې لاړې طی کړي. مثلآ د طالبانو د «زوجینو جلاوالي اصولنامې» د دوه ویشتم مادې په اووم بند کې راغلي، قاضي نه شي کولی یوازې د «مېړه د ظلم او د ښځې په غوښتنه د مېړه له رضایت پرته» د هغوی د جلاوالي حکم صادر کړي. لا روښانه نه ده، چې مرحبا به تر څه وخته په زندان کې پاتې وي. کورنۍ یې وايي، په وار وار محکمې ته ورغلي، خو دوی ته ځواب نه ورکول کېږي.

له بل لوري د طالبانو د محکمو د جزايي اصولنامې پر بنسټ، مېړه ته روا ده چې خپلې ښځې ته وهل ټکول ورکړي، په دې شرط چې دا کار له شدیدو ګوزارونو سره مل نه وي. هغه موضوع چې ښځه یې باید په محکمه کې ثابته کړي.

د وکیل په وینا یې، په هغه صورت کې چې مرحبا له مېړه په جلاوالي ټینګار وکړي، د زنداني کېدو موده به یې هم ښايي اوږده شي.

د مرحبا ماشومان چې په زندان کې ورسره دي، لس میاشتنی او درې کلن دي.

د مرحبا وکیل وايي، د زندان محیط د ماشومانو لپاره مناسب نه دی او پلار یې حاضر نه شوو، چې د اولادونو مسوولیت یې په غاړه واخلي. «په جمهوریت کې کله چې یوه مور له شیدو خوړونکي یا کم عمره ماشوم سره نیول کېده، د ماشوم لرونکو ښځو لپاره په زندان کې ځانګړی ځای وو. اوس په زندان کې هر ډول تاوتریخوالی شتون لري، چې د ماشومانو په وړاندې تر سره کېږي. د زندان د ننه مرداري او کثفات خورا زیات دی. سم نه پاکېږي او بد بوی یې اوج ته رسېدلی دی. په یوه کوټه چې د پنځو ښځو د ځایدو وړتیا لري، شاوخوا ۲۰ ښځې ساتل کېږي. دا ډول محیط د شیدو خوړونکو او درې کلونو ماشومانو لپاره مناسب نه دی.»

دې وکیل ویلي، د موکل خوشي کېدل یې د طالبانو په قاضي پورې اړه لري او په وار وار د هغې د خوشي کېدو لپاره غوښتنه بې ځوابه پاتې شوې ده. «تر څو چې د قاضي په زړه د رحم اوبه تویې نه شي او ښځه یا نجلۍ د ژمنې ورکولو لپاره بیا ور وه نه غواړي. د وکیلانو هڅې کار نه ورکوي.»

رخشانه رسنۍ ونه توانېده له مرحبا سره خبرې وکړي. او همدارنګه له طالبانو د دې ښځې له مېړه سره، چې په تاوتریخوالي تورن دی.

د مرحبا مدافع وکیل وايي، مرحبا تر اوسه نه ده حاضره شوې، چې د جلاوالي له پېرېکړې پر شاه شي.

خور یې هم و ویل: «وايي چمتو نه یم، نور له مېړه سره کور ته لاړه شم. تر کومه به وهل ټکول خورم او سپکاوی او توهین به راته کېږي. په هغه ورځو کې چې د ملاقات لپاره زندان ته ورځم، خور مې رنګ تښې، ژېړه او ډنګره شوې ده. اولادونه یې هم ۲۴ ساعته ناروغان دي.»

د مرحبا خور وايي، چې هغه په ۲۰ کلنۍ کې د کورنۍ په غوښتنه، یوه ۳۳ کلن سړي ته واده شوه. دوی ادعا کوي، چې هغه سړی په نشه يي توکو روږدی دی او د دې د ژوند د لګښتونو د پوره کولو توان نه لري. «د خپلو اولادونو تر مخ زما خور وهي ټکوي. ماشومانو به هم له وېرې چیغې وهلې او ژاړل یې. چې غوسه به شو، درې کلن زوی یې هم وهلو. له خور مې یې د جامو ګنډلو ټولې پیسې اخیستې، یوه روپۍ یې هم زما خور ته نه ورکوله.»

د مرحبا خور ویلي دي، یو ځل د سږ کال په وري میاشت کې، مېړه یې په داسې ډول وهلې ټکولې وه، چې له پوزې او خولې یې وینې راغلې وې.

په دې اړه نور ولولئ...

لوګر کې یوه ښځه د مسمومیت له امله مړه او درې ماشومان یې بستر دي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د یوناما له نوې مشرې د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ غوښتنه وکړه

مخکې هم طالبانو هغه ښځې چې د طلاق غوښتنې په خاطر یا اجباري واده ته نه دي حاضرې شوې، زنداني کړې دي.

په یوه بل ورته مورد کې، تېره میاشت په دایکنډي ولایت کې یوه ښځه چې د طلاق اخیستو په لټه کې وه، د خپل مېړه له خوا د لارې په اوږدو کې په مرمیو و وژل شوه.

د «روادارۍ» بشري حقونو سازمان مشره شهزاد اکبر وايي، ښځې یا باید د کورني تاوتریخوالي سره جوړجاړی وکړي یا هم د طالبانو محکمو د عدالت د تامین غوښتنه وکړي، هغه ځای چې تر ډېره په کې ډارول کېږي او بېرته همغه کور ته لېږل کېږي، یا له هغې بدتره، له «خپلو مېړنو د نافرمانۍ» په دلیل «سزا ورکول کېږي.»

یادونه*: مرحبا مستعار نوم دی.

اړوندې لیکنې

د۱۰۰ ورځې «منډه وهه ولوله» کیسه: هغه ماشومان چې سهار یې په ورزش او کتاب پیل کړ
دسته‌بندی نشده

د۱۰۰ ورځې «منډه وهه ولوله» کیسه: هغه ماشومان چې سهار یې په ورزش او کتاب پیل کړ

19 سپتمبر 2026
ګوترش: پر ښځو د طالبانو د محدودیتونه په نړیوال نظام کې د افغانستان د ادغام مانع شوی
خبر

ګوترش: پر ښځو د طالبانو د محدودیتونه په نړیوال نظام کې د افغانستان د ادغام مانع شوی

16 سپتمبر 2026
ننګرهار کې دوه ماشومان تالاب ته لوېدلي او مړه شوي دي
خبر

ننګرهار کې دوه ماشومان تالاب ته لوېدلي او مړه شوي دي

16 سپتمبر 2026
خوست کې د ناچاودو توکو چاودنې یو ماشوم وژلی او دوه نور ټپیان دي
خبر

خوست کې د ناچاودو توکو چاودنې یو ماشوم وژلی او دوه نور ټپیان دي

15 سپتمبر 2026
په واټونو وېره په کور کنټرول، د طالبانو تر سیوري لاندې د هراتي ښځو کیسه
دسته‌بندی نشده

په واټونو وېره په کور کنټرول، د طالبانو تر سیوري لاندې د هراتي ښځو کیسه

15 سپتمبر 2026
ایران کې د یوه پخواني افغان سرتېري د ۱۳ کلن زوی د مرموزې وژنې کیسه
دسته‌بندی نشده

ایران کې د یوه پخواني افغان سرتېري د ۱۳ کلن زوی د مرموزې وژنې کیسه

13 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه