د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

«د ښځو لپاره آسیايي پوهنتون» لسګونه افغان زده کړیالانې وباسي

22 سپتمبر 2026
«د ښځو لپاره آسیايي پوهنتون» لسګونه افغان زده کړیالانې وباسي

انځور: د ښځو لپاره آسیايي پوهنتون

بنګله دېش هېواد کې د «ښځو لپاره آسیايي پوهنتون» (AUW) کې د محصلینو تر منځ سرچینې وايي، دې پوهنتون تصمیم نیولی، چې شاوخوا ۱۶۰ افغان زده کړیالانې اخراج کړي.

رخشانه: یوې افغان زده کړیالې ویلي، دا پرېکړه په دې وروستیو کې د «ښځو لپاره آسیايي پوهنتون(AUW) کړې ده.

د دې زده کړیالې په وینا، دا پرېکړه وروسته له هغې شوې، چې د افغان نجونو یوې ۱۶۰ کسیزه ډلې، وروسته له هغې، چې خپلو ملاتړو ته یې یو اعتراضي برېښنالیک ولېږه، د پوهنتون له خوا په ایستلو سره وګواښل شوې.

تر اوسه معلومه نه ده، چې څو تنه زده کړیالانې به په جبري توګه افغانستان ته ولېږل شي. د سرچینې په وینا، له بنګله دېش نه د افغان زده کړیالانو د ایستلو لړۍ دوام لري.

هغې ویلي، له کال زیاده موده کېږی، هغه افغان زده کړیالان، چې د رخصتۍ په وخت کې افغانستان ته تللي، ډېری هغو یې بنګله دېش ته د بېرته تګ امکان نه درلود.

نوموړې زیاته کړې، ډېری له دې زده کړیالانو اوس حیران پاتې دي او پوهنتون د وضعیت ته د رسېدنې او وېزو د ورکړې په اړه د هغوی اېمېلونو ته ځواب نه ورکوي.

د دې زده کړیالې په وینا، یو شمېر افغان محصلینې، د کابل لوېدیځ کې د سیدالشهدا ښوونځي زده کوونکې دي.

افغان زده کړیالانو د «ښځو لپاره د آسیايي پوهنتون» د دې پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې وايي، افغانستان ته د ایستو په صورت کې به «قرباني» شي.

یوې افغان زده کړیالې ویلي: «که افغانستان ته وګرځو، بیا پوهنتون ته د راتګ چانس نه لرو، کلونه مو چې درس ویلی، بې ځایه ځي.»

د ښځو لپاره آسیايي پوهنتون واک ته د طالبانو له بیا راتګ وروسته له افغانستان څخه د محصلینو جذبولو ته شدت ورکړی وو. دا پوهنتون د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته، د افغان زده کړیالانو په ایستلو پیل کړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

«رواداری» بنسټ له افغان ښځو سره د پیوستون او طالبانو له خوا د ښځو ځپلو عادي کولو ته د نه ویلو په موخه غونډه وکړه

یوناما: کابل او هرات کې کابو ۵۲ ښځې او نجونې توقیف یا نیول شوې

معلومه نه ده، چې له دې پوهنتون څخه به څومره افغان زده کړیالانې و ایستل شي.
تر اوسه «د ښځو لپاره آسیايي پوهنتون» په دې اړه وضاحت او د رخشانې رسنۍ اړیکو ته یې هم ځواب نه دی ورکړی.

اړوندې لیکنې

د کابل په دېوالونو لیکنې، پنځه کاله مخکې یې د تاوتریخوالي د مخنیوي ویل نن د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د رواجولو
دسته‌بندی نشده

د کابل په دېوالونو لیکنې، پنځه کاله مخکې یې د تاوتریخوالي د مخنیوي ویل نن د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د رواجولو

8 اکتوبر 2026
اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي
خبر

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

7 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي
خبر

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

6 اکتوبر 2026
د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل
خبر

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

5 اکتوبر 2026
د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه