د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ښځو کیسې: د طالبانو تر سیوري لاندې ژونده ناکامه تېښته

3 اکتوبر 2026
د ښځو کیسې: د طالبانو تر سیوري لاندې ژونده ناکامه تېښته

BBC

س.ع

دا دې هغې نجلۍ کیسه ده، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو له زیاتېدو سره سم یې، له خپلې خور او ورور سره یو ځای له قاچاقي لارې د ترکیې لار په مخه کړه. هغه په دې کیسه کې د خپلو سترګو لیدلی حال او د سختو لارو په اړه بیان کوي. د «چالدران» سیمې په واورو کې بند پاتې کېدل، په ورځو ورځو د یوه کلیوال په کور کې پټېدل، خو په پای کې بېرته هغه ځای ته وګرځېدلو چې تېښته یې ترې کړې وه. د طالبانو تر سیوري لاندې ژوند.

د «چلدران» په غرونو درنې واورې ورېدې او یخنۍ مو مخونه او لاسونه سوځول. زه، خور او ورور مې د پولې په صفري نقطه کې د تړلې دروازې تر شاه ولاړ وو او له یخنۍ لړزېدلو. د یو بل لاسونه مو نیولي وو. تلېفون آنتن نه ورکاوه.

په هغه شېبه، چې د نیولو او ان مرګ خطر موږ ته خورا نېږدې وو، ایران کې د ژوند سختې ورځې مې یاد ته راتللې. په ایران کې ژوند له ټولو سختیو سره تېرېد، خو د افغانانو د نیولو او له پولې د اړولو خبرونه هره ورځ زیاتېدل. د اصفهان په کوڅو کې به یې چې افغان کډوال نیول، نېغ یې پولې ته وړل. موږ یو ځل د طالبانو تر لاسه لاندې ژوند کړی وو او پوهېدو چې ستنېدل یعنې څه.

همدا هره ورځنۍ وېره د دې لامل شو، چې په پای کې مو له قاچاقي لارې ترکیې ته د تګ پرېکړه وکړه. له قاچاقي لارو هم ډارېدو، خو بله چاره مو نه درلوده.

پلار او مور مو راضي نه وو. ویل یې نه کېږي، چې درې اولادونه په دې سخته او له خطره ډکه لار روان کړي. خو موږ نه لاس په سر کېدو، آخر یې وملنه. د کب میاشتې لومړی ورځې وې، له خور او ورور سره بازار ته لاړم، یوه کڅوړه، بوټان، ګرم جاکټ او یو وړوکی قرآن کریم مو واخیست. د روانېدو په شپه مو مور آش پخ کړی وو. زموږ درې واړو خوښېد، خو په هغه شپه هره کاشوغه په زور ښکته تېرېده.

ټاکل شوې وه، د شپې نهه بجې پرایډ ډول موټر په موږ پسې راشي، خو رانغلو. نهه او لس دقیقې مو «ساسان» ته زنګ وکړ. ساسان د هغه ایراني وګړي مستعار نوم وو، چې ټاکل شوې وه ما او زما ملګري تر پولې ورسوي. خو موټر چلوونکی بل کس وو. ساسان و ویل، موټر پنچر شوی او سبا سهار اووه بجې راځي. په همغه شپه وپوهېدو چې په دې لار کې د چا په خبرو باور نه شي کېدای، د سبا ورځې په سهار مو مور قرانکریم راوړ او موږ ترې لاندې تېر شو. پلار په غېږ کې ونیولو او ویل یې ځان ته پام کوی. مور مو اوبه راپسې وشیندلې، روان شوو او تر کومه چې کېدای شوای د موتر له ښيښو مو ورته کتل او ژړل مو.

موټرچلوونکی ډنګر سړی وو او ویل یې د کندهار دی. دوه شپې یې خوب نه وو کړی او موږ وېرېدو چې خوب یې یونسي او موټر چپه نه شي. سهار وختي تهران ته ورسېدو. په یوه زاړه کور کې چې څو تنه ځوان نارینه یې په انګړ کې ناست وو. پلار ته مې زنګ وکړ او ورته ومو ویل موږ ورسېدو. دوه ساعته ویده شو او وروسته په یوه بل سپین پرایډ کې روان شو. «خوی» سیمې ته نېږدې موټر چلوونکي په نمبر پلېټ خټې وموښلې، چې کامره کې را نه شي. د اوغلي، قره تپه او قره بلاغ درې لارې کې زه مخکې ناسته وم او ځان مې په خندا واچاوه، چې فکر وکړي د یوې کورنۍ یو.

لس ساعته مو چې مزل وکړ، اصلي قاچاقبر ساسان راغی او موږ یې د «خوی» په سیمه کې یوه کور ته بوتلو. ځان یې معرفي کړ او ویې ویل: «تاسو زما د اولاد په شان یۍ مه وېرېږۍ.» ویل یې څو ورځې همدلته پاتې شۍ تر څو اوضاع ارامه شي. درې ورځې په یوه سړه کوټه کې، چې قران کریم یې په تاخچه کې ایښی وو او څو پخواني انځورونه یې په دېوال ځوړند وو، پاتې شو. یوه زړه ښځه چې په کور کې وه، موږ ته یې ډوډۍ راوړله، خواړه ډېری وخت لوبیا وه او دومره لږ وه، چې نه پرې مړېدو. یوازې یو نازک پټو مو درلود، له انګړه به چې هر اواز راته، وېرېدلو، ورور مو د شپې ویښ پاتې کېد او ساتنه یې کوله.

څلورمه ورځ یې موږ یوه بل کور ته یوړو، هلته څو نور مسافر هم وو. یوه کرد مېرمن له خپل زوی سره یو ځای له موږ سره سپره شوه، چې که په پوسته کې تلاشي کېږي، نو په کردي خبرې وکړي. خو تر ټولو بده صحنه مو هلته ولیدله. درې هزاره هلکان چې له څېرو یې معلومېده بهرني وګړي دي، د موټر په ډاله کې یې ویده کړل او ساسان دروازه ورپسې قلف کړه.

درې ساعته په کچه او پېچلي غرني سړک پورته لاړو. ماښام یې په یوه تیاره دره کې پیاده کړو. قاچاقبر یوې لرې کوډلې ته اشاره وکړه او ویې ویل، هلته لاړ شۍ. خپله یې ویل زه بېرته راځم. وروسته سپور شو او ولاړ. د کوډلې دروازه مو چې هر څومره وټکوله، چا خلاصه نه کړه. موبایل آنتن نه ورکاوه. یو ساعت تر واوره لاندې ولاړ وو تر څو یوه ښځه له لاسي څراغ سره راغله.

نوم یې فاطمه وو. یوه کردي مېرمن وه. موږ یې کور ته بوتلو او تیلي بخارۍ یې ولګوله. د فاطمې مېړه ناروغ او په روغتون کې بستر وو. د ژوند او هغه د درملنې لګښتونه یې له همدې لارې، چې ترکیې ته روانو مسافرو ته یې ځای ورکاوه، تر لاسه کول. په حقیقت کې د قاچاقي مسافرو د ساتلو څخه. ورور مې په همغه ځای کې پلار او مور ته زنګ وکړ، چې روغ یو.   

په دې اړه نور ولولئ...

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

سهار وختي چې مامورین د کورنو پلټلو لپاره راغلل، فاطمې موږ د کمرونو منځ ته یوړو، د سهار له شپږو د ماښام تر شپږو پورې هملته ناست وو. خور مې له یخنۍ او لوږې د بې هوښه کېدو په حال کې وه.

یوه میاشت هملته پاتې شو، ځکه ساسان ویل پوله تړلې ده. د ورځې مو کردي جامې اغوستې او د غرنیو سبزیو راټولو لپاره پوښتو ته تلو، تر څو د همغه ځای د خلکو په شان شو. د شپې له خوا به د فاطمې اته کلن زوی کردي سندرې اېښودې او غوښتل یې کردي نڅا را زده کړي. یوه شپه چې سپوږمۍ ټول ځایونه نیولي وو، د فاطمې لور زېبا موږ ته د حافظ فال ونیوه. نیمه شپه د فاطمې موبایل ته زنګ راغی، د حرکت وخت وو.

هلته ډېر خلک راټول شوي وو. ښايي دوه یا درې سوه تنه به وو. بالاخره ژمنه شوې شپه راورسېدلې وه. قاچاقبرانو چیغې وهلې منډه کړۍ. له یوه داسې سیند نه تېر شو، چې اوبه مو تر ملا پورې وې. وروسته د ترکانو اړوند کورونه له لرې راښکاره شول. قاچاقبران خپله مخکې لاړ نه شول. یو هلک یې ورولېږه، چې اغزن تار لرې کړي. د ډزو غږونه راغلل او هلک په واوره راپرېوت. په هغه ځای چې لوېدلی وو سور شوی وو. قاچاقبران ورک شول او ایراني مامورین له څو لوریو راغلل. نارینه یې په ځمکه څملول او ویې وهل. د هغو سړیو بوټان یې ترې واخستل، چې بوټان یې درلودل.

په پوسته کې یې زموږ نومونه او مشخصات ولیکل. یوه نوزېږدي له یخنۍ ساه نه شوای اخیستی. یوه یو کلن ماشوم چې د خپل پلار په غېږ کې وو، په مور پسې چیغې وهلې، مور یې د تېښتې پر مهال ورکه شوې وه. د پوستې قوماندان په غوسه پوښتنه وکړه، ولې مو خپل کور او هېواد پریښی او دلته راغلي یاست. یوه ځوان چې ځان یې د پخواني حکومت سرتېری معرفي کړ، ځواب ورکړ: «که پاتې شوي وای، له طالبانو سره مو برخلیک مرګ وو.»

وروسته یې موږ یوې وړې کوټې ته د ننه کړو. کابو سل تنه په لندو جامو کې سره ناست وو. یوه زاړه سړي په سختۍ ساه اخیسته، خو چا یې مرسته نه کوله. یوه شپه ورځ هلته وو او وروسته یې په وهلو ټکولو را وایستو. د نارینه وو بوټان او ملابندونه یې ترې واخیستل، چې ونه تښتي. په لاره یوه هلک له مخکني موټر څخه ځان د باندې وغورځاوه. د ډزو غږ شو او پوه نه شو چې څه وشول. وروسته یې موږ په دوه بسونو کې، چې پردې یې بشپړې تورې وې سپاره کړو. د پردې له څنډې مې بیرون ولید، خلکو خپل عادي ژوند کاوه، له ځان سره مې و ویل، ای کاش د دوی یوه پر ځای وای، بې غږه مې وژړل.

نیمه شپه د تهران څخه د باندې پنډغالي ته، چې ویل یې عسکر آباد دی ورسېدو. درې شپې ورځې په یوه ناولي ګدام کې وو. د بسونو د بېرته ستنېدو لپاره یې په زرو له هر کس نه پیسې واخیستې. دوه ځوانان مې ولیدل، چې پېښې یې ماتې، لاسونه او سترګې یې تړلې وې. مامور بوتل په لغته و واهه او ځوان ته یې په مخ څپېړه ورکړه. له ځان سره مې و ویل: موږ له ژونده څه غوښتل؟

کله یې چې څو دقیقې وروسته موبایلونه راکړل، ورور مې پلار ته زنګ وکړ. پلار مې و ویل: «موږ هم د افغانستان د پولې په خوا روان یو.» له همغه څه مو چې تېښته کوله، زموږ پر سر راتلل. یوه شپه او ورځ مو مزل وکړ تر څو د ایران او افغانستان پولې ته ورسېدو.

طالبانو دروازه خلاصه نه کړه. ویل یې زموږ کاري نوبت پای ته ورسېد. ایران هم نه منلو. یو ساعت د دواړو پولو تر منځ په دښته پاتې شو تر څو دروازه پرانیزي. کله چې پلي شو او پل مو د افغانستان په خاوره کېښود. د طالبانو سپین بیرغ مو ولید، چې باد رپاوه.

یادونه: د راغلو کیسو د منځپانګې مسوولیت د هغو د لیکوالانو په غاړه دی.

اړوندې لیکنې

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

30 سپتمبر 2026
نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې
دسته‌بندی نشده

نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د افغان خبریالانو مرکز: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې معلوماتو ته د لاسرسي حق له منځه تللی
خبر

د افغان خبریالانو مرکز: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې معلوماتو ته د لاسرسي حق له منځه تللی

28 سپتمبر 2026
هسپانیا کې د هزاره ټولنې د فعالانو له خوا «د هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه وشوه
خبر

هسپانیا کې د هزاره ټولنې د فعالانو له خوا «د هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه وشوه

27 سپتمبر 2026
د امیندوارۍ د مخنیوي نړیواله ورځ: افغانستان کې د هغو ښځو کیسې چې د امیندوارۍ واک نه لري
دسته‌بندی نشده

د امیندوارۍ د مخنیوي نړیواله ورځ: افغانستان کې د هغو ښځو کیسې چې د امیندوارۍ واک نه لري

27 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه