د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بې پولې ډاکتران: د سیني او رحم سرطان کابو ۸۰ سلنه مړینه په لږ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې رامنځ ته کېږي

21 سپتمبر 2026
بې پولې ډاکتران: د سیني او رحم سرطان کابو ۸۰ سلنه مړینه په لږ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې رامنځ ته کېږي

انځور: رخشانې رسنۍ

د بې پولې ډاکتران سازمان (MSF) اعلان کړی، چې نړې کې د سینې او رحم د سرطان شاوخوا ۸۰ سلنه مړینه، په کم یا د منځنۍ کچې عاید لرونکو هېوادونو کې رامنځ ته کېږي.

رخشانه: د بې پولې ډاکترانو سازمان وايي، په ډېری هېوادونو کې، چې دا بنسټ په کې فعالیت کوي، سرطان د عمومي روغتیا لپاره مخ په زیاتېدونکي ګواښ بدل شوی او ښځې په نامتناسب ډول ترې زیان ویني.

دې سازمان ویلي، د لومړي ځل لپاره به د سرطان په نړیوال کنفرانس کې، چې روانه اوونۍ د چین په هانګ کانګ کې جوړېږي، د مالي او مالاوي په هېوادونو کې به د سرطان د درملنې پروګرام خپلې تجربې وړاندې کړي.

یاد سازمان زیته کړې، په ټوله نړۍ کې د سیني او رحم د سرطان له امله شاوخوا ۸۰ سلنه مړینې په لږ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې رامنځ ته کېږي.

د روغتیا نړیوال کارپوهان اټکل کوي، چې تر ۲۰۲۵ پورې به په دې هېوادونو کې د سرطان پېښې ۱۵۰ سلنه زیاتې شي.

دوی ویلي، سرطان ان په نازک چاپېریال او بشري بحرانونو کې هم کشف، مخنیوی او درملنه کېدای شي، که چېرې د سرطان سره مخ خلک همغږي، مناسب او کابي سرچینې لرونکو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ولري.

د دې بنست په وینا، په ډېری چاپېریانو کې محدودې سرچینې، لوړ لګښتونهو د درملو کمښت او د متخصصو کارکوونکو کمولی د سرطان ناروغانو د درملنې او پاملرنې مخه نیسي.

د بې پولې ډاکترانو په سازمان کې روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي لپاره د حق غوښتنې سلاکار ډاکتر زراک جان وايي، لوړ لګښتونه، د خدماتو او د مناسبو اسانتیاوو نشتوالی، د سرطان د ډېری ناروغانو د درملنې د لاسرسي مخه نیسي.

په دې اړه نور ولولئ...

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

هغه ټینګار کړی: «د دې وخت رارسېدلی چې هېوادونه او بنسپنه ورکوونکي، د دې تشې د ډکولو لپاره پیاوړې سیاسي اراده وښيي.»

دی وايي، هېوادونه باید د سرطان په پاملرنه کې پانګونه وکړي، تر څو په محدود چاپېریال کې د دې ناروغۍ سره د خلکو لپاره د تشخیص او درملنې مېتودونو ته لاسرسی چمتو کړي.

اړوندې لیکنې

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026
د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه
خبر

د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

5 اکتوبر 2026
غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې
خبر

غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې

4 اکتوبر 2026
د ښځو کیسې، ولې له طالبانو سره مبارزه اړینه او په کورنو کې له طالبي فکر سره تر هغې زیاته اړینه ده؟
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې، ولې له طالبانو سره مبارزه اړینه او په کورنو کې له طالبي فکر سره تر هغې زیاته اړینه ده؟

4 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه