د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: د ښځو له شتون پرته ریښتینې سوله امکان نه لري

21 سپتمبر 2026
معترضې ښځې: د ښځو له شتون پرته ریښتینې سوله امکان نه لري

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د «ښځو د آزادۍ شبکې» (FWN) غړو د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، رښتینې سوله، د ښځو لپاره د آزادۍ، عدالت او برابرۍ پرته امکان نه لري.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو نن (دوشنبې د وږي ۳۰ مه) له افغان ښځو او نجونو د نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه وکړه.

دوی په اعلامیه کې لیکلي دي: «تل پاتې سوله یوازې د جګړې او تاوتریخوالي په پای ته رسېدو تحقق نه مومي. بلکې آزادۍ، عدالت، برابرۍ او انساني کرامت درناوي ته اړتیا لري.»

د «ښځو د آزدۍ شبکې» غړو ویلي، افغان ښځې او نجونې لا هم د زده کړو، کار، بیان آژادۍ او په ټولنه کې د ګډون له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.

د معترضو ښځو په وینا، «هغه سوله چې په کې د ټولنې نیمايي وګړي له خپلو اساسي حقونو محروم وي، نه شي کولی تل پاتې او عادلانه وي.»

دوی په افغانستان کې د ښوونځیو او پوهنتونو د دروازو پرانستو، د کار او اساسي خپلواکیو د حق د تضمین او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي او سیستماتیک تبعیض د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

په دې اړه نور ولولئ...

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

د ښځو د آزادۍ شبکې غړو له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغان ښځو غږ واوري او د هغوی له حقونو او خپلواکیو ملاتړ وکړي.

اړوندې لیکنې

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)

12 نوومبر 2026
 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)
دسته‌بندی نشده

 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)

12 نوومبر 2026
افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه
دسته‌بندی نشده

افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه

11 نوومبر 2026
د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»
دسته‌بندی نشده

د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»

10 نوومبر 2026
افغان ښځو د ۲۰۲۶ کال د «چتم هاوس» جایزه وګټله
خبر

افغان ښځو د ۲۰۲۶ کال د «چتم هاوس» جایزه وګټله

10 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه