«فرېبا اندېشمند» د بامیانو د سیمه ییز کار و بار په بازار کې یو پېژندل شوی نوم دی. هغه په کم عمر او لویو هیلو غواړي، د بامیانو لبنیاتي محصولات په ځانګړې توګه «کورت» نړیوالو بازارونو ته ورسوي.
فرېبا د بامیان د شیبر ولسوالۍ او ۲۸ کلنه ده. هغې اته کاله وړاندې د یوه واړه سیمه ییز کار و بار په جوړولو سره، نن ورځ یو داسې شرکت اداره کوي، چې له سلو زیاتې ښځینه کارکوونکې لري.
نوموړې وايي، د دې کار و بار فکر یې هغه مهال سر ته ورسېد، چې لیدل یې څه ډول د کلیوالي ښځو د لاس د کړاو ګټه دوی ته نه ورسېږي. «په کلیو کې ښځې ډېره خواري کوي، خو نه شي کولی د خپلې خوارۍ په بدل کې مناسبې پیسې تر لاسه کړي، له همدې امله ښځې تل له اقتصادي ستونزو سره مخ وي.»
فرېبا وايي، خپل کار و بار یې «روزنه سعادت» نومولی دی، په دې تمه چې پخوانی کار یې د کلیوالو ښځو د اقتصاد ښه کولو لپاره وي.
د بامیانو طبیعت د غرونو له امله د مالدارۍ او اهلي حیواناتو د روزلو لپاره مناسب دی. له بلې خوا د دغو حیواناتو نسل پالنه د دغه ولایت د کورنیو د اقتصاد لویه برخه جوړوي.
د بامیانو خلک په دودیزو او نیمه صنعتي لارو، بېلا بېل محصولات تولیدوي، لکه کورت، شیدې، مستې، کوچ، چکه، رش (د شیدو سر) او ژېړ غوړي.
کورت د دې ولایت یو له تر ټولو پېژندل شویو سوغاتونو څخه دي. د بامیانو په ځانګړې توګه د قرغنه تو سیمې کورت، د ښه خوند، طبیعي غوړوالي او زیاتې مودې له امله ښه شهرت لري.
کورت د افغانستان یو دودیز لبني محصول دی، چې له ترو یا مستو جوړېږي.
فرېبا وايي، که زمینه برابره وي، دا محصول له هېواده بهر د صادرولو وړتیا لري. «موږ دوه عمده او اساسي هدفونه لرو، لومړی د بامیانو د لبني محصولاتو معرفي د هېواد د ولایتونو او په نړیواله کچه، او دویم د ښځو د اقتصادي وړتیا پورته کول. موږ غواړو مالداره ښځې له اقتصادي پلوه ځان بساینې ته ورسېږي او د کورنیو اقتصادي کچه پورته لاړه شي.»
د افغانستان په کلیوالي سیمو کې ښځې او نجونې، د اولادونو د روزنې او د کور د کارونو سربېره، د کاري ځواک د پام وړ برخه هم جوړوي. خو په مشخصه توګه کوم ځانګړی مزد نه تر لاسه کوي او د مالکیت حق نه لري.
له دې ټولو خواریو سره سره، ملګرو ملتونو ویلي، کلیوالي ښځې تر ډېره له څو اړخونو کړېږي.
فرېبا تر اوسه څلور تولیدي ګروپونه جوړ کړي، په هر ګروپ کې ۲۵ ښځې شاملې دي. «هغه ښځې، چې په تولیدي ګروپونو کې کار کوي، لومړني لبني مواد راټولوي او موږ یې د شرکت د موټر پر مټ دا لبني مواد راټوو او پیسې يې د دروازې په خوله کې ورکوو، په دې توګه هغوی هم له کوره کار کوي او هم یې لبنیات په مناسبه بیه پلورل کېږي.»
فرېبا د «روزنه سعادت» لبنیاتي شرکت له لارې د کلیوالي ښځو د زده کړو له لپاره، د ښځو لبني محصولاتو د تولید زمینه برابروي. «هر کال د دې ګروپونو لپاره د بېلا بېلو زده کړو پروګرامونه د دوی له اړتیاوو سره سم تنظیموو او هغوی ته د روغتیايي مواردو د رعایت کولو د څرنګوالي، د محصولاتو ډېروالي او همدارنګه د مالونو د تغذیې او روزنې په اړه زده کړې ورکوو.»
دا وايي، تر اوسه یې د ښځو لپاره د زده کړې دوه پروګرامونه جوړ کړي دي.
د فرېبا شرکت تر اوسه توانېدلی په افغانستان کې درې استازولۍ پرانیزي، کابل، د بامیانو په مرکز او یو ځای هم د بامیان د شیبر ولسوالۍ اړوند د «حاجي ګګ کوتل» په سیمه کې.
فرېبا خپل کار په ډېره کمه پانګونه ۵۰ زره افغانۍ پیل کړ، هغه وخت یې یوازې خپله کار کاوه او اوس د هغې پانګه له یو میلیون افغانیو لوړه شوې ده. «هڅه مې وکړه، نورو ښځو ته هم دا انګېزه ورکړم، چې د سوداګرۍ کار و بار پیل کړي، څو تنه ګاونډینو مې له ما په نمونې اخیستو سره د سوداګرۍ کار و بار پیل کړ او اوس یې کار ښه روان دی.»
فرېبا غواړي سیمه ییز محصول نړیوال کړي، خو تر اوسه ان د صادراتو امکان نه لري. دا وايي، د هوايي ترانسپورت د لګښت لوړوالي له امله تر اوسه نه ده توانېدلې، د بامیانو لبنیات له هېواده بهر صادر کړي. «موږ دریو هېوادونو ته نمونې ولېږلې، هغه کسان چې نمونه مو ورلېږلې وه، ډېر هرکلی یې وکړ، ان ځینو سوداګرو موږ ته و ویل، د میاشتې تر یو ټن پورې کورت موږ ته راولېږۍ، که دا کار شوی وای، موږ کولی شوای د بامیانو ۸۰ سلنه کورت له هېواده بهر صادر کړو.»
له بل لوري د امکاناتو کمښت لکه د دولتي کار د پرمختللیو وسیایلو، دوی محدودې ساتلې دي. «که وتوانېږو دا وسایل وپېرو، کولی شو خپل فعالیتونه پراخ کړو او په پروژو کې ډېری کسان وګومارو.»
فرېبا وايي، دوی بسته بندي په لاس تر سره کوي. « کورنۍ شیدې، مستې، تروې، کورت، چکه، رش، کوچ او زېړ غوړي، له خپلو څارویو تر لاسه کوي… کله چې دا محصولات شرکت ته راوړل شي، د بېلوالي او بسته بندۍ په ټولو برخو کار کوو، تر څو بازار ته د لېږلو لپاره چمتو شي.»
نوموړې زیاتوي، په ټولو استازولیو کې شاوخوا ۵۰۰ ښځې له دې سره همکارې دي. «قیمتونه یې متفاوت دي، د بېلګې په توګه، موږ یوه کیلو چکه له کورنیو په ۵۰ افغانیو اخلو او وروسته له بسته بندۍ، هغه کیلو له ۶۰ تر ۸۰ افغانیو پلورو، همدارنګه تروې، شیدې، مستې او کورت، موږ هڅه کوو له کلیوالو ښځو محصولات په لوړه بیه واخلو، ځکه زموږ هدف د همدې ښځو اقتصادي وده ده. موږ له کورنیو یوه کیلو کورت په ۳۸۰ افغانیو اخلو او له بسته بندۍ وروسته یې له ۴۰۰ تر ۴۵۰ افغانیو پورې پلورو.»
فرېبا و ویل، د پسرلي او اوړي په موسم کې هره ورځ تر ۱۴۰ کیلو پورې کورت تولیدېږي. «په ژمي کې زموږ تولیدات ډېر راښکته کېږي، ځکه د څارویو د شیدو ورکولو موسم نه دی.»
نوموړې په ګڼو نندارتونونو کې ګډون کړی دی. دا وايي، له هر نندارتون یې یوه نوې تجربه زده کړې ده. «له ګڼو شرکتونو سره بلدېږو، زموږ محصولات هملته معرفي کېږي. له نورو سوداګرو سره خپلې تجربې شریکوو او د پېرودونکو اړتیاوې او وړاندیزونه ښه ترا پېژنو، دوی ټول زموږ سره په راتلونکو ګامونو کې مرسته کوي.»
فرېبا له اته کاله کار او هڅو وروسته وايي، تېر ته چې ګوري، سره له زیاتو ستونزو له خپل کاره خوښه ده. «په حقیقت کې دا کار ما ته روحیه او امید رابښي، کله چې وینم ګڼې مېرمنې زما سره کار کوي او زه کولی شم د دې لامل شم، چې هغوی انګېزه واخلي او کار یې ارزښت پیدا کړي.»
فرېبا هر سهار اته بجي د خپل کار دفتر ته راځي. له ۱۰ مخکې یې خپل رسمي کار، د کار دقیق مدیریت ته دی، تر څو یې محصولات په وخت او له خرابېدو وړاندې پېرودونکو ته ورسېږي.
فرېبا نړیوالو بازارونو ته د بامیانو د کلیوالي ښځو د لاس کړاو رسولو په لار کې ګڼې ستونزې په مخ کې لري. اوس یې یوازې دومره کړي، چې دا محصولات د بامیانو له کلیو، کابل ته ولېږي، خو د هغې د کار په مېز، داسې بستې هم شته، چې یوه ورځ به د افغانستان له پولو تېرې شي.
د فرېبا دفتر یوه تنګه خونه ده، وړې پلاستکي ټوکرۍ، چې کورت په کې څنګ تر څنګ او په منظم ډول چیندل شوي دي. د همدې وړې فضا په یوه څنډه کې دوه ښځې د کورتو د ګرړیو جوړولو په حال کې دي.
د فرېبا له همکارانو یوه تن زهرا سلطاني [مستعار نوم] له کومې ورځې یې چې له دې شرکت سره کار پیل کړی، د خپلو حیواني محصولاتو څخه ګټه تر لاسه کوي. «موږ هره ورځ د خپلو محصولاتو پلورلو له لارې له درې سوه زیاتې افغانۍ تر لاسه کوو، چې دې موضوع له اقتصادي پلوه زموږ سره ډېره مرسته کوي، اوس د تېر پر عکس، مالداري زموږ په عایداتي سرچینه بدله شوې ده. خو مخکې به مو زیاته خواري کوله، خو چندان ګټه مو نه شوای تر لاسه کولی.
یا د روزنه سعادت شرکت د تولیدي ګروپ یوه بله غړې نجیبه حسین زاده. له کله چې د دې شرکت سره کار کوي، ژوند یې ورځ تر بلې ښه شوی. «هغه پیسې چې د خپلو محصولاتو د پلور څخه اخلم، زموږ د ژوند د لګښتونو یوه برخه جوړوي.»







