د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی

10 اکتوبر 2026
ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی

© UNICEF/UNI963174/Karimi

ملګري ملتونه په خپل تازه راپور کې وايي، د ۲۰۲۳ میلادي کال له پیله یې د ۲۰۲۵ تر پاي پورې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو څلور زره او ۵۸۲ پېښې ثبت کړې دي.

رخشانه: دا راپور تازه «په افغانستان کې په وسله والو شخړو کې ماشومان» تر عنوان لاندې د ملګرو ملتونو له خوا خپور شوی دی.

په راپور کې راغلي، چې د یو زره ۹۹۳ ماشومانو د حقونو په وړاندې په جدي سرغړونو کې، یو زر او ۶۸۵ هلکان، ۳۲۴ نجونې او ۱۱ تنه د نامعلوم جنسیت ماشومان شامل دي.

ملګرو ملتونو په خپل راپور کې لیکلي، دا موارد د تېرو دریو کلونو په پرتله ۳۸ سلنه کموالی څرګندوي.

د دې راپور په موده کې د ماشومانو له حقونو تر ټولو عامه سرغړونه بشري مرستو ته د لاسرسي مخنیوی دی.
ملګرو ملتونو ویلي، افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د پېښو عامل، چې درې زره او ۱۸۰ ماشومان په کې راځي، د طالبانو ډله ده.

د یو زره او ۲۰۲ ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو «عاملان ناپېژانده» د ۳۰ مورده داعش ډله، د اووه مورده «د افغانستان د مقاومت ملي جبهه» یو مورد «د افغانستان د آزادۍ جبهه او د ۱۶۲ مورده عامل هم پاکستاني ځواکونه شوي دي.

راپور کې رغلي، لس نور ماشومان هم د تښتونې او جنسي تېري د څلورو پېښو، درې مورده د جنسي تاوتریخوالي او معلولېدو، دوه مورده د جنسي تاوتریخوالي او وژل کېدو او یو مورد هم د سړي تښتونې او وژنې قرباني شوي دي.

همدارنګه ملګرو ملتونو د راپور په یوه برخه کې ویلي، په تېرو دریو کلونو کې د طالب ځواکونو په لیکو کې د ماشومانو په ګمارنه کې ۸۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

د دې بنسټ د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال له پیله د ۲۰۲۵ تر پای پورې ۵۵۷ هلکان چې عمرونه یې ۱۲ کاله وو، د طالبانو په لیکو کې ګمارل شوي دي.

ملګرو ملتونو زیاته کړې، چې له دې ماشومانو ۳۴۱ یې د ملاتړو په رول کې او ۲۱۶ نور یې هم د ملاتړو او هم د جګړې په رول کې کارول شوي دي.

دې بنسټ ویلي، له ډې ډلې ۳۴۲ ماشومان په ۲۰۲۳، ۱۱ ماشومان په ۲۰۲۴ او ۲۰۴ ماشومان هم په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو په لیکو کې ګمارل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د اقتصادي بحران دوام او بېوزلي، د طالبانو په لیکو کې د ماشومانو د جذب او ګمارنې عوامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د طالبانو په لیکو کې د ماشومانو ګمارنه لا هم دوام لري او د دې ډلې سیمه ییزه ځواکونه د ماشومانو د سن په جعل کولو سره، هغوی په خپلو لیکو کې استخداموي.

اړوندې لیکنې

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026
یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی
خبر

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

11 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026
کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه
خبر

کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه

11 اکتوبر 2026
شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي
خبر

شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي

11 اکتوبر 2026
«په خپله ټوکه پښېمانه شوم شوم» د نجونو نړیواله ورځ او د هغه کورنیو کیسې چې د خپلو لوڼو راتلونکې یې د محدودیتونو په منځ کې ورکه کړې ده
دسته‌بندی نشده

«په خپله ټوکه پښېمانه شوم شوم» د نجونو نړیواله ورځ او د هغه کورنیو کیسې چې د خپلو لوڼو راتلونکې یې د محدودیتونو په منځ کې ورکه کړې ده

11 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه