د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

29 سپتمبر 2026
نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

آزاده تران

«نصیبه دای تبار» چې سویډن ته له کډوالۍ مخکې یې د ماشومتوب کلونه د بېوزلۍ او تبعیض سره غوټه وو، په تریخوالي یادوي. هغې د کډوالۍ په نړۍ کې سترګې نړۍ ته وغړولې او ۲۸ کاله ژوند یې د سختې بېوزلۍ او جنسیتي تبعیض تر سیوري لاندې تېر شو.

خو نن ورځ د نصیبې ژوند په بشپړه توګه بل رنګ څېره لري، هغه اوس په استکهلم ښار کې کار کوي. د سویډن د زرغون ګوند فعاله غړې او د سویډن په سیاسي صحنه کې د ښځینه افغان کډوالو تر منځ یوه پېژندل شوې څېره ده.

نصیبه چې په کال ۱۳۸۹ کې سویډن هېواد ته راغله، د روان هجري لمریز کال د وږي ۲۲ مه (د ۲۰۲۶ د سپټمبر ۱۳ مه) د سویډن په وروستیو  پارلماني ټاکنو کې د زرغون ګوند استازې وه. که څه هم د مېرمن دای تبار نوم پارلمان ته د لار موندونکو په نوملړ کې نه وو، خو د هغوی ګوند ۲۲ پارلماني څوکۍ تر لاسه کړې.

زرغون ګوند په سویډن هېواد کې یو منځلاری چپ سیاسي ګوند دی، چې پر ټولنیز عدالت، جنسیتي برابرۍ او چاپېریال ساتنې تمرکز لري.

په دې راپور کې د مېرمن نصیبې دای تبار  ژوند روایت شوی. هغه په ۱۳۶۱ کال د ایران په تهران ښار کې وزېږېده. کورنۍ یې د هغې له زېږېدو یو کال وړاندې، د افغانستان له دایکنډي ولایت څخه ایران ته کډه کړې وه.

د بېوزلۍ او تبیعض په چورلج کې

د دې په خپله وینا، د نصیبې لپاره ژوند له همغه پیل د بېوزلۍ او جنسیتي تبعیض سره مل وو. هغه یوه ماشومه نجلۍ وه، چې په یوه کډواله کورنۍ کې زېږېدلې وه. «خدای ښه پوهېږي، چې موږ له کومو ایرو راپورته شوو. مثلآ موږ نه درلوده، چې نوې جامې واغوندو، پلار مې پیسې نه درلودې، چې ما او د کورنۍ نورو غړو ته نوې جامې او بوټان واخلي.»

دا وايي، پلار یې هغه کډوال وو چې ایران کې یې د کرونده ګرۍ کار کاوه او مور یې تر دېره په کور وه. «سخت ژوند مو درلود. کله چې زه په لومړنیو ټولګیو کې وم. پلار مې یو پنسل په منځ نیماوه، هر یو نیم قلم باید یوه میاشت زما بس وای. یعنې هغه قلم به دومره وړوکی کېده، چې د ګوتو تر منځ نه نیول کېده او همدارنګه «کتابجه» مو باید خط په خط لیکله.»

غربت د یوې کډوالۍ نجلۍ په توګه د نصیبې د ژوند د واقعیت یوه برخه وه. خو د دې په خپله وینا، تبعیض یو بل تریخ حقیقت وو.

نصیبه په ۱۳۶۶ کال په شپږ کلنۍ کې ښوونځي ته داخله شوه. لومړی او مهم ګام. «پلار مې ویل، نجلۍ باید ښوونځي ته لاړه نه شي. چې لاړه شي نو څه به شي. اخر به هم مېړه کوي او درس یې په درد نخوري.»

ایران کې د افغان کډوالو ماشومان ښوونځي ته د داخلېدو لپاره سخت شرایط په مخکې لري. هغوی تر ډېره د استوګنې د معتبرو  اسنادو نه لرونکي دي. هغه وضعیت چې د زده کړو په پراخ تبعیض تمام شو او نن ورځ هم دوام لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو حقونو کنوانسیون دویمه ماده ټينګار کوي، چې د هر ماشومام حقوق باید له تبعیض، له توکم په پام کې نیولو، د کډوالۍ د وضعیت یا د مور او پلار د وضعیت پرته تضمین شي.

نصیبه وايي د مور په هڅو او «سختۍ» سره برابره شوه، چې د ایران د ښوونې او روزنې له ادارې ایراني ښوونځي ته د داخلېدو اجازه لیک واخلي. «د ښوونځي دوران مې په ډېره وېره او ډار تېر کړ. هره شېبه مې فکر کاوه، چې پلار به مې له ښوونځي راوګرځوي.»

نصیبه د ښوونځي په کابو ټول دوران کې، د ایراني نجونو دویم لاس جامې اغوستې. «په ژمي کې مې جورابې نه وې، د لتو په بوټانو کې په اوبو او بشپړه واړه کې لمندېدې او پښې مې د ننه یخ وهلې او ښوونځي ته تلم. خو دوام مې ورکړ. هغه وخت زما یوازینۍ اندېښنه زده کول وو. اصلا د راتلونکې په اړه په څه نه پوهېدم، یوازې لوستل مې او بس.»

نصیبه کله چې ټاکل شوې وه عالي لېسې ته داخله شي، باید د میاشتې یې شل زره تومان ښوونځي ته ورکولای. همدې لږ لګښت هم د هغې پلار ته پلمه په لاس ورکړه، چې هغه واده کولو ته اړ کړي. «پلار مې ویل نور ښوونځي ته مه ځه او د ورور له زوی «وراره» سره مې واده وکړه. ویل یې د نجلۍ درس ویل بې ځایه (بې مورده) لګښت دی.»

نصیبه زیاتوي، چې دا بیا هم د مور په مرسته له دې دنډه راوخته. «له پلار نه مې ډېر ډېر سوټي (وهل ټکول) خوړلي دي.

نصیبه وايي، مور یې په باغ کې مېوه چیندله او پیسې یې د لور په ښوونځي لګولې.

نصیبې په خورا «سختیو» ښوونځی تمام کړ. هغه که څه هم په دې موده کې لویه شوې وه، خو ستونزې یې نه وې وړې شوې. مخکې له دې چې پوهنتون ته داخله شي. څلور کاله یې په تهران کې د افغان کډوالو اړوند یوه ګرځنده ښوونځي کې ښوونه وکړه.

په پای کې هغه د بورسیې له لارې تهران پوهنتون کې د سیاسي علومو څانګې ته لار وکړه. «وروسته له دې چې په بورسیه کې ومنل شوم، د تهران پوهنتون ته لاړم او هلته یې راته و ویل، د هر (سمستر) لپاره باید څلور سوه زره او د لیلیې او نورو اړتیا وړ توکو لپاره دوه سوه زره تومان ورکړم. کله مې چې دا واورېدل، نه پوهېدم څه کار وکړم. پلار مې هم نه درلودې او دومره پیسې یې هم ما ته نه راکولې. ښه مې په یاد دي، له ملي بس نه ښکته شوم او د تهران د انقلاب میدان ته راغلم، هلته مې دومره (وژړل) چې پوښتنه مه کوه. اخر مې خپل کمپیوټر او لښتۍ، چې د ښوونې په پیسو مې تازه اخیستې وې، په یوې ملګرې وپلورلې او په دې توګه مې د لومړي سمیستر پیسې جوړې کړې.»

هغه وايي، د پوهنتون دوام د یوې بورسیې د مالي مرستې له لارې ممکن شو.

په دې اړه نور ولولئ...

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

د DAFI (Albert Einstein German Academic Refugee Initiative) بورسیه یو پروګرام دی، چې د آلمان دولت په مرسته او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د (UNHCR) په ترسراوي ،د ګډوالو لپاره د لوړو زده کړو زمینه برابروي. دا پروګرام له ۱۹۹۲ کال راهیسې د پوهنتون په کچه د کډوالو زده کړیالانو د ملاتړ لپاره فعالیت لري.

نصیبه په ۱۳۸۸ کال کې د تهران له پوهنتون څخه خلاصه شوه. هغې افغانستان ته د بېرته تګ تکل کړی وو، خو پلار یې مخالف وو.

نصیبې بالاخره د خپلې کورنۍ په غوښتنه، په ۱۳۸۹ کې له یوه افغان توکمه سویسي وګړي سره واده وکړ او سویډن ته راغله.

د اوبو لیدلې یوه کډوال په وړاندې لوی فرصت

د نصیبې لپاره سویډن ته راتګ یو لوی بدلون او په ورته وخت یو فرصت وو. هغه داسې یوه ځای ته راغلې وه، چې ان په ژبه یې نه پوهېده. خو د دې په خپله وینا، لږ تر لږه د تبعیض له ځنځیره خوشې شوې وه. «کله چې سویډن ته راغلم، سره له دې چې د ژبې ستونزه مې درلوده، همدا چې حق مې له نورو سویډني وګړو سره یو شان وو، ډېر راته په زړه پورې او جالبه وه. ځکه ما خپل ټول عمر په ایران کې د افغانۍ په نوم تېر کړی وو او هېڅ حق مې نه درلود. خو دلته ما له تبعیض پرته کولی شوای درس ولولم، کار وکړم او دا چې د تبعیض او کډوالې نوم راپورې نه وو. تر ټولو مهمه دا چې ما یو کور درلود، یو مشخص ادرس مې درلود او همدارنګه نور مې هېڅ محدودیت پر سر نه وو، چې ما د یوې نجلۍ په توګه د هغې حق نه درلود.»

د هغې نجلۍ لپاره چې د بېوزلۍ او تبعیض په چورلج کې را لویه شوې وه، هېڅ کله یې نه شوای کولی له دې فرصته په اسانه لاس واخلي، هغه ډېره ژر ټولنې ته ننوته.

نصیبه وايي، پنځه کاله یې په سویډن کې د فارسي ژبو افغان کورنیو د ماشومانو لپاره په فارسي ژبه درس ورکړ او خپله یې سویډني ژبه زده کړه.

په همدې وخت کې، هغې له کلتوري واقعیتونو سره ځان بلد کړ او د سیاست په نړۍ کې یې هم پل کېښود.

اغلې دای تبار په ۲۰۱۵ کې په رسمي ډول د سویډن د زرغون ګوند په سیاسي فعالیتونو کې شامله شوه. هغه وايي، تمرکز یې پر بشري حقونو او چاپېریال ساتنې وو. ان په سویډن کې پوهنتون ته لاړه او د بشري حقونو په برخه کې یې ماسټري واخیسته. «تل مې دا هڅه کوله، چې کډواله ټولنه له تبعیض پرته د سویډن په ټولنه کې مدغمه شي.»

تصیبې د بې برخلیکه کډوالو لپاره حق غوښتنه وکړه.

هغه اوس په استکلهم ښار کې کار کوي او کارکوونکو ته د ناموسي تاوتریخوالي د مخنیوي او ورسره د مبارزې په برخه کې زده کړې ورکوي او هغوی د ښځینه کډوالو، له هغې جملې د افغان، عربي او سوماليایي هېوادونو د ښځینه کډوالو د پېژندنې او ملاتړ لپاره، چې له تاوتریخوالي، ګواښ یا کورنیو محدودیتونو سره مخ دي، چمتو کوي.

دغه سیاسي فعاله وايي، په سویډن کې ښځینه کډوالې له سیاسي فعالیتونو سره لېوالتیا نه ښيي. په داسې حال کې، چې د نصیبې په اند دا د ښځو لپاره یو فرصت دی.

نصیبه وايي، که پارلمان ته یې لار موندلې وای، دوه اساسي موخې یې درلودې. د کډوالو لپاره د واکلت کول، له هغې جملې د دې هېواد د تابعیت لپاره د شرایطو اسانول او دویم د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو لپاره د رسمي پلېټ فارم حق غوښتنه. «افغان مېرمنو ته نه وایم چې پیاوړې اوسۍ، ځکه هغوی په کافي کچه ځواکمنې دي. زه په ټول توان هڅه کوم چې په هر ځای کې ستاسو غږ و اوسم او له تاسو په هر ځای کې خبرې وکړم. تر دې چې یو هېواد هم د طالبانو په رسمیت پېژندلو بریالی نه شي.»

اړوندې لیکنې

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د افغان خبریالانو مرکز: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې معلوماتو ته د لاسرسي حق له منځه تللی
خبر

د افغان خبریالانو مرکز: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې معلوماتو ته د لاسرسي حق له منځه تللی

28 سپتمبر 2026
هسپانیا کې د هزاره ټولنې د فعالانو له خوا «د هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه وشوه
خبر

هسپانیا کې د هزاره ټولنې د فعالانو له خوا «د هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه وشوه

27 سپتمبر 2026
د امیندوارۍ د مخنیوي نړیواله ورځ: افغانستان کې د هغو ښځو کیسې چې د امیندوارۍ واک نه لري
دسته‌بندی نشده

د امیندوارۍ د مخنیوي نړیواله ورځ: افغانستان کې د هغو ښځو کیسې چې د امیندوارۍ واک نه لري

27 سپتمبر 2026
د بامیانو له کلیو تر نړیوالو بازارونو، د بامیانو د محلي لبني محصولاتو لپاره د فرېبا خوب
دسته‌بندی نشده

د بامیانو له کلیو تر نړیوالو بازارونو، د بامیانو د محلي لبني محصولاتو لپاره د فرېبا خوب

26 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه