د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د یوناما له نوې مشرې د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ غوښتنه وکړه

19 سپتمبر 2026
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د یوناما له نوې مشرې د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ غوښتنه وکړه

انځور: یوناما

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اجرائیه مدیرې سیما باهوس د یوناما له نوې مشرې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې رباب فاطمه، څخه د افغان ښځو له حقونو د ملاتړ لپاره د همکارۍ غوښتنه وکړه.

رخشانه: باهوس نن (شنبې د وږي ۲۸مه، په خپله اېکس پاڼه د یوناما د نوې مشرې او ملګرو ملتونو د سرمشني د ځانګړې استازې په توګه، د رباب فاطمه له ټاکل کېدو هرکلی وکړ.

هغې لیکلي: «په دې حساس وخت کې د ټولو افغان ښځو او نجونو د حقونو، غږ او د مشرۍ رول د ملاتر لپاره، د هغې ګډې همکارۍ ته سترګې په لار یو.»

د یوناما نوې مشرې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه هم د سیما باهوس د پوسټ په بیا خپرولو سره، په خپله اېکس پاڼه د همکارۍ لپاره د چمتوالي اعلان کړی دی.

افغانستان کې د یوناما نوې مشرې لیکلي دي: «له شک پرته د موږ د ښې همکارۍ د دوام لېواله یو! د تاسو له ټولو هغو هڅو چې د ښځو د پیاوړتیا لپاره هم ترسره کړې، منندوی یو!»

په دې اړه نور ولولئ...

د کابل په دېوالونو لیکنې، پنځه کاله مخکې یې د تاوتریخوالي د مخنیوي ویل نن د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د رواجولو

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

یوناما کابو میاشت وړاندې اعلان وکړو چې بنګله دېشۍ دیپلوماته رباب فاطمه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازې په توګه ټاکل شوې ده.

رباب فاطمه د قزغیزستاني دیپلوماتې روزااوتونبایوا، چې کاري موده یې د ۲۰۲۵ په سپتمبر کې پای ته ورسېده، ځای ناستې شوه.

د هغې د ماموریت له پای ته رسېدو وروسته، د یوناما سیاسي مرستیال جورجت ګانیون، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ سرپرستي په غاړه درلوده.

اړوندې لیکنې

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي
خبر

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

6 اکتوبر 2026
د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل
خبر

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

5 اکتوبر 2026
د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026
د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه
خبر

د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

5 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه