د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

4 اکتوبر 2026
د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

انځور: Atif Aryan/AFP via Getty Images via npr.org

زحل آزاد

«ورته ومې ویل په همدې کار زما ژوند چلېږي. که کار ونه کړم، د کور لګښتونه له کومه برابر کړم؟ له کوم ځای ډوډۍ پیدا کړم؟» دا هغه پوښتنې وې، چې یوې سینګاروونکې مېرمنې له طالبانو وکړې او هغوی لنډ ځواب ورکړ: «د کار اجازه نه لرې.»

۲۲ کلنه تینا* وايي، د طالبانو له لوري د سینګاروونکو مېرمنو د کار له بندیز وروسته، د خپل ژوند د لګښتونو پوره کولو لپاره اړ شوه، خپل کار ته په کور کې په پټه توګه دوام ورکړي.

هغه وايي، هر ځل چې دروازه ټکول کېږي د زړه درزا یې زیاتېږي او په سلو وېرو سره د پردې له شا بېرون ګوري تر څو ډاډه شي، چې طالبان د دروازې تر شا نه وي. مشتریان یې د تېر په څېر په آزاده توګه کار ځای ته نه شي ننوتی، هغوی له هغمږۍ وروسته یو یو هغه کور ته راځي، چې د تینا په کار ځای بدل شوی دی.

تینا زیاتوي، په دې موده کې یې په وار وار د طالب ځواکونو له خوا د کار د دوام په اړه خبرداری تر لاسه کړی. د هغې په وینا، د کورنۍ یو نارینه یې په ولایت کې د طالبانو امربالمعروف ادارې ته احضار شو او وروسته د ځايي مشرانو په ضمانت خوشی شو.

د تینا او د هغې د کورنۍ د خوندیتوب په خاطر د ځینو جزیاتو له خپرولو ډډه شوې ده.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت د ۱۴۰۲ کال چنګاښ میاشت، په افغانستان کې د ښځینه سینګارتونونو فعالیت بند کړ او د دې مسلک او کار خاوندانو ته یې د همغه کال تر زمري میاشتې پورې وخت ورکړ، چې خپل کار ودروي.

د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، دا بندیز په ټول هېواد کې د ښځو اړوند ۶۰ زره خپلواکه کسب و کار او د څه باندې ۶۰ زره کارګرو مېرمنو د بې روزګارۍ لامل شو.

هغه اقدام چې نه یوازې د زرګونو کورنۍ ګټه یې پرې کړه، بلکې د ښځو د ټولنیز تعامل لپاره یې یو له وروستیو خوندي ځایونو هم له منځه یووړ.

تینا کابو ۱۵ کاله کېږي، له ږمنځې، بیاتي، وېښتانو وچوونکي او رنک سره سروکار لري. خپله وايي، سینګارول یې له ماشومتوبه او د خپلې مشرې خور تر څنګ پیل کړي دي. «زما سینګارول زیات خوښېږي. په رښتیا نه شم ویلی چې دا کار مې څومره خوښېږي، کله چې اووه کلنه وم، خور مې یو سینګارتون درلود او هره ورځ په شوق ورتلم تر څو یې زده کړم.»

تینا د ښځینه سینګارتونونو د فعالیت تر بندېدو وروسته، په خپل شخصي سالون کې کار کاوه، خو د دې په وینا، واک ته د طالبانو تر بیا راتګ وروسته، پر ښځینه سینګاروونکو فشار زیات شو. «په بېلا بېلو پلمو راتلل او سرخوږی یې جوړاوه. یوه ورځ د جواز نه درلودلو پلمه وه، یوه ورځ د حجاب نه رعایت کولو پلمه، ډېر په احتیاط مو کار کاوه، چې خدای مه کړه دا عاید هم له لاسه ورنه کړم.»

خو فشارونه بالاخره داسې ځای ته ورسېدل، چې تینا ترې وېره درلوده. د دې په خبره یوه ورځ طالب ځواکونه د دې کار ځای ته ورغلل او د هغمه سیمې د ټولو سینګارتونونو له خاوندانو یې وغوښتل، چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر ادارې ته ورشي. هلته یې دوی ته و ویل، نور د کار اجازه نه لرۍ.

په دې اړه نور ولولئ...

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)

هغې و ویل: «ورته و مو ویل موږ د همدې کار له لارې ژوند چلوو، که کار ونه کړو د کورنۍ لګښتونه له کومه برابر کړو؟ له کومه ځایه ډوډۍ پیدا کړو؟ ځینې وخت د مشتري موندلو لپاره ان لرې ځایونو ته تلم، خو ویل یې اجازه نه لرۍ.»

د دوکان تر تړل کېدو وروسته تینا خپل کار کور ته ولېږداوه. خو دا ځل هم خطر له منځه نه لاړ. هغه وايي، په تېرو دریو کلونو کې، دوه ځلې په کور کې د فعالیت له امله جریمه شوې او په ټول کې یې شاوخوا ۳۰ زره افغانۍ ورکړې دي.

پر دې سربېره د تینا د کورنۍ یو نارینه هم د هغې د فعالیتونو له امله د طالبانو د امربالمعروف ادارې ته احضار شوی دی. د تینا په وینا، طالب ځواکونو هغه په بندي کولو وګواښه او ورته ویې ویل، د تینا د تنبه کولو لپاره به دی ښايي یوه اوونۍ زنداني کړي. د تینا د کورنۍ دغه غړی کابو پنځه ساعته هلته وساتل شو، خو د ګذر د وکیل او سیمې د مشرانو په منځګړیتوب راخوشی شو.

تینا وايي، طالبان په کور کې د دې فعالیت ته د مشتریانو له لارې پوهېدلي وو. د هغو پېښو له رامنځ ته کېدو وروسته یې تر یوې مودې پورې د مشتریانو له منلو ډډه وکړ. هغې و ویل: «مشتریانو زنګ وهلو، خو ما له وېرې نه منله. ورته ویل مې که طالبان پوه شي ښايي ستونزه راته جوړه شي. که مې ونیسي هم جریمه کېږم او هم ښايي ما ونیسي، یا مې په کورنۍ کومه بله بلا راپرېوځي. نېږدې دوه میاشتې مې کار ونه شوای کړای.»

د آریشګرو مېرمنو د کار تر بندښت وړاندې، تینا وايي، د ورځې یې له شاوخوا درې تر څلور زره افغانیو پورې عاید درلود، هغه پیسې، چې د پنځه کسیزه کورنۍ د لګښتونو یوه مهمه برخه یې برابروله. خو اوس د هر پېرودونکي لپاره باید له وړاندې بیداره وي، د مشتري له راتلو او وتو نیولې تر کار ځای او ان هغه لارې پورې، چې خپله یې د تګ راتګ لپاره غوره کوي.

نوموړې توضیح کوي: «نه شم کولی تبلیغات وکړم او نوی مشتري ولرم. هغه مشتریان چې کور ته راځي هم له پنځو زیات کسان نه شم منلی، تر څو د پام وړ نه شي، کله چې د مشتري کور ته ورځم هم له فرعي او لرې لارو ځم، چې له طالبانو سره مخ نه شم. کار کول ډېر سخت شوي ډېر.»

په هر صورت، د تینا لېوالتیا له هغه کار سره چې کلونه یې د ژوند لګښتونو په ترسره کولو کې تېر کړي، ان په پټو شرایطو کې یې هم په بشپړه توګه نه دی پريښی، هغه اوس د مخکینۍ همغږۍ او بشپړ احتیاط سره یو له بل وروسته پېرودونکي قبلوي.»

د تینا کار ځای اوس یوه کرايي کوټه ده، چې د میاشت پنځه زره کرایه ورکوي. هغه وايي، د داسې ځای پیدا کول آسانه کار نه دی. نوموړې زیاتوي، د کورونو خاوندان سینګارونکو ته د کور په کرایې ورکولو څخه وېرېږي. د همدې لپاره تر ډېره په لرې پرتو سیمو کې کور نیسي تر څو د مشتریانو تګ راتګ لږ ولیدل شي.

د تینا د کور او کار ځای تر منځ کابو ۲۰ دقیقې لار ده. خو د هغې لپاره همدا لنډه لار هم له «وېرې» سره مل ده. هغه د تګ راتګ پر مهال اوږدې تورې جامې اغوندي او مخ یې په بشپړه توګه پټوي تر څو لږ ورته پام شي. وايي، په ټوله لار خپل شاوخوا ته ګوري او اندېښمنه وي، نه ویل کېږي د طالب ځواکونو سره مخ نه شي.

د تینا مور او ۷۴ کلنه رخسار* هر ځل چې د ښخو څخه د نجونو په ځانګړې توګه د اریشګرو مېرمنو د نیولو په اړه اوري، لور ته یې اندېښنه زیاتېږي.

هغې و ویل: «کله چې تینا له کوره وځي په زړه کې مې وېره وي، چې خدای مه کړه طالبان یې لار ونه نیسي، څوک یې کار ته متوجه نه شي او زرګونه نور فکرونه. آرام او ټېک مې نه کېږي، ورته وایم هر ځای ته چې ورسېدې زنګ راته وکړه.» وايي په همدې خاطر یې ژر ژر د لور احوال اخلي.

تینا هم وايي، د دې لپاره چې مور یې اندېښمنه نه شي، د ورځې څو ځلې اړیکه ورسره نیسي او خبر ورکوي، چې په کار ځای کې ده او یا هم د کوم مشتري کور ته تللې ده.

هغه د ښوونځي په دولسم ټولګي کې وه، چې د طالبانو د مشر په فرمان د زده کړو له دوام څخه محرومه شوه. وايي، هیله یې درلوده، پوهنتون ته لاړه شي او د ښکلو هنرونو په څانګه کې زده کړې وکړي.

تینا د دې محدودیتونو سره سره، لا هم د هغې راتلونکې په اړه وايي، چې په هغې کې وکولی شي په آزاده توګه کار وکړي. نه په پټو کورونو کې، نه له کمو مشتریانو او نه هم د هر ځل دروازې ټکېدو د غږ له وېرې سره: «زه نه غواړم او نه هم کولی شم، چې بېکاره وم. وروڼه مې ټول بې کاره دي او د کور ټول لګښتونه مو له همدې لارې برابرېږي. نه پوهېږم تر کومه به دا وضعیت وي. زه هیله لرم چې یوه له دې ټولو وېرو پرته کار وکړم او په آزاده توګه هغه څه چې یم ځان ښکاره کړم.»

یادونه* په دې راپور کې نومونه مستعار راغلي دي.

اړوندې لیکنې

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
د بشري حقونو لسګونو بنسټونو او فعالانو د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د درېدو غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو لسګونو بنسټونو او فعالانو د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د درېدو غوښتنه وکړه

17 اکتوبر 2026
«له درس ویلو ژوندي پاتې کېدل مهم دي»: بامیانو کې د کارګرو ماشومانو کیسه
دسته‌بندی نشده

«له درس ویلو ژوندي پاتې کېدل مهم دي»: بامیانو کې د کارګرو ماشومانو کیسه

16 اکتوبر 2026
ریچارد لیندسي: د افغانستان د باثباته راتلونکې لپاره د ښخو د حقونو رعایت کول اړین دي
خبر

ریچارد لیندسي: د افغانستان د باثباته راتلونکې لپاره د ښخو د حقونو رعایت کول اړین دي

15 اکتوبر 2026
راتلونکی کال به افغانستان کې په شدیده خوارځواکۍ د اخته ماشوم شمېر ۱.۱ میلیون ته ورسېږي
خبر

راتلونکی کال به افغانستان کې په شدیده خوارځواکۍ د اخته ماشوم شمېر ۱.۱ میلیون ته ورسېږي

15 اکتوبر 2026
د ښځو کیسې، هېڅ نجلۍ باید د تاوتریخوالي زغمولو ته اړ نه کړو
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې، هېڅ نجلۍ باید د تاوتریخوالي زغمولو ته اړ نه کړو

14 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه