د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

12 اکتوبر 2026
د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

د هزاره ټولنې له ۶۰ زیاتو اکاډمیکو شخصیتونو، هنرمندانو، د بشري حقونو مدافعینو او ټولنیزو سازمانونو د ګابریلا هرست ۲۰۲۷ کال د پسرلي/ دوبي ټولګې په ۱۲ شمېره طرحه کې د کارول شوي ستنې کنډولو هزارګي کار د سرچینې پېژندلو غوښتنه کړې ده.

رخشانه: د هزاره ټولنې فعالانو ګابریلا هرسټ ته په یوه لیک کې د «تورکواز ماونټین» بنسټ ته لیکلي، چې هزاره ګان د دې ګنډولو د سبک «نوښتګر» دي.

ګابریلا هرست، چې د یوراګوای هېواد د فېشن طراحه ده، د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۳ مه) د پاریس فېشن په اوونۍ کې د خپلې پسرلنۍ- دوبي ټولګه، چې د افغانستان له کلتوراو هنر څخه یې الهام اخیستی و، نندارې ته وړاندې کړه.

هغې ویلي وو، دا ډیزاینونه یې د افغان صنعتګرو مېرمنو په همکارۍ او د افغانستان دودودیزه ګنډلو او سبمولیکو نمونو په کارولو سره اوډل شوي دي.

د هزاره ټولنې فعالانو په خپل لیک کې ویلي، «د ګابریلا هرسټ د ۲۰۲۷ کال د پسرلي/ دوبي ټولګې په ۱۲ مه شمېره طرحه کې د کارول شوې ستنې کار، چې د اکتوبر په ۵ مه په پاریس کې نندارې ته وړاندې شو» هزاره ګي وو او د هزاره ګانو نومونه باید د دې هنر د نوښتګرو په توګه یاد شي.

۱۲ مه شمېره جامه، اوبدل شوې تورې جامه ده، چې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۵ مه د پاریس په پټي پاله ماڼۍ کې نندارې ته وړاندې وو، د څلورو سینګار شوې تختې لري چې د هغې په ټټر په لاس د ستنې کار شوی دی.

د دوی په وینا، دې ډیزان د «مهر دسمال» ډیزاین څخه چې د هزاره ګانو یو مقدس دسمال دی، الهام اخیستی، خو له دې دواړو بنسټونو یوه یې هم په ټولنیزو شبکو په خپلو پوسټونو کې د هزاره ګانو نوم نه دی اخیستی.

د هزاره ټولنې فعالانو د ګابریلا هرست فېشن ډیزان او تورکواز ماونټین بنسټ څخه غوښتي، چې د پاریس جامو په فېشن ننداره کې د یوې جامې پر شاه هزاره ګي میراث په رسمیت وپېژني.

دوی ویلي، د تورکواز ماونټین بنسټ د ډیزاین اصلیت یوازې د «۱۹۵۰ لسیزې د ټوکر یوه ټوټه چې د افغانستان په غزني کې جوړه شوې وه» په توګه بیان کړه، خو هېڅ سازمان د هزاره ګانو نوم نه دی یاد کړی.

د هزاره ټولنې فعالانو زیاته کړې، د برېتانیا موزیم په لیډن کې د ټوکر د څېړنې مزکر، په سانتافه کې د فولکوریکي هنر نړیوال موزیم او د جورج واشنګټن پوهنتون د ټوکر موزیم، ټولو دا دسمالونه د هزاره ګانو د آثارو په توګه لېست کړي دي.
د دې لیک لاسلیکوونکو ویلي، د دې ډیزان د نوښتګرو په توګه د هزاره ګانو نوم حذفول، د «کلتوري میراث په قصدي توګه له منځه وړلو او څندې ته کولو» په مانا دي.

دوی له ګابریلا هرسټ او تورکواز ماونټین له بنسټه غوښتي، چې «د هزاره کلتور او هغو هزاره ښځو د پامه غورځولو له امله، چې کلتوري میراث یې دې ټولګې ته الهام ورکړی، عمومي بنښه وغواړي.»

همدارنګه د هزاره ټولنې فعالانو د دې ديزاین په اړه د ټولنیزو شبکو د پوسټونو، توضیحاتو او لاندلیکونو د سمون غوښتنه کړې وايي، د ډیزاین اصل باید په سمه توګه د هزاره ګانو د عبادتي دسمال «د مهر دسمال» په توګه وپېژندل شي.

په دې اړه نور ولولئ...

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

دوی غوښتنه کړې، چې د ټولګې په ټولو موادو کې د هزاره ګانو اصلیت ذکر شي او له دواړو ادارو غواړي، چې د دې ډیزاین کارولو په اړه د هزاره هنرمندانو او استازو سره د مشورې په اړه لیکلی وضاحت ورکړي.

د دې لیک لاسلیکونکو له تورکواز ماونټین بنسټ نه غوښتي، ې د هغو هنرمندانو سره په همکارۍ چې ورسره کار کوي، مسوولیت لرونکي کتلوري اصلیت ته غاړه کېږدي.

اړوندې لیکنې

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی
خبر

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

11 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026
کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه
خبر

کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه

11 اکتوبر 2026
شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي
خبر

شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي

11 اکتوبر 2026
ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی
خبر

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی

10 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تېرو دریو کلونو کې یو زر ۴۱۵ ماشومان وژل شوي او معلول شوي دي
خبر

ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تېرو دریو کلونو کې یو زر ۴۱۵ ماشومان وژل شوي او معلول شوي دي

10 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه