زېبا بلخي
یسرا* د مزار شریف یوه ۳۵ کلنه ښځه ده او کابو ۱۰ کاله یې د واده څخه تېر شوي، شپږ اولادونه یې زېږولي او دوه ځلې یې ماشوم هم لرې کړی دی. هغه وايي: «په دې ۹ کلونو کې مې ټول عمر په امیندوازۍ، شید ورکولو او زېږون تېر شو.»
یسرا وايي، مېړه یې دې ته اجازه نه ورکوي، چې د امیندوارۍ کړنلارې وکاروي. «کله مې چې تېر کال لور نړۍ ته راغله، له مېړه مې پټ د امیندوارۍ د مخینوي ګولي وکارولې، ځکه مېړه مې اجازه نه راکوله. ګولې مې د سینګار مېز په روک کې ایښې وې او همداسې مې هېرې شوې، چې په یوه سم ځای کې یې کېږدم، ناڅاپي پر سبا یې زما مېړه ولیدې… په وهلو ډبولو یې پیل وکړ، ډېره یې ووهلم.»
هر کال د سپټمبر ۲۶ مه (د تلې ۴ مه) د «امیندوارۍ څخه د مخنیوي» نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ده. دا کمپاین چې په کال ۲۰۰۷ کې په لار واچول شو، موخه یې پالن شوې امیندوارۍ په اړه په ټوله نړۍ کې د مېرمنو پوهاوی او همدارنګه د مور او ماشوم فزیکي او رواني روغتیا ساتل دي.
د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کوي، چې له زېږون وروسته، د بیا امیندوارۍ لپاره باید لږ تر لږه ۲۴ میاشتې واټن په پام کې ونیول شي.
په کمه موده کې امیندوارۍ په ځانګړې توګه هغه چې له ۱۸ میاشتو په کمه موده کې ويؤ د خطر زیاتوالی او ځینو منفي پایلو، له هغې جملې له وخت وړاندې زېږون، د زېږون پر مهال کم وزن او د مور او ماشوم لپاره ځینې پېچلتیاوې ګڼل شوې دي.
خو د یسرا کیسه له هغه ستنډرډ څخه چې د روغتیا نړیوال سازمان یې لري، ډېره لرې ده. دا مېرمن له زېږون څخه ۲ تر ۳ میاشتو وروسته بیا امیندواره شوې ده. یسرا د دوه زامنو او څلورو لوڼو مور ده. هغه په داسې حال کې، چې لور یې د تېر کال لیندۍ میاشت کې زېږېدلې او لا هم د مور شیدې خوري، شیدې ورکوي، د اوو میاشتو ماشوم یې پر نس دی.
د یسرا په وینا، لور یې په عملیات پیدا شوې وه. دوه اوونۍ مخکې یې چې د معاینې لپاره ډاکتر ته مراجعه وکړه، ډاکتر د هغې د امیندوارۍ او د سزارین برخې د تاریخ تر منځ د لنډې مودې په اړه د پوهېدو وروسته، دې او د دې مېړه ته د نوموړې د اوسنۍ امینداوارۍ د خطرونو په اړه خبرداری ورکړ. «دا چې تېر کال مې لور په عملیات پیدا شوه، ډاکتر و ویل ستاسو اوسنۍ امیندواري له خطر سره مخ ده، ځکه چې د علمیات ځای دې لا تر اوسه په سمه توګه نه دی روغ شوی.»
یسرا وايي، په هر ځل امیندوارۍ کې یې هېڅکله د خپل فزیکي او رواني روغتیا د بېرته راګرځولو فرصت نه دی موندلی. «دا زما غوښتنه او پرېکړه نه وه، مېړه مې ما ته اجازه نه راکوله، چې د امیندوارۍ د مخینوي کړنلارې وکاروم او خپله یې هم مخنیوی نه کاوه.»
یسرا کابو ۹ کاله وړاندې واده کړی دی. هغه نجلۍ چې بلخ پوهنتون ته ولاړه او له واده مخکې څه موده په یوه دولتي ښوونځي کې ښوونکې وه. دا وايي، له واده وروسته یې خپل کار له لاسه ورکړ او بیا یې هېڅکله د ژر ژر امیندوارۍ له امله د کار فرصت پیدا نه کړ.
ډاکتر یسرا ته ویلي، باید له ۹ میاشتو مخکې یې ماشومان د سزارین د عملیات له لارې را وایستل شي. «ډاکتر و ویل، کله دې چې د امیندوارۍ اتمه میاشت ختمه شوه، مخکې له دې چې د زېږون درودونه پیل شي، راشه چې موږ ماشوم د سزارین له لارې واخلو، له هغې پرته امکان لري، چې رحم د څېرې شي او ځان او ماشوم دې له ګواښ سره مخ شي، مېړه مې یې هېڅ په کیسه کې نه شو راته ویې ویل، ډاکتر وېرېږي، هېڅ خبره نه ده. دومره دې زېږولي کولی شې یو بل هم راوړې.»
د یسرا په وینا، دا یوازې د هغې د ماشومانو زېږون نه وو. هغه باید ټول ماشومان په خپله لانده او وچ کړي او دې کار هغه سخته ستړې کړې ده. «تل مې پېښې او ملا درد کوي، ډېره کم خونه یم، ټوله ورځ بې شیمې او ستړې وم، زړه مې غواړي هره شېبه ویده شم، حوصله نه لرم، له روحي او رواني پلوه هم په ښه وضعیت کې نه یم.»
هغه مېرمنې چې په دې راپور کې ورسره خبرې شوې وايي، د امیندوارۍ او د زېږون تر منځ د واټن راوستل د دوی په غوښتنه او روغتیايي حالت پورې تړاو نه لري، دا د مېړونو په واک کې دي.
د بي بي ګل* لور درې کاله مخکې د زېږون پر مهال ژوند له لاسه ورکړ. هغه وايي، لور یې په ۳۵ کلنۍ کې واده وکړ او په څلور کاله ګډ ژوند کې درې ځلې امیندواره شوه او د امیندوارۍ تر منځ یې د کافي واټن رامنځ ته کولو فرصت نه درلود. «ځوانه لور مې له لاسه ورکړه. ډاکترانو ویل، دا چې مخکې عملیات شوې او ژر ژر یې ماشومان زېږولي، هم یې سخته کم خوني درلوده، هم یې رحم په خپله خلاص شوی وو، په همدې خاطر مور او ماشوم مړه شول.»
بي بي ګل په ژړا و ویل: «لور مې لوستې وه، پوهېده، چې د زېږون تر منځ باید واټن وي، خو خواښې او خسر و او مېړه یې زیاته بیړه درلوده ویل یې اوس مو چې خرڅ درباندې کړی او واده مو کړی، باید زموږ د زوی لپاره څو اولادونه راوړې، عمر دې لوړ دی، له زېږولو پاتې کېږي.»
۲۹ کلنه محبوبه* د مزارشریف ښار یوه بله مېرمن ده او اته کاله یې له واده تېرېږي. هغه اوس پنځه لوڼې لري او یو ماشوم یې هم لرې کړی دی. د دې په خپله ونیا، په لومړیو دوه امیندواریو کې یې کابو دوه کاله فاصله وه، خو درې نور اولادونه یې په کمه موده کې زېږولي دي.
هغه چې د روان کال په وږي میاشت کې یې وروستۍ ماشوم زېږولی وايي، ډېره کمزورې شوې او وزن یې هم ۴۷ کلیو ته رسېدلی دی. ډېرې لونې یې په دوه دونیم کیلو یا له دې هم کمې نړۍ ته راغلې دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې میاشتې په لومړیو کې په یوه خبري ناسته کې ویلي، په تېر یوه کال کې د افغانستان د مرکز او ولایتونو په روغتونو کې یو میلیون او ۳۰۰ زره زېږونونه ثبت شوي دي. دا شمېره له هغو زېږونونو جلا ده، چې په کورنو کې شوي یا نه دي ثبت شوي، هغه کار چې په افغانستان کې ډېر عام دی.
د محبوبې په وینا، مېړه یې د امیندوارۍ د مخینوي د کړنلارو خنډ ګرځي. «مېړه مې وايي، تر څو دې یو زوی نه وي زېږولی، اجازه نه لرې، چې له داسې څه کار واخلې، چې امیندواره نه شې.»
ډاکتر محبوبې ته سپارښتنه کړې، چې خامخا باید د امیندوارۍ تر منځ واټن مراعات کړې. خو دا تصمیم د محبوبې په لاس کې نه دی. «زه د هغه [مېړه] له اجازې پرته نه شم کولی وخت واخلم، ښايي ما و وژني. که نه زما هم نه خوښېږي، چې دومره عذاب تېر کړم.»
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د میندو مړینه، یو له جدي روغتیايي بحرانونو بللی دی. داسې حالت، چې په هرو ۱۰۰ زره ژوندیو زېږونونو کې ۵۲۱ میندې د امیندوارۍ اړوند اختلاطاتو له امله مري.
د مزارشریف ښار په یوه دولتي روغتون کې نسايي ولادي ډاکتره نسیمه احمدي* وايي، د خپل کار په جریان کې له داسې ښځو سره مخ شوې، چې غواړي د امیندوارۍ له کړنلارو کار واخلي، خو مېړونه یې د دې کړنلارو د کارولو اجازه هغوی ته نه ده ورکړې.
هغې زیاته کړه: «دوه میاشتې وړاندې وو، یوه مېرمن د امیندوارۍ د مخنیوي لپاره راته راغله، مېړه یې په دهلیزې کې انتظار وو. ما فکر وکړ، چې مېړه یې په جریان کې دی، نسخه یې واخیست او د امیندوارۍ د مخنیوي ستنه یې راوړه، مېړه یې راته راغی او ویې ویل، زما د غوښتنې خلاف ستنه وهي، شور ماشور یې جوړ کړ او ویې ګواښلم، چې که دا کار وکړم، ځي او له ما شکایت کوي.»
نوموړې وايي، دا ډول پېښې یې ډېرې لیدلې دي. «یو بل ناروغ مې درلود، چې له مېړه پټه له خور سره راغلې وه او غوښتل یې د امیندوارۍ د مخنیوي کړنلاره وکاروي. د واده یې پنځه کاله کېدل او درې ماشومان یې درلودل. خپله دې ښځې و ویل، چې اوس نور نه غواړي امیندواره شي، خو مېړه مې د امیندوارۍ ضد درملو د کارولو اجازه نه راکوي… په خواشینۍ سره دا ډول ناروغان ډېر راته راځي.»
نسیمه احمدي د کورنیو مخالفت او ناپوهي د ناغوښتل شوې او پرلپسې امیندوارۍ اصلي عوامل ګڼي.
له طالبانو مخکې د افغانستان د روغتیا وزارت د وخت څخه مخې د زېږون خطرونو په اړه د پوهاوي لوړولو لپاره یو لوی کمپاین پیل کړی وو، د امیندوارۍ د مخنیوي لپاره یې په کلېنیکونو کې د وړیا درملو وېشلو څخه نیولې د ټولنیزو رسنیو له لارې د پوهاوي تر خپرولو پورې.
خو د طالبانو په واکمنېدو سره، له دې ډول هڅو کوم خبر نشته. ان ویل کېږي، طالبان د دودیزه او مذهبي باورو له امله، د دې کار سره مخالفت لري.
د نسايي ولادي یوه بله روغتیاپاله فرشته نصرتي* وايي، مور د امیندوارۍ پر مهال د خپل بدن د مغذي خوړو ډېره برخه، د جنین د ودې لپاره لګوي، او د زېږونونو تر منځ کافي واټن بدن ته دا فرصت ورکوي، چې د تغذیې زېرمې او اړین مواد لکه کلسیم بېرته تر لاسه کړي. «که مور شدیده کم خوني ولري، ډېره کمزورې وي، مخکې عملیات شوې وي یا د امیندوارۍ پر مهال کومه بله ستونزه رامنځ ته شي، د مور او ماشوم لپاره خطر زیاتېږي. په همدې خاطر ښه ده، چې د امیندوارۍ تر منځ واټن شتون ولري او مور باید له بیا امیندواره کېدو مخکې له ډاکتر سره مشوره وکړي.»
یادونه*:په دې راپور کې نومونه مستعار راغلي دي.







