د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ملګرو ملتونو مرستیال سرمنشي: د افغانستان د راتلونکې په اړه د ښځو غږ او حقونه باید د خبرو اترو اصلي محور وي

25 سپتمبر 2026
د ملګرو ملتونو مرستیال سرمنشي: د افغانستان د راتلونکې په اړه د ښځو غږ او حقونه باید د خبرو اترو اصلي محور وي

انځور: X/@UNHumanRightsNY

د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او په نیویارک کې د دې سازمان د بشري حقونو د دفتر مشر کلودیا فوینټس جولیو ویلي، د افغانستان د راتلونکې په اړه د ښځو غږ او حقونه باید د خبرو اترو اصلي محور وي.

رخشانه: جولیو پرون ناوخته (پنشنبې د تلې ۲ مه) په خپله @ پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، چې د بشري او ښځو د حقونو د یو شمېر فعالانو سره یې لیدلي دي.

هغه په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د افغان وګړو د بشري او ښځو د حقونو د فعالانو کیسې «الهام بښوونکې» دي.

د ملګرو ملتونو مرستیال سرمنشي، د جنسیتي توپير په وړاندې د هغوی مېړانه او هوډ ستایلی دی.
نوموړي لیکلي: «د جنسیتي توپير په وړاندې د دوی زړورتیا او هوډ هېڅ شک نه پرېږدي، چې د افغان مېرمنو حقونه او غږ باید د افغانستان د راتلونکې په اړه د ټولو بحثونو اصلي محور وي.»

طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې له ۱۰۰ زیات فرمانونه صادر کړي دي او د سختو او هدفي محدودیتونو په لګولو سره یې، د نیمايي وګړو حقونه له منځه وړي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

د کابل په دېوالونو لیکنې، پنځه کاله مخکې یې د تاوتریخوالي د مخنیوي ویل نن د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د رواجولو

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

دې ډلې د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د سختو او پراخو محدودیتونو لګولو سره، د جنسیتي ځپنې د نظام په بنسټیز کېدو او ټینګېدو تورن دي.

د بشري او ښځو د حقونو فعالانو په وار وار له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژني.

اړوندې لیکنې

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي
خبر

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

6 اکتوبر 2026
د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل
خبر

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

5 اکتوبر 2026
د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026
د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه
خبر

د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

5 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه