د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د افغان خبریالانو مرکز: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې معلوماتو ته د لاسرسي حق له منځه تللی

28 سپتمبر 2026
د افغان خبریالانو مرکز: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې معلوماتو ته د لاسرسي حق له منځه تللی

انځور: AFP

د افغان د خبریالانو مرکز (AFJC) وايي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق «له بې مخینې ځپلو سره مخ شوی او په عمل کې له منځه تللی دی.»

رخشانه: دې بنسټ نن (دوشنبې د تلې ۶ مه) اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځې په مناسبت یوه اعلامیه کې ویلي، طالبانو په تېرو پنځو کلونو د بیان او رسنیو د آزادۍ پر وړاندې لږ تر لږه ۲۴ لارښوونې صادرې کړې دي.

د افغان خبریالانو مرکز زیاتوي، د طالبانو دا تګلارې «د افغانستان د رسنیو قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي له قانون سره ښکاره په ټکر کې دي.»

دې مرکز لیکلي، د افغانستان خلک د طالبانو د سیاست له امله، د اطلاعاتو په مطلق تیاره کې ژوند کوي. د دې مرکز په وینا، طالبانو د خلکو د اړتیا وړ معلومات سخت محدود کړي او له خلکو یې د پوهېدو بنسټیز حق اخیستی دی.

دې بنسټ د طالبانو د امربالمعروف قانون ته په اشارې ویلي، د دې قانون په پلي کېدو سره، د خبریالانو او رسنیو پر کار محدودیتونه په سیستماتیک ډول زیات شوي دي.

د افغان خبریالانو مرکز وايي، طالبانو «د خبرونو په سانسور، د پېښو نه پوښلو بندولو، د ښځینه خبریالانو پر کار بندیز، د ساه کښو انځور نه خپرولو او د اړیکو پراخولو په محدودیت سره» په افغانستان کې خبریالي جرم بللی دی.

یاد مرکز له طالبانو غوښتي، چې «د رسنیو د قانون او اطلاعاتو د لاسرسي قانون ماتونکې تګلارې» لغوه کړي او د سانسور نظام، پر رسنیو څار او د خبریالانو نیول پای ته ورسوي.

په دې اړه نور ولولئ...

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

دې مرکز له نړیوالې ټولنې او د بیان د آزادۍ له مدافع نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې د افغانستان له ګواښ سره مخ خپلواکو رسنیو او خبریالانو ملاتړ زیات کړي.

اړوندې لیکنې

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل
خبر

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

5 اکتوبر 2026
د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026
د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه
خبر

د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

5 اکتوبر 2026
غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې
خبر

غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې

4 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه