د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

هسپانیا کې د هزاره ټولنې د فعالانو له خوا «د هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه وشوه

27 سپتمبر 2026
هسپانیا کې د هزاره ټولنې د فعالانو له خوا «د هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه وشوه

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

په اروپايي هېوادونو کې د هزاره ټولنې یو شمېر فعالانو، د عبدالرحمن خان له خوا په افغانستان کې د هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې د یاد مرسم د هسپانیا په بارسلونا ښار کې تر سره کړل.

رخشانه: د یاد دا پروګرام پرون جمعه (د تلې ۳ مه) د ایالت کاتالونیا پارلمان د یو شمېر غړو او هزاره ټولنې د فعالانو له خوا د هسپانیا د بارسلونا ښار په آلباردا کلتوري مرکز کې جوړ شوی وو.

د هزاره ټولنې فعالانو، په دې پروګرام کې د هزاره ټولنې د تاریخي او اوسني وضعیت، قومي او مذهبي تبعیض، د ښځو او نجونو د وضعیت، پر ملکیانو د بریدونو، زده کړو، د ځمکو مصادره کولو او جبري ځای پر ځای کولو باندې خبرې اترې وکړې.

دوی و ویل: «د هزاره ګانو مسله باید یوازې په پاشلو او منفرده پېښو پورې محدوده نه وي، بلکې باید د تاوتریخوالي، تبعیض او محرومیت د اوږدې تاریخي پروسې په چوکاټ کې وڅېړل شي.»

همدارنګه د هزاره ټولنې فعالانو د هزاره ښځو د وضعیت په اړه خبرې وکړې ویې ویل، د هغوی په وړاندې تبعیض قومي، مذهبي او جنسیتي اړخونه موندلي او نړیواله ټولنه باید د هزاره ښځو او نجونو وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

دوی «په افغانستان کې د هزاره ګانو د نسل وژنې، دې دوسیې ته د جدي او اغېژمنې رسیدګۍ او د جنسیتي توپیر د په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه او په «افغانستان کې یې د ښځو او نجونو د حقونو پراخو او سیستماتیکو سرغړونو» ته د نړیوالې ټولنې په جدي پاملرنې ټينګار وکړ.

د هزاره ټولنې فعالانو پر کاج او شمع هدایت ښوونیزو مرکزونو د بریدونو د قربانیانو په ګډون د هزاره زده کړیالانو په وړاندې بریدونو ته په اشارې ټینګار وکړ، چې د قربانینو ملاتړ او پر ملکي وګړو د بریدونو د تکرار مخنیوی باید د نړیوالې ټولنې د اقداماتو برخه وي.

د کاتالونیا ایالت د پارلمان مرسیتالې او د اروپايي ټولنې د کمېسیون غړې، مېرمن راکل سانس ګوئرا، د هزاره ټولنې د استازو او فعالانو د حضور هرکلی وکړ او په افغانستان کې یې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.

هغې په دې پروګرام کې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو او هزاره ټولنې د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده ویې ویل: «طالبان بشري حقونو ته درناوی نه کوي او دا یو مشروع حکومت نه دی.»
ګوئرا زیاته کړه، چې د هزاره ټولنې د فعالانو له خوا مطرح شوي وړاندیزونه یې تر لاسه کړي او د بېلا بېلو پارلماني ډلو په واک کې به یې ورکړي او هڅه به وکړي، چې د پارلمان د امکاناتو او صلاحیتونو په چوکاټ کې، د دې مطالبو له تعقیب څخه ملاتړ وکړي.

د کاتالونیا ایالت د پارلمان مرستیالې همداراز د اروپا په کچه د هزاره ګانو د مسلې راپورته کولو او د «هزاره ګانو د نسل وژنې» موضوع ته د رسېدو د هڅو په اړه هم خبرې وکړې.

په دې پروګرام کې د هزاره ګانو په اړه د پارلمان د اعلامیې د تعقیبولو او په سیاسي ادارو کې د هزاره ګانو د غږ اورېدو لپاره د لا زیاتو فرصتونو رامنځ ته کولو خبرې مطرح شوې.

په دې اړه نور ولولئ...

د کابل په دېوالونو لیکنې، پنځه کاله مخکې یې د تاوتریخوالي د مخنیوي ویل نن د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د رواجولو

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

یاد پروګرام کې وړاندیز وشو، چې د کاتالونیا په پارلمان کې دې د هزاره ټولنې د فعالانو او استازو په شتون کې یوه عامه غونډه جوړه شي، څو د هزاره ګانو د نسل وژنې او د دې ټولنې د وضعیت په اړه د پارلمان له غړو سره نېغې خبرې وشي.

د غونډې په جریان کې د هزاره ټولنې فعالانو د کاتالونیا ایالت پارلمان ته د هزاره ټولنې د لیک بشپړه نسخه، د ځانګړو اسنادو او غوښتنو سره یو ځای وړندې کړه.

دوی په دې لیک کې «د هزاره ګانو په وړاندې د تاوتریخوالي او تبعیض اسناد د مستند کولو او څېړلو، د قربانیانو او زده کړې د حق د ملاتړ، د ځمکو مصادره کول او جبري کډوالۍ د څېړلو غوښتونکي شول.»

اړوندې لیکنې

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي
خبر

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

6 اکتوبر 2026
د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل
خبر

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

5 اکتوبر 2026
د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026
د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه
خبر

د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

5 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه