د «روادارۍ» بشري حقونو بنسټ له افغان ښځو سره د پیوستون او د طالبانو له خوا د ښځو ځپلو عادي کولو ته د نه ویلو په موخه هسپانیا کې غونډه وکړه.
رخشانه: دا ناسته نن (پنشنبې د تلې ۱۶ مه) د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې جوړېدو د کلیزې په مناسبت د «کاسا آسیا او د مادرید د حقوق پوهانو ټولنې» په همکارۍ د هسپانیا په مادرید ښار کې جوړه شوې وه.
په دې غونده کې د افغانستان د خلکو لپاره د ولسي محکمې قاضیانو، د افغانستان لپاره د هسپانیا سفیر، د ښځو د حقونو فعالانو، د بشري حقونو فعالانو او یو شمېر افغان وګړو ګډون کړی وو.
دا غونډه د افغانستان له ښخو او خلکو سره د نړیوالو غورځنګونو د پیوستون د پیاوړتیا او د طالبانو له خوا د ښځو ځپلو ته د نه ویلو په موخه جوړه شوې وه.
د غونډې ګډونوالو د افغانستان د ښځو لپاره د ولسي محکمې د پرېکړې پر اهمیت ټينګار وکړ.
هغوی د افغانستان د خلکو لپاره د ولسي محکمې د پرېکړې د عملي کېدو او پر افغان ښځو او نجونو د ټولو محدودیتونو او ځپلو د لرې کولو غوښتنه وکړه.
په دې غونده کې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو له هغې، جملې په سویس، سویلي افریقا، ترکیې، د امریکا متحده ایالاتو او هسپانیا کې د محکمې او د هغو د پرېکړې د وړاندې کولو په اړه یو لنډ مستند نندارې ته وړاندې شو.
د دې غونډو جوړونکو و ویل، چې د ولسي محکمې پرېکړه به د روان میلادي کال په نومبر میاشت کې، په اندونیزیا کې د هېوادونو په غونډو کې هم وړاندې شي.
د روادارۍ بنسټ تېر کال میلادي میاشت، په لومړي ځل د طالبانو تر واک لاندې افغان ښځو د حقونو د سرغړونو څېړلو او مستند کولو په موخه، د ولسي محکمې غونده وکړه.







