د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي، د دې ولایت مرکز جلال آباد ښار کې یوه سړي د کورنۍ شخړې په ترڅ کې خپله خواښې او اوښی په ډزو ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې ده.

رخشانه: جلال آباد ښار کې یوې باخبره سرچینې ویلي، دا پېښه د یکشنبې په ورځ (د تلې ۵ مه) د دریمې امنیتي حوزې اړوند «ګولايي عربان» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د سرچینې په وینا، دا سړی د دې ولایت د حصارک ولسوالۍ اوسېدونکی دی او تېر کال یې له خپلې ښځې سره د اختلافاتو رامنځ ته کېدو له امله، هغه طلاقه کړې وه.

سرچینې زیاته کړې، د دې جوړې دوسیه په ننګرهار کې د طالبانو په محکمه کې روانه وه او په کې د ځنډ راتلو له امله، دې سړي له لفظي شخړې وروسته، په خواښې او اوښي ډزې کړې دي.

د سرچینې د خبرو له مخې، د دې سړي په ډزو کې خواښې او اوښی یې ټپیان شوي دي. دې سړي وروسته خپله پخوانۍ ښځه له ځان سره تښتولې ده.

د دې پېښې ټپیان یوه روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي او د لومړنیو معلوماتو له مخې، روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

په ورته وخت ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد، د دې پېښې د پخلي تر څنګ وايي، دې سړي د دغه پېښې تر رامنځ ته کېدو وروسته، خپله پخوانۍ ښځه تښتولې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

د کابل په دېوالونو لیکنې، پنځه کاله مخکې یې د تاوتریخوالي د مخنیوي ویل نن د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د رواجولو

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

هغه زیاته کړې، د طالبانو امنیتي ځواکونه د دې پېښې د عامل پېژندلو او نیولو لپاره هڅې پیل کړې دي.

اړوندې لیکنې

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي
خبر

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

6 اکتوبر 2026
د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل
خبر

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

5 اکتوبر 2026
د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026
د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه
خبر

د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

5 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه