د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

5 اکتوبر 2026
د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

ICC

د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC)اعلان کړی، چې د دې محکمې «دویمې لومړنۍ څانګې» د یوې پرېکړې په صادولو سره، د طالبانو د څلورو غړو د نیولو امر له پټ حالته ایستلي دي.

رخشانه: دې محکمې نن (دوشنبې د تلې ۱۳ مه) اعلان کړی، چې د افغانستان د قضیې په تړاو د هبیت الله اخوندزاده، عبدالحکیم حقاني، حبیب الله آغا او ندا محمد ندیم د نیولو حکم، له پټ حالته ایستل شوی دی.

د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو د مشر او د دې ډلې د دریو نورو لوړ پوړو غړو د نیولو حکم د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۸ مه او د ۲۰۲۵ د سپټمبر په ۹ مه صادر کړي وو. د نیولو دوه لومړني حکمونه د ۲۰۲۵ د جولای په ۸ مه علني شوي وو.

دې محکمې ویلي، داسې معقول دلایل شتون لري، چې ښيي، د طالبانو دا څلور لوړ پوړي غړي، د روم قانون سره سم د بشریت ضد جرم د امر ورکولو، هڅولو یا د ځورونې د هڅولو لپاره په په جرمي توګه مسوول وو.

یاده محکمه وايي، د افغان نجونو په وړاندې جرمونه د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مه د طالبانو د بیا واک ته رسېدلو سره پیل شوي او لږ تر لږه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر ۲۰ مې پورې یې دوام درلود.

د دې محکمې دویمې لومړنۍ څانګې ویلي، د طالبانو دا څلور غړي، د دې ډلې د استازو په توګه د حکومت پالیسۍ عملي کړې، چې په ترڅ کې یې د افغانستان د نیمايي وګړو حقونه او اساسي خپلواکۍ په شدیده توګه تر پښو لاندې شوې دي.

د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي، په دې قضیو کې د قتل، بند، ربړونې، جنسي تېري او جبري ورکېدو په ګډون کړنې تر سره شوې دي.

دې محکمې لیکلي دی، طالبانو په مشخصه توګه ښځې او نجونې د هغوی د جنسیت پر بنسټ په نښه او له هغوی یې د دوی حقونه او اساسي خپلواکۍ تروړلې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

طالبانو د فرمانونو او حکمونو له مخې، نجونې او ښځې په شدیده توګه د زده کړې، خصوصي حریم او کورني ژوند له حق او همدارنګه د تګ راتګ له خپلواکیو، بیان، فکر او مذهبي آزادیو څخه محرومې کړې دي.

د جرمونو نړیوالې محکمې زیاته کړې، ځینې نور کسان هم د طالبانو له خوا د دوی د جنسي تمایل یا جنسیت هویت له امله ځورول شوي دی.

یاده محکمه وايي، د روم د اساسنامې له مخې، د قربانیان په ځانګړې توګه د هغو ښځو او نجونو، چې ډېری وختونه په ناانډوله توګه د جنسیت پر بنسټ د ځورونې څخه اغېزمنې کېږي، ملاتړ وشي.

د جرمونو نړیوالې محکمې د دویمې لومړنۍ څانګې په وینا، په جنسي ځورونه کې نه یوازې د تاوتریخوالي مستقیم عملونه، بلکې د ځورونې سیستماتیک او بنسټیز ډولونه هم شامل دي.

اړوندې لیکنې

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه