د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

مدني بنسټونه: طالبانو د جنسیتي توپیر بنسټیز کولو لپاره د ښځو په وړاندې جګړه سخته کړې

25 سپتمبر 2026
په واټونو وېره په کور کنټرول، د طالبانو تر سیوري لاندې د هراتي ښځو کیسه

انځور: رخشانې رسنۍ

یو شمېر مدني بنسټونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، طالبانو په افغانستان کې د ښځو په وړاندې جګړه سخته کړې، تر څو خپل د جنسیتي توپیر بنسټیز کړای شوی نظام، لا تثبیت کړي.

رخشانه: دې مدني بنسټونو نن (جمعه د تلې ۳ مه) د ښځو په وړاندې د تبعیض له منځه وړلو د کنوانسیون په چوکاټ کې د طالبانو په تړاو د استرالیا، کاناډا، المان او هالنډ د حقونو بهیر دوه کلن کېدو ته په اشارې له دې څلورو هېوادونو وغوښتلو چې دې بهیر ته دوام ورکړي.

د دې بنسټونو په بیانیه کې راغلي دي: «د افغانستان په اړه د ICJ-CEDAW نوښت له اعلان څخه دوه کاله وروسته، افغان ښځې په دې مهمه قانوني پروسه کې د دوامداره عمل، دوامداره مشورو او ډېرې روڼتیا غوښتونکي دي.»

د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په ۲۵ مه، د آسترالیا، کاناډا، جرمني او هالنډ حکومتونو د د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض له منځه وړلو کنوانسیون (CEDAW) لاندې د ښځو او نجونو د حقونو د سیستماتیکو سرغړونو لپاره د طالبانو د مسوول ګرځولو ژمنه اعلان کړه، چې احتمال لري، دا قضیه د نړیوالې جنايي محکمې (ICJ) ته راجع شي.

د مدني ټولنې سازمانونو ویلي، د دې قانون نوښت له اعلان څخه دوه کاله وروسته هم، د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ناورینونکی پاتې دی.
د دې بنسټونو په وینا، طالبانو د ښځو په وړاندې جګړې ته شدت ورکړی تر څو د جنسیتي توپیر بنسټیز شوی نظام لا زیات تثبیت کړي.

دغو بنسټونو ټینګار کړیو چې [په افغانستان کې] د بشري حقونو د سرغړونو شدت او دوامداره زیاتوالي ته په پام سره، د دې پروسې په اړه ډېره روڼتیا په زیاتېدونکې توګه مهمه شوې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د دې بنسټونو په وینا، طالبانو د ځپوونکو قوانینو او فرمانونو په صادرولو سره، د ښځو او نجونو په وړاندې ظلم او تبعیض عادي کړی او هر ډول مخالفت جرم ګڼي.

دغو بنسټونو ویلي، طالبانو د «محکمو د جزايي اصولنامې» په توشېح کولو سره، په اغېزمنه توګه د جنسیت پر بنسټ د حقونو سرغړونکو ته معافیت ورکړی دی او د زوجینو جلاوالي قانون په توشېح سره یې« په ضمني ډول د ماشومتوب واده قانوني کړی او په واده کې یې د ښځو بنسټیز واک له منځه وړی دی.»

د مدني ټولنې سازمانونو نغوته کړې، چې د طالبانو د «امربالمعروف» قانون په ټول هېواد کې د ښځو او نجونو د سختو او تاوتریخوالي ډکو ظلمونو لامل شوي دي.

دې بنسټونو ویلي، هېڅ بل هېواد خپلې ښځې او نجونې د حکومت له خوا د لګول شویو محدودیتونو او ناوړه ګټې اخیستنې دومره سختې کچې ته نه رسوي، لکه څنګه چې اوس مهال د طالبانو تر ولکې لاندې په افغانستان کې رامنځ ته کېږي.

مدني بنسټونو ویلي، د CEDAW نوښت د افغان ښځو او نجونو د حقونو دوامداره سیستماتیک سرغړونې ته فرصت برابروي، چې د نړیوال قانون له مخې د مجرمینو لپاره پایلې ولري.

د مدني بنسټونو په وینا، د دې نوښت له اعلان نېږدې دوه کاله وروسته، لا هم د CEDAW کنوانسیون د ۲۹ مادې پر بنسټ د شخړو د حل لپاره د خبرو اترو کومه څرګنده نښه نشته.

دې بنسټونو ټینګار وکړ، چې له دې نوښت وروستهو طالبانو په ښځو او نجونو باندې محدودیتونه پراخ او بنسټیز کړل او د وضعیت د ښه کولو لپاره یې هېڅ اقدام نه دی کړی.

مدني بنسټونو د طالبانو له خوا د افغان ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونو په یادولو سره، د آسترالیا، کاناډا، جرمني او هالنډ له حکومتونو وغوښتل، چې د ۲۹ مې مادې سره سم د راتلونکې حل لپاره لپاره اقدام وکړي.

د دې بنسټونو په وینا، دا کار د نوښت تحرک او اعتبار ساتي او ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې شوې ژمنې په ورته بېړني حالت او شفافیت سره تعقیب کېږي، چې وضعیت ورته اړتیا لري.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه