د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

لوګر کې یوه ښځه د مسمومیت له امله مړه او درې ماشومان یې بستر دي

19 سپتمبر 2026
لوګر کې یوه ښځه د مسمومیت له امله مړه او درې ماشومان یې بستر دي

انځور: رالېږلی

لوګر کې ځايي طالب چارواکي وايي، د دې ولایت مرکز پل علم ښار کې د یوې ښځې او درې ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ څلور غړي د نامعلوم دلیل له امله مسموم شوي دي.

رخشانه: لوګر کې د طالبانو د والي ویاند میرویس ابدالي وايي، دا پېښه د جمعې په شپه (د وږي ۲۷ مه) د ولایت د مرکز پل علم ښار د کډوالو په ښارګوتي کې رامنځ ته شوې ده.

د ابدالي په وینا، د یوې ښځې او دریو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ څلور غړي په نامعلوم دلیل مسموم شوي دي.

هغه زیاته کړې، د دې پېښې په ترڅ کې د دې کورنۍ مور ژوند له لاسه ورکړی او دوه لونې او یو زوی یې مسموم شوي دي.

لوګر کې د طالبانو د والي ویاند وايي، د مسموم شویو ماشومانو روغتیايي وضعیت خراب وو او د درملنې لپاره کابل ته ولېږدول شول.

په دې اړه نور ولولئ...

«رواداری» بنسټ له افغان ښځو سره د پیوستون او طالبانو له خوا د ښځو ځپلو عادي کولو ته د نه ویلو په موخه غونډه وکړه

یوناما: کابل او هرات کې کابو ۵۲ ښځې او نجونې توقیف یا نیول شوې

تر اوسه د دې پېښې علت نه دی څرګند او د طالبانو امنیتي ځواکونو په دې اړه خپلې پلټنې پیل کړې دي.
له بل لوري د پل علم د کډوالو په ښارګوتي کې سرچینې وايي، ګمان کېږي، چې مسموموونکي مواده د دې کورنۍ ډوډۍ ته اچول شوي وي. دا ادعا د طالبانو له خوا نه ده تایید شوې.

لوګر کې ځايي طالب چارواکو ویلي دي، د دې پېښې د اصلي علت معلومولو لپاره د دوی څېړنې دوام لري.

اړوندې لیکنې

د کابل په دېوالونو لیکنې، پنځه کاله مخکې یې د تاوتریخوالي د مخنیوي ویل نن د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د رواجولو
دسته‌بندی نشده

د کابل په دېوالونو لیکنې، پنځه کاله مخکې یې د تاوتریخوالي د مخنیوي ویل نن د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د رواجولو

8 اکتوبر 2026
اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي
خبر

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

7 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي
خبر

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

6 اکتوبر 2026
د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل
خبر

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

5 اکتوبر 2026
د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه