د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

انځور: ټایم مجله

د پوهنې فعاله او د افغانستان د رهبرۍ ښوونځي (SOLA)یو له فعالانو، شبانه بسیج راسخ د ټایم مجلې د ۲۰۲۶ کال د ۱۰۰ اغېزمنو څېرو په کلني نوملړ کې راغلې ده.

رخشانه: مېرمن راسخ نن (چهارشنبې د وږي ۸ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په کولو سره لیکلي، «ټایم مجلې زما نوم د ۲۰۲۶ TIME100 Next د یوې غړې په توګه اعلان کړی دی.»

نوموړې د ټایم مجلي به ۱۰۰ اغېزمنو څېرو کې د خپل نوم په راتګ سره خوښي ښودلې وايي، «دا ویاړ د افغان ښځو اړوند دی.»

د زده کړې برخې دې فعالې لیکلي دي: «ویاړم، مننه کوم او پوهېږم، چې که څه هم دا ویاړ په ما پورې اړه لري، خو د ما نه دی. دا ویاړ د افغان مېرمنو اړوند دی او تمه ده، چې هغوی همداسې اورونه په لاسونو کې له ځان سره لېږدوي.»

ټایم مجلې هم په یوه مطلب کې لیکلي، شبانه بسیج راسخ په ۲۰۲۱کال کې هغه مهال چې طالبان بیا واک ته راوګرځېدل، له پوهنې سره خپله ژمنتیا په ښه توګه وښوده.
په دې مطلب کې راغلي، شبانه راسخ د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د خپلو ټولو زده کوونکو سوابق د هغوی د خونديتوب په پار وسځول او ټول یې روانډا هېواد ته ولېږدول.

د ټایم مجلې په وینا، د شبانې راسخ تر نظر لاندې ښوونځي، له خپلې انلاین اکاډمۍ سره یو ځای اوس له ۴۳ زره زیات زده کوونکي لري.

دې مجلې ویلي، په کال ۲۰۲۶ کې د شبانې راسخ مشري د دې لامل شوه، چې د Elevate Prize جایزه تر لاسه کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

ټایم زیاته کړې، د هرې نجلۍ د زده کړې، ودې او رهبرۍ حق ساتنه باید استثنا نه وي، بلکې دا باید تر ټولو عادي خبره وي. تر هغه وخته چې داسې نه وي، دا هڅې به دوام ولري.

شبانې راسخ هم ویلي «افغان ښځې او نجونې به هېڅ کله تسلیم نه شي، خپل مخ مه اړوۍ.»

اړوندې لیکنې

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل
خبر

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

5 اکتوبر 2026
د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026
د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه
خبر

د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

5 اکتوبر 2026
غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې
خبر

غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې

4 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه