د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

«زموږ په کور کېناستل، د طالبانو هیله ده»

22 سپتمبر 2026
«زموږ په کور کېناستل، د طالبانو هیله ده»

انځور: رخشانې رسنۍ

رها آزاد

په کیسه کې، په بدخشان کې له اتو زیاتو ښوونکو سره خبرې اترې شوې دي، چې وايي، په ساعتونو ساعتونو کار کوي، لږ ګټه اخلي او جنسیتي تبعیض تجربه کوي، خو بیا هم ښوونې ته دوام ورکوي.

ولې؟

۳۱ کلنه رحیمه یو له همدوی ده: «دا کار زما لپاره یوه مانا لري. مثلآ که و وایم تنخوا ښه نه ده او نه باید دوام ورکړم. مانا دا چې شته وضعیت ته، چې طالبانو رامنځ ته کړی، تسلیم شوې یو او دا چې د طالبانو غوښتنه او هیله زموږ په کور کېنول دي، ان که هېڅ معاش هم تر لاسه نه کړم، بیا هم راځم او تدریس کوم.»

رحیمه د بدخشان فیض آباد ښار کې د یوه خصوصي ښونځي ښوونکې ده. هغه د اوونۍ ټولې رسمي ورځې، هره ورځ پنځه ساعته کار کوي او د مایشتې په پای کې یوازې څلور زره افغانۍ معاش تر لاسه کوي.

رحیمه هر سهار خپله تر ځان لوی تور ټکری تاووي، چې یوازې دوه سترګې یې ترې معلومېږي او خپل کار ځای ته ځي. هغه نجلۍ چې د طالبانو تر راتګ وړاندې یې په پوهنتون کې ادبیات ولوستل او په ژب پوهنه کې یې ماسټري واخیسته. «په دورو کې چې محصله وم، هم مې کار کاوه او تل به مې دوستانو او همکارانو ته ویل، چې په افغانستان کې په کور کېناستل او بیا په ځانګړې توګه په دې شرایطو کې، زموږ ښځو ژورخفګان، محرومیت منل او تر لاس لاندې کېدل دي، انسان باید تل له کوره د باندې یوه لار او یو کار پیدا کړي.»

رحیمه کریمي په یوه ۱۲ کسیزه کورنۍ کې د بدخشان ولایت په مرکز کې ژوند کوي. هغه وايي، داسې وخت هم راغلی، چې څو میاشتې یې معاش نه دی اخیستی او کله کله هم ان د لارې کرایه یې نه درلوده، خو بیا یې هم دوام ورکړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

«په خپله ټوکه پښېمانه شوم شوم» د نجونو نړیواله ورځ او د هغه کورنیو کیسې چې د خپلو لوڼو راتلونکې یې د محدودیتونو په منځ کې ورکه کړې ده

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی

د طالبانو د بیا واکمنۍ د پیل له ورځې، د ښځو حذفول د دې ډلې رسمیت سیاست دی. د لسګونو فرمانونو لګول، چې له ټولنیز ژوند نه د ښځو په لرې کولو تمام شوی، لا هم دوام لري. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مخکې په یوه راپور کې ویلي، په افغانستان کې د ښځو د حذفولو مساله د عادي کېدو په حال کې ده.

خو د ۲۸ کلنې سمیې* لپاره دا وضعیت د منلو نه دی. «خوښ یو چې لږ تر لږه دا ښوونځی لرو.»

هغه وايي، یوازې په دې دلیل، له تبعیض څخه ډک چاپېریال کې په ساعتونو ساعتونو کار زغمي، چې پرېنږدي، له ټولنې د ښځو حضور په بشپړه توګه حذف شي.

سمیې په پوهنتون کې تاریخ لوستی دی. هغه په یوه خصوصي ښوونځي کې ښوونکې او په میاشت کې یوازې پنځه زره تنخوا اخلي. په داسې حال کې، چې له طالبانو وړاندې په پوهنتون کې استاده وه.

هغه وايي، هغه مهال یې له ۱۲ تر ۱۵ زره افغانۍ معاش اخیست. خو اوس د هغه کار ارزښت چې دا یې کوي خورا زیات دی.

سمیه د درې نیم بېیه اولادونو مور ده.

ځینې جزیات د هغوی د پېژندنې له وېرې له کیسو څخه لرې کړای شوي دي.

سمیه وايي، هیله لري یوه ورځ طالبان له افغانستان څخه ولاړ شي او ښځې په آرامه او انساسي ډول ژوند وکړي.

یوه بله ښوونکې ۲۴ کلنه ساره* وايي، هره ورځ د سهار له ۷ د غرمې تر ۱۲ بجو پورې درس ورکوي او په پای کې هم د میاشتې یوازې ۳ زره افغانۍ تر لاسه کوي.

ساره د بدخشان پوهنتون له شرعیاتو څانګې فارغه شوې ده. نوموړې وايي، د معلمۍ په تنخوا یوازې کولی شي د ژوند واړه لګښتونه برابر کړي. خو دې کار ته په کور له کېناستو او ژور خفګان څخه ترجیح ورکوي. «ورور مې وايي، ستا تنخوا ته خو څوک اړتیا نه لري، ان خپلې اړتیاوې دې هم نه شي پوره کولی، په څه خاطر دې ځان دومره په زحمت کړی، خو دا چې ما ته مانا لري او له زده کوونکو سره وخت راباندې ښه تېرېږي، ځم.»

ساره له درېیم تر شپږم ټولګي پورې نجونو ته درس ورکوي او وايي، د زده کوونکو هیلې یې دا دي، چې ډاکتره، انجینره او خبریالې شي. هم احساسي او هم غموونکې شېبې ورته پيدا کېږي: «یو ځل مې له زده کوونکو په دې اړه چې غواړي په راتلونکې کې څه جوړه شي پوښتنه وکړه، په دې منځ کې یوازې ۲۵ زده کوونکو مې و ویل او نورې غلې وې او یا یې ترخه مسکا سره ویل، هېڅ هم نه، ځکه اجازه نه لرو چې لوست وکړو.»

ساره هم په ښوونځیو کې د نارینه او ښځینه ښوونکو تر منځ له دوه ګوني او له تبعیضه ډک چلند څخه سرټکوي. دا وايي، له هرې ښځينه ښوونکې لپاره چې له نارینه سره یو شان زده کړې لري او ان له نارینه وو  زیات کار کوي، بیا هم له نارینه ښوونکو ټیټ معاش ښځينه ښوونکو ته ورکول کېږي.

نوموړې وايي، دا چې د ښوونځي چاپېریال یې د ښځنه ښوونکو او زده کوونکو چې نجونې دي، ډېره په زړه پورې او خوښوي یې.

په فیض آباد کې د یوه خصوصي ښوونځي مدیره ۳۹ کلنه ذکیه مخلص* (مستعارنوم) وايي، ځینې کسان چې د تدریس لپاره غوښتنه کوي، وايي ان که هېڅ مزد هم تر لاسه نه کړي، چمتو دي، چې راشي او درس ورکړي.

بدخشان کې د ښځو حقونو فعاله ۳۳ کلنه ثنا ستایش* و ویل: «کله چې ښځې د کار لپاره له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي، ځینې ښوونځي له دې وضعیت څخه ناوړه ګټه اخلي او ټیټ معاشونه ورته ټاکي. ښځې هم اړ کېږي، په همغه ټیټ معاش کار وکړي، ځکه نور فرصتونه ورته نشته.»

د ښځو د حقونو دا فعال زیاتوي، سره له دې چې تنخوا کمه ده، خو د ډېری ښوونکو لپاره د کار دوام د تنخوا په خاطر نه دی. «په دې شرایطو کې د یوې ښځې لپاره همدا چې له کوره ووځي او کار وکړي، خپله مهم دی.»

اړوندې لیکنې

ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تېرو دریو کلونو کې یو زر ۴۱۵ ماشومان وژل شوي او معلول شوي دي
خبر

ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تېرو دریو کلونو کې یو زر ۴۱۵ ماشومان وژل شوي او معلول شوي دي

10 اکتوبر 2026
ملګرو ملتونو د طالبانو په واکمنۍ کې د ماشومانو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د ۲۴ پېښو د ثبت خبر ورکړی
خبر

ملګرو ملتونو د طالبانو په واکمنۍ کې د ماشومانو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د ۲۴ پېښو د ثبت خبر ورکړی

10 اکتوبر 2026
«هېڅ کله تسلیم نه شۍ» د لومړنۍ افغان آس سپرې پیغام
دسته‌بندی نشده

«هېڅ کله تسلیم نه شۍ» د لومړنۍ افغان آس سپرې پیغام

10 اکتوبر 2026
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو په لیکو کې «بچه بازي» او د هلکانو ګمارل لا هم دوام لري
خبر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو په لیکو کې «بچه بازي» او د هلکانو ګمارل لا هم دوام لري

10 اکتوبر 2026
زکیه خدادادي د پاریس د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري پاراتکواندو» سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه
خبر

زکیه خدادادي د پاریس د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري پاراتکواندو» سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

10 اکتوبر 2026
«رواداری» بنسټ له افغان ښځو سره د پیوستون او طالبانو له خوا د ښځو ځپلو عادي کولو ته د نه ویلو په موخه غونډه وکړه
خبر

«رواداری» بنسټ له افغان ښځو سره د پیوستون او طالبانو له خوا د ښځو ځپلو عادي کولو ته د نه ویلو په موخه غونډه وکړه

8 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه