د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یوناما: تل پاتې سوله هغه وخت مانا لری چې د ښځو له ګډون سره مل وي

21 سپتمبر 2026
یوناما: تل پاتې سوله هغه وخت مانا لری چې د ښځو له ګډون سره مل وي

انځور: یوناما

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) د سولې نړیوالې ورځې سره سم ویلي، تل پاتې سوله هغه وخت مانا لري، چې ښځې او نجونې د هېواد راتلونکو ټولنو په جوړېدو کې برخه ولري.

رخشانه: یوناما نن (دوشنبې د وږي ۳۰ مه) په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، سږ کال د سولې نړیواله ورځ «د سولې لپاره پانګونه، د ټولو لپاره، په هر ځای او هره ورځ» ده.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ویلي «سوله د یوې ښې راتلونکې جوړولو لپاره یو فعال او شعوري غوراوی دی.»

دې بنسټ لیکلي دي: «د تل پاتې سولې موندل یوازې د جګړې د نه شتون په مانا نه دی. دا کار پر خلکو دوامداره پانګونې، زده کړو، د ګټې فرصتونو او انساني کرامت ته اړتیا لري.»

یوناما زیاته کړې، تل پاتې سوله د ګډون پر ستنه ولاړه ده او هغه مهال لا کلکوالی مومي، چې ښځې او نجونې په مانا لرونکې توګه د خپل هېواد د راتلونکو ټولنو په جوړولو کې برخه ولري.»

په دې اړه نور ولولئ...

د کابل په دېوالونو لیکنې، پنځه کاله مخکې یې د تاوتریخوالي د مخنیوي ویل نن د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د رواجولو

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش هم په یوه بیانیه کې ویلي، « له یوې داسې نړۍ سره مخ یو چې [سوله] په کې په خطرناک ډول پیدا کېدونکې ده او ټولنې د تاوتریخوالي او اختلافاتو له امله متزلزله شوې دي.»

ګوترش زیاته کړې، په نړۍ کې جګړې د پراخېدو او پېچلي کېدو له پلوه مخ پر زیاتېدو دي، له پولو اوړي او خلکو ته پراخ کړاونه او زیانونه ور په برخه کوي.

هغه ټینګار کړیو چې داوطلبان، د سولې مدافعین، د مدني ټولنې مشران، سوله ساتي ځواکونه او سوله جوړونکي، درزونه پټوي، ټولنې متحدې کوي او د خبرو اترو لپاره هڅې کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د نړۍ له مشرانو غوښتي، چې د سوله ییزې راتلونکې لپاره پر ټولو خلکو پانګونه وکړي.

اړوندې لیکنې

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي
خبر

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

6 اکتوبر 2026
د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل
خبر

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

5 اکتوبر 2026
د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026
د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه
خبر

د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

5 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه