د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

3 اکتوبر 2026
طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

تخار کې یوه خبره سرچینه وايي، طالب استخباراتو د دې ولایت «خواجه غار» ولسوالۍ کې یوه د ازبکي ژبې یوه ښځینه شاعره او د یوه ښوونځي ښوونکې نیولې او زنداني کړې ده.

رخشانه: یوې سرچینې د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي، دا ښځینه شاعره او مېړه یې کابو دوه اوونۍ وړاندې د خواجه غار ولسوالۍ له «هزارباغ» سیمې څخه طالب استخباراتو نیولي دي.

د سرچینې په وینا، دا ښځه مژده ازبک نومېږي او د خواجه غار ولسوالۍ «هزارباغ» سیمه کې د «ګوهرشاد بېګم» ښوونځي ښوونې ده.

د سرچینې د خبرو له مخې، مېرمن ازبک د پنځو اولادونو مور ده او د «اعتراضي شعر د ویلو او له راحله دوستم سره د اړیکې په تور» له مېړه سره نیول شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، د مژده ازبک کورنۍ د هغې د امنیتي اندېښنې له امله، د روغتیايي وضعیت او دا چې د طالبانو په کوم زندان کې بندي ده، څه نه دي ویلي.

په دې اړه نور ولولئ...

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

د دې ښځینه شاعرې نیولو د بشري او ښځو د حقونو د فالانو غبرګونونه راپارولي دي.

فعالانو د طالبانو له خوا د دې ښځینه شاعرې نیول غندلي او د طالبانو له زندانه یې د هغې د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې په وار وار خپل منتقدان نیولي او زنداني کړي یې دي.

د دې ډلې مشر د عاشقانه او اعتراضي شعرونو په ویلو بندیز لګولی دی.

اړوندې لیکنې

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026
د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه
خبر

د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

5 اکتوبر 2026
غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې
خبر

غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې

4 اکتوبر 2026
د ښځو کیسې، ولې له طالبانو سره مبارزه اړینه او په کورنو کې له طالبي فکر سره تر هغې زیاته اړینه ده؟
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې، ولې له طالبانو سره مبارزه اړینه او په کورنو کې له طالبي فکر سره تر هغې زیاته اړینه ده؟

4 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه