د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ښځو کیسې، ولې له طالبانو سره مبارزه اړینه او په کورنو کې له طالبي فکر سره تر هغې زیاته اړینه ده؟

4 اکتوبر 2026
د ښځو کیسې، ولې له طالبانو سره مبارزه اړینه او په کورنو کې له طالبي فکر سره تر هغې زیاته اړینه ده؟

ArtLords

حلیمه ملک

زه د پنجشېر یوه نجلۍ یم، له هغې ځمکې، چې نوم یې د ډېرو لپاره د طالبانو په وړاندې د مقاومت، درېدنې او  مخالفت سره غوټه شوی دی. موږ په وار وار له دې مخینې سره ویاړ کړی او ویلي مو دي، چې پنجشېر د طالبانو په وړاندې سره نه دی ټیټ کړی. له شک پرته دا زموږ د حافظې او ټولیز هویت یوه برخه ده. خو زه د یوې ښځې په توګه له همدې جغرافیې اړ یم، ځینې ترخې او ستونزمنې پوښتنې مطرح کړم. آیا په رښتیا مو له طالبي فکر سره هم مبارزه کړې ده، یا یوازې د هغوی له بیرغ، ټوپک او سیاسي جوړښت سره مخالف یو؟

زه په پنجشېر کې داسې ښځې پېژنم، چې کلونه کلونه له زده کړو محرومې پاتې شوې دي. نه یوازې د طالبانو په واکمنۍ کې، بلکې ان د جمهویت په دروان کې، هغه وخت چې لږ تر لږه د کاغذ پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې پرانستې وې. هغوی وسله والو طالبانو له ښوونځي نه وې ایستلې، د پلار، ورور، مېړه یا کورنیو د مشرانو پرېکړې یې خنډ ګرځېدلی وو. د هغوی ځینو لپاره ښوونځی د کور په یو قدم کې وو، خو د کور او ښوونځي تر منځ واټن له هر غره او درې تېرېدونکی وو. طالباني فکر همدا دی.

ما خپله هم دا واټن په آسانۍ نه دی وهلی. ښوونځی مې په کابل کې پای ته رسولی او کلونه کلونه مې په کابل کې په درس لوستلو تېر شوي دي. هغه ښوونځی چې زده کړې مې په کې کولې، چندان امکانات یې نه درلودل. زموږ ټولګي په خېمو کې جوړېدل او له ودانیز او زده کړو د امکاناتو له پلوه یې ساده ډول درلود. له دې ټولو سره سره، زما لپاره اصلي ستونزه خېمه او د امکاناتو کمښت نه وو. لویه ستونزه په کور کې وه.

زه له هغې کورنۍ راتلم، چې د نجلۍ له درس لوستلو سره موافق نه وه، د همدې لپاره ښوونځي ته تګ او زده کړو ته دوام ورکول زما لپاره هغه څه نه و، چې په آسانۍ لاس ته راغلي وي. ما د کورنۍ له مخالفت او په ډېره سختۍ سره زده کړې وکړې، د هغه حق لپاره چې ښايي ابتدايي تر سترګو شي، باید په وار وار درېدلې وای، ښايي مبالغه نه وي، چې و وایم، زما لپاره ښوونځی یوازې د کور او ټولګي تر منځ فاصله نه وه. هغه لار وه، چې د طی کولو لپاره یې د مخالفت، وېرې او محدودیت تر منځ تېرېدم.

ښايي همدا تجربه د دې لامل شوې، چې نن ورځ له زده کړو د نجونو محرومیت یوازې په رسمي فرمانونو او د ښوونځیو په بندو دروازو کې ونه وینو. کله کله لومړنۍ دروازه چې نجلۍ باید ترې تېره شي، د کور دروازه ده. له هغې مخکې هغه څوک چې د هغې پر مخ دروازه وتړي، ښايي پلار، ورور، یا د کورنۍ مشر یې د هغو پر مخ د هیلو دروازه تړلې وي.

په همغه کلونو کې مې داسې نجونې هم پېژندلې، چې زما همځولې وې، خو د کورنیو د مخالفت له امله ونه توانېدې، چې درس ولولي. نن ورځ ځینې له هغو هغه ښځې دي، چې د زده کړې، نړۍ پېژندنې، پوښتنې کولو او د خپل ژوند په اړه د پرېکړې کولو د واک فرصت نه لري. تر ټولو دردونکې دا ده، کله انسان دومره محروم پاتې کېږي، چې ان نه پوهېږي، کومه نړۍ یې پر مخ پرانستې او کوم فرصتونه له هغې اخیستل شوي دي.

همدا شخصي تجربه د دې لیکنې د لیکلو یو اصلي دلیل دی. زه په دې یادښت کې نه غواړم د پنجشېر د مقاومت له تاریخ څخه انکار وکړم او یا هم ټولې کورنۍ یو شان و بولم. زما پوښتنه دا ده، که موږ له طالبانو سره له زده کړو او آزادۍ د ښځو د محرومولو په دلیل مخالف یو، آیا نه باید همغه باورونه، چې کله زموږ په کورونو کې شتون لري، هم نقد کړو؟

زما لپاره له طالباني فکر سره مخالفت یوازې له یوې سیاسي ډلې سره مخالفت نه دی، دا مخالفت باید له کوره پیل شي، له هغه ځایه چې ممکن ده یوه نجلۍ ښوونځي ته د تګ، د زده کړې د دوام، کار کولو یا خپلې راتلونکې د غواروي لپاره د کورنۍ له مخالفت سره مخ شي.

ما خپله دا ستونزه ګاللې ده او ښايي که مې د هغې له شتون سره په پرلپسې ډول پر مخالفت ټینګار نه وای کړی، نن ورځ به په هغه ځای کې نه وای، چې وکولی شم، دا موضوع ولیکم. په همدې دلیل دا موضوع زما لپاره یوازې یو ټولنیز یا سیاسي بحث نه دی، بلکې زما د ژوند د شخصي تجربې یوه برخه ده.

په همدې دلیل، هر ځل چې د «طالب ضد ټولنې» په اړه اورم، له ځانه پوښتم، د کومو طالبانو ضد؟ د هغې ډلې ضد چې سیاسي واک یې ولکه کړی دی، یا د هغې فکر ضد چې ښځه خپل واک او د حق خاوند انسان نه بولي؟ د هغو کسانو ضد چې کابل کې د زده کړو د مخنیوي فرمانونه صادروي او په ارګ کې ناست دي، یا د هغه کسانو ضد، چې په خپلو کورونو کې د رسمي فرمان له اړتیا پرته همغه ممنوعیت پلی کوی؟

طالباني فکر یوازې به لونګۍ، ږیره، ټوپک او په یوه اداره کې پر شتون نه خلاصه کېږي، د دې تفکر جوهر دا دی، چې ښځه د یوه خپلواک انسان په توګه نه، بلکې د یوه سړي تر سرپستۍ لاندې مخلوق په توګه ګڼي، هغه موجود، چې د زده کړې، کار کولو، تګ راتګ، واده کولو، د جامو غوراوي او ان خبرو کولو لپاره د کورنۍ له نارینه اجازه واخلي.

طالبي فکر وايي، د ښځې ځای کور دی، د هغې غږ باید غلی پاتې شي، په ټولنه کې یې شتون د «فتنې» سبب کېږي، د کورنۍ حیثیت د هغې په بند او چلند کې خلاصه کېږي او نارینه حق لري، د غیرت، دود یا دین په نوم د هغې د ټول ژوند په اړه تصمیم ونیسي. طالبان د ښځو زده کړې خطر ګڼي، د هغوی اقتصادي خپلواکي ګواښ بولي او ټولنیز حضور یې نه شي زغملی، دوی غواړي ښځه ونه لیدل شي، غږ یې وا نه اورېدل شي او د غوره کولو واک ونه لري، خو هر هغه سړی، چې همدا باورونه په خپل کور کې پالي او عملي کوي یې، هر څومره چې د باندې د طالبانو ضد شعارونه ورکړي، په رښتیا له طالباني فکر سره فاصله لري؟ آیا یو څوک چې د یوې جغرافیې د آزادۍ لپاره مبارزه کوي، خو خپله خور او لور یې له آزادۍ محروموي، کولی شي ځان آزادي غوښتونکی وبولي؟

دا پوښتنې یوازې پنجشېر ته متوجه نه دی، په نورو سیمو لکه، بدخشان، بغلان او نورو سیمو کې د ډېرو کسانو تر منځ چې ځان د طالبانو مخالف ګڼي، هم کولی شو دا توپیر و وینو. ښايي یو څوک له سیاسي نظره د طالبانو دښمن وي، خو ښځې ته د کتو په تړاو ښايي له هغوی سره هومره توپیر ونه لري. ښايي د مقاومت، آزادۍ او عدلت خبرې وکړي، خو کله یې چې لور د زده کړو، کار یا د خپل ژوند لارې د ټاکلو غوښتونکې شي، ناڅاپه یې ژبه د واکمن په څېر شي، چې په ویناو کې یې محکوموي.

د موضوع تریخوالی په همدې تناقص کې نغښتی دی، ځینې نارینه د ځان، خپل قوم او وطن لپاره آزادي غواړي، خو نه د خپلې کورنۍ د ښځو لپاره، هغوی له سیاسي تپل کېدو څخه شکایت لري، خو په کور کې فرمان صادروي، د طالبانو د ظلم څخه وايي، خو د خپلو لوڼو پوښتنه بې ادبي بولي، د طالبانو له زندانونو په غوسه دي، خو کور یې د ښځو لپاره په پنجره لرونکي زندان بدل کړی دی. دا ډول مقاومت ښايي قدرت له ستونزو سره مخ کړي، خو لا هم خپلواکۍ ته نه دی رسېدلی.

په ټینګار سره وایم، زه دا خبرې د پنجشېر د مقاومت له تاریخ څخه د انکار په پار نه لیکم، او د پنجشېر په ټولو خلکو هم یو شان قضاوت نه کوم. په همغه ټولنه کې داسې پلرونه شته، چې په خپل ټول توان یې د لوڼو له زده کړو ملاتړ کړی دی، هغه میندې، چې د دودیزه فشارونو په وړاندې درېږي او داسې سړي، چې د خوینډو او مېرمنو آزادي یې د خپل کرامت یوه برخه بللې ده. خو د یوې خاورې سره مینه باید د هغې د کمزورتیاوو په وړاندې د چوپ پاتې کېدو مانا ونه لري، ریښتینې نیوکه خیانت نه دی، ځینې وختونه دا د وفادارۍ تر ټولو مسوولانه بڼه ده.

زه د پنجشېر یم او له همدې امله غواړم، چې پنجشېر نه یوازې په خپل پوځي مقاومت و ویاړي، بلکې د ښځو د آزادۍ لپاره هم یوه بېلګه وي، که موږ د طالبانو په وړاندې د درېدو ادعا کوو، باید وښیو چې موږ د طالبانو د منطق هم مخالف یو. واقعي مقاومت باید د کورونو د تړلو دوازو څخه هم تېر شي او د هغو نجونو ژوند ته ورسېږي، چې د غواروي حق یې لا هم په رسمیت نه دی پېژندل شوی. له هغې پرته، ښايي زموږ غرونه تسلیم شوي نه وي، خو زموږ د ذهنونو یوه برخه ښايي لا هم د همغه فکر په اشغال کې بند پاتې وي.

کله چې د افغان نجونو د محرومیت په اړه خبرې کوو، تر ډېره مو فکرونه رسمي فرمانانو او د واک مرکزونو ته ورګرځي. دا لید اړین دي، ځکه د سازمان شوي او پراخ محرومیت اصلي مسوولیت د طالبانو په غاړه دی، خو یو بل حقیقت هم شتون لري. د ځپلو هېڅ یو فکر یوازې په زور سره دوام نه شي کولی، مګر دا چې د ټولنې په ځینو برخو کې د هغې د منلو لپاره یوه زمینه شتون ونه لري. طالبانو د ښځو د ځپنې ډېر باورونه نه دي رامنځ ته کړي، بلکې دې باورونو ته یې لار جوړه کړې، منظم او وسله وال کړي یې دي او په رسمي پالیسیو یې بدل کړي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

مخکې له دې، چې طالبان د ښوونځیو دروازې وتړي، مګر نه مو دي لیدلي او نه مو دې اورېدل، چې ډېری دروازې د نجونو د هیلو پر مخ تړلې بوې؟ یا «د ښځې یې له کار سره څه؟»

وړاندې له دې، چې د ښځو ټولنیز ګدون جرم وګڼل شي، ډېری ښځو زده کړي دي، چې لږ خبرې وکړي، لږ ولیدل شي او خپلې غوښتنې د نورو د خوښۍ او عزت لپاره قرباني کړي. طالبانو دغه پخوانی ټپ په یوه ملي ناورین بدل کړی دی.

د یوې نجلۍ لباره د ظلم لومړۍ تجربه تل په یوه حکومتي اداره کې نه رامنځ ته کېږي، ځینې وخت دا له دسترخوان څخه پیلېږي، هغه مهال چې د هغې د ژوند په اړه لویې پرېکړې کېږي، پرته له دې، چې نظر یې وپوښتل شي. کله په هغه ورځ پيلېږي، چې ورور یې کولی شي په آزاده توګه د باندې ووځي، خو هغه ته له کوره د وتلو په پار دلیل راوړي، ځینې وخت په هغه شېبه کې وي، چې کتاب یې له لاسه اخلي او وايي، له دې زیات د نجونو لپاره زده کړه لازم نه ده، دا محدودیتونه ښايي رسمي فرمان ونومول شي، خو پایله یې همغه ده: د یوې ښځې د نړۍ کوچیني کېدل.

تر ټولو دردونکې دا ده، چې دا ډول چلندونه کله ناکله د دین په نوم توجیه کېږي، تعصب، وېره او د کابو کولو لېوالتیا مقدسې جامې واغوندي تر څو هېڅوک د پوښتنې کولو جرآت ونه لري، کله چې نجلۍ اعتراض کوي، په بې حیایۍ، سرغړونې یا مخالفت په ارزښتونو تورنېږي. په داسې چاپېریال کې د دې پر ځای چې د اخلاقو او کرامت سرچینه شي، دین د هغو کسانو د لاس وسیله کېږي، چې غواړي خپل واک د نه پوښتنې وړ کړي.

یو له تر ټولو خطرناکو باورونو دا دی، چې د یوې کورنۍ «غزت» د هغو د ښځو په چوپ والي پورې تړلی دی، داسې چې یو نارینه هر ډول چلند کولی شي، خو د یوې نجلۍ شخصي ټاکنه د ټولنې کورنۍ لپاره ننګ شمېرل کېږي. په دې منطق کې ښځه د خپل حیثیت خاونده نه، بلکې د نارینه وو د آبرو لېږدونکې ده. د هغې بدن، جامې، تګ راتګ، واده او غږ په د څار په یوه ټولنیزه موضوع بدلېږي او ان د مرګ په ورځ یې هم د نامه له اخیستو شمېږي. همدا منطق دی، چې کنټرول یې په غیرت، جبر یې په ساتنه او محرومیت ته د مصلحت په نوم بدلون ورکوي.

زه پر هغه مقاومت باور نه لرم، چې له کوره بهر آزادي غواړي او د کور د ننه مطلق اطاعت. نه شو کولی د یوه ملت د برخلیک ټاکلو د حق لپاره شعار ورکړو، خو د یوې انکلۍ د برخلیک ټاکلو له حق څخه انکار وکړو. نه شو کولی په کابل کې ظلم محکوم کړو، خو د هغه یوه وړه نخسه په کور کې عملي کړو، هغه نارینه چې وايي، طالبان نه باید د افغانستان د خلکو په اړه پرېکړه وکړي، باید له ځانه وپوښتي، ولې دی حق لري د خپلې لور یا خور له خوښې پرته د هغې د راتلونکې په اړه تصمیم ونیسي.

ان که طالبان سبا له واکه لرې شي، تر څو چې په کورونو ، کورنیو او ټولنیزو اړیکو کې طالباني ذهنیت پاتې وي، ډېری ښځې به آزادي ونه لري. ښايي د کار فرصت برابر وي، خو مېړه به د ښځې خپلواکي د خپل واک لپاره ګوښ وګڼي، ښايي قانون له ښځې ملاتړ وکړي، خو ټولنه به له خپلو حقونو د ګټې اخیستو په پار هغې ته سزا ورکړي، د ټولنیز بدلون پرته سیاسي آزادي به د ډېری ښځو لپاره نیمګړې ژمنه وي. له همدې امله له طالباني فکر سره مبارزه لا ډېره اړینه ده.

اړوندې لیکنې

د ښځو کیسې: د طالبانو تر سیوري لاندې ژونده ناکامه تېښته
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې: د طالبانو تر سیوري لاندې ژونده ناکامه تېښته

3 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

30 سپتمبر 2026
نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې
دسته‌بندی نشده

نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه