ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ویلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې یې د اتو هلکانو او ۱۶ ماشومو نجونو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي ۲۴ پېښې ثبت کړې دي.
رخشانه: دا راپور چې تازه او «په افغانستان کې په وسله والو شخړو کې ماشومان» تر عنوان لاندې خپور شوی راغلي، چې له دې پېښو ۱۲ هغه یې په ۲۰۲۳، شپږ مورده په ۲۰۲۴ او شپږ نور مورده په ۲۰۲۵ کال کې ثبت شوي دي.
د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، ثبت شویو پېښو کې ۱۴ مورده جنسي تېری، اووه مورده جبري واده، دوه مورده د جنسي تېري لپاره هڅه او یو مورد هم جنسي ځورونه شاملې دي.
د دې بنسټ د راپور له مخې، طالبان په افغانستان کې د ماشومانو په وړاندې د تېري او جنسي تاوتریخوالي د ۲۱ موردو عاملین دي او درې مورده نور یې د ناپېزانده عاملانو له خوا تر سره شوي دي.
دا بنسټ وايي، د ماشومانو په وړاندې د تاوتریخواي او جنسي تېري د ۱۰ پېښو عاملان نیول شوي، د ۱۳ موردو په تېښته بریالي شوي او د یوه بل مورد عامل وژل شوی وو.
د ملګرو ملتونو راپور کې راځي، په افغانستان کې د ماشومانو په وړاندې د تاوتریخوالي ریښتیني اړخونه د بېلا بېلو دلیلونو، له هغې جملې له پېغور او ټولنیزې نوم بدۍ څخه وېرې، د کورنیو له خوا د شړل کېدو، د عاملانو یا د هغوی د کورنیو له خوا غچ اخیستونکو بریدونو، د قانون د حاکمیت کمزورتیا او د قربانیانو لپاره د ملاتړو خدماتو د نه شتون له امله، له ریښتینې کچې ډېر کم راپور ورکول کېږي.
د ملګرو ملتونو په وینا، دا عوامل د دې لامل کېږی، چې د ماشومانو په وړاندې د تاوتریخوالي ډېری پېښې راپور نه کړای شي او د دې پدیدې واقعي ابعاد په سیمه توګه مشخص نه کړي.
ملګري ملتونه په داسې حال کې دا راپور خپروي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه راپور کې ویلي، افغانستان کې د طالبانو له لوري د «بچه بازۍ» او د هلکانو د ګمارنې پدیده لا هم شتون لري.







