دا کیسه چې لولۍ د یوې فردي کیسې پر بنسټ ده، خو واقعیت دا دی، چې دا ټولنیز وضعیت دی. په افغانستان کې د ډېری نجونو لپاره واده نه په انتخاب او نه هم په خوښه، بلکې د کورنیو د مشرانو په پرېکړه پورې تړلی دی. هغه نجلۍ چې باید د خپلې راتلونکې په اړه تصمیم ونیسي، کله کله ان حق نه لري و وايي، چې له دې واده سره موافقه نه ده. د کورنۍ غوښتنه، د ټولنې قضاوت او د خلکو له خبرو وېره، د نجلۍ پر غوراوي غالب عوامل دي.
خو زما له نظره، د دې ډېری نجونو کړاو یوازې همدا جبري واده نه دی، دا کار کله کله د جسمي او رواني تاوتریخوالي، سپکاوي، توهین او د کورنۍ له ملاتړ نه د محرومیت پیل هم دی، چې د قربانیانو لپاره ژوند په یوه ترخه تجربه بدلوي. تر ټولو بده هغه مهال ده، چې نجلۍ د ځان ژغورنې لپاره د پلار کور ته پناه وړي، خو د ملاتړ پر ځای له هغې غوښتل کېږي، چې ګډ ژوند ته وګرځي او ویې زغمي.
مریم د هغې نجلۍ مستعار نوم دی، چې د ژوند کیسې یې په دې لیکنه کې انعکاس کړی دی. د هغې د خوندیتوب او د پېژندلو څخه د مخنیوي په پار یې واقعي هویت پټ ساتل شوی دی.
کله چې مریم واده وکړ، کورنۍ یې ان یو ځلې هم له هغې ونه پوښتل، چې آیا دا سړی یې خوښی دی، آیا واده ته چمتو ده یا د ځان لپاره څه ډول راتلونکې په پام کې لری. پرېکړه شوې وه او له مریم تمه کېده، چې هغه ومني. د مریم لپاره مخالفت کول آسانه نه وو، په هغه چاپېریال کې چې د کورنۍ خبر او د خلکو قضاوت کولی شي د یوې نجلۍ برخلیک وټاکي، د «نه» ویل لویه بیه لري.
مریم په بشپړه ناچارۍ کې یوه داسې ژوند ته داخله شوه، چې خپل غوراوی یې نه وو. هغه ژوند چې د هوساینې پر ځای ورته په کړاو او وېره بدل شو. له واده وروسته، مریم له تاوتریخوالي او ځورونکو چلندونو سره مخ شوه. نه یوازې د مېړه له خوا، بلکې د کورنۍ د غړو، له هغې جملې د مېړه د مور او خور له خوا هم.
تاوتریخوالی تل له ښکاره پرهرونو سره مل نه وي، کله په سپکاوي، رټلو، ګواښلو، د آزادیو محدودولو او د یوې ښځې پر ځان د باور ماتولو کې هم ځان ښکاروي. هغه ښځه چې هره ورځ د وېرې او نه درناوي په چاپېریال کې ژوند کوي، ښايي په تدریج سره احساسس کړي، چې په خپل ژوند هېڅ ډول واک نه لري.
د مریم لپاره هم کړاو یوازې د مېړه په چلند پورې محدود نه وو. هغې په داسې کورنۍ کې ژوند کاوه، چې په هغې کې یې د امنیت او هوساینې احساس نه درلود. هغه ځای چې باید د دې پټنځای وای، په یوه داسې فضا اوښتی وو، چې زغمل یې ورځ تر بلې سختېدل. په دې سره ډېری ښځې په داسې شرایطو کې نه شي کولی په آسانه د تاوتریخوالي ډک ژوند څخه را ووځي. اقتصادي تړاو، له راتلونکې وېره، د ابرو او عزت په اړه اندېښنه، او د ملاتړ نه شتون، هغو ته د وتلو لار ستونزمنوي.
کله چې تاوتریخوالي دوام وکړ، مریم د ملاتړ موندلو لپاره خپلې کورنۍ ته مخه کړه. نوموړې له هغو کسانو مرسته وغوښته چې تمه یې درلوده، د ژوند په تر ټولو سختو شېبو کې به یې تر څنګ ودرېږي. ان د مور ځواب یې هغه څه نه وو، چې دې ورته اړتیا درلوده. هغې ته و ویل شول، باید زغم وکړي او ژوند ته یې دوام ورکړي. همدا منطق بسندوی وو، چې ان کورنۍ یې د هغې په کړاونو سترګې پټې کړي. هغې ته و ویل شول، د مېړه له کوره د مېرمنې راتلل، کولی شي له ځان سره د خلکو خبرې او پېغورونه ولري.
په ځینو کورنیو کې د ټولنې له قضاوتونو اندېښنه دومره درنده ده، چې د نجلۍ درد او خوندیتوب ورته لومړیتوب نه لري. ځینې وخت کورنۍ دا فکر کوي، چې د واده ساتنه په هره بیه چې وي د پلار کور ته د نجلۍ تر راتګ ښه دی. ان که هغه واده له تاوتریخوالي او کړاو سره مل وي. «نجلۍ باید په سپین کمیس کې د پلار له کوره ووځي او په کفن کې د مېړه له کوره.» دا متل یا ښه به وي و وایو، یو داسې غلط باور دی، چې له پېړیو پېړیو راهیسې د خلکو په ذهنیت کې واکمن دی.
سپین کمیس د ناوېتوب سمبول او د ګډ ژوند پیل دی، خو کفن د ژوند پای دی. خو په افغاني ټولنه کې د تاوتریخوالي قرباني مېرمنې لپاره ګویا له دې دېره مانا لري. ښه دا ده، چې ښځه له تاوتریخوالي ومري، خو د خلکو د قضاوت وړ نه شي. کله چې دا ډول باورونه د ښځو د ژوند په اړه د قضاوت په معیار بدل شي، واده نور یوازې د دوه انسانانو تر منځ اړیکه نه ده، بلکې د کورنۍ د عزت خوندي ساتلو او د خلکو د خبرو د مخنیوي په موضوع بدلېږي. په دې منځ کې د ښځې غوښتنه او خوندیتوب څنډې ته کېږي.
هغه نجلۍ چې له تاوتریخوالي شکایت وکړي، ښايي پر ځای د دې چې د ملاتړ وړ شي، صبر او زغم ته بلل کېږي. کله کله کورنۍ له هغې غواړي، د خپلو اولادونو، آبرو یا د خلکو د خبرو په خاطر ګډ ژوند ته دوام ورکړي. پرته له دې چې وپوښتل، پر هغې څه تېرېږي.
خو هېڅ آبرو نه باید د یوه انسان له ژوند او روغتیا څخه مهم وي. هېڅ نجلۍ نه باید د تاوتریخوالي د زغملو او مرګ تر منځ یو انتخاب نه کړي. د پلار کور باید د هغو پټنځای وي او د خاوند کور هم باید د هغې لپاره په یوه داسې زندان بدل نه شي، چې له هغې د وتلو لار یوازې په کفن سره امکان ولري.
جبري واده هغه مهال رامنځ ته کېږي، چې یو کس له خپلې خوښې پرته واده ته چمتو کړای شي، د نجلۍ ظاهري موافقت، که د ګواښلو، کورني فشار، وېرې یا د مخالفت لپاره د ریښتني امکان نه شتون وي، دا د هغې د خپلواکه خوښې په مانا نه ده.
هغه ښځه چې د تاوتریخوالي په اړه وايي، ممکنه ده له داسې پوښتنو لکه «ولې یې نه زغمې؟»، «خلک به څه وايي؟» یا «یا که بېله شې، راتلونکې به دې څه شي؟» سره مخ کېږي. دا ډول غبرګونونه له ښځې سره د مرستې پر ځای، د هغې پر اوږو د تاوتریخوالی بار ور اچوي.
په همدې اساس، له کورني تاوتریخوالي سره مقابله یوازې ښځې ته د مقاومت لپاره په نصحیت یا د کور په پرېښودو پورې نه محدودېږي. خوندي ملاتړ، حقوقي او رواني خدماتو ته لاسرسی، رسنیز پوهاوی او د کورنیو او ټولنې مسوولیت منل هم اړین دي.
کورنۍ باید ومني، چې نجونې هم حق لري د خپل ژوند، زده کړو، کار او خپل واده په اړه نظر ورکړي. د یوې نجلۍ د غوښتنې اورېدل، کورنۍ ته د بې احترامۍ په مانا نه ده، بلکې د هغې شخصیت او انساني کرامت ته د درناوي یوه برخه ده. میندې او پلرونه باید پوه شي، په یوه له تاوتریخوالي ډکه اړیکه کې نجلۍ پاتې کېدل، ستونزه نه حلوي. په داسې شرایطو کې د کورنۍ لومړنۍ دنده، د ښځې د خبرو اورېدل، د خطر جدي نیول و د خوندي حل لارې موندلو سره مرسته ده.
ټولنه هم باید خپل نظر د هغو ښځو په اړه، چې د تاوتریخوالي په دلیل د مېړه له کوره وځي، بدلون وکړي. له یوې ځورونکې اړیکې د ښځې بېرته ګرځېدل، نه باید د کورنۍ لپاره د پېغور او شرمیندګۍ تومنه شي. د تاوتریخوالي مسوولیت د هغه چا تر غاړه دی، چې د هغې مرتکب کېږي، نه هغه ښځه چې د خپل خوندیتوب لپاره هڅه کوي.
د مریم کیسه یوازې د یوه واده په اړه نه ده، د هغې ښځې د غوراوي د حق، خوندیتوب او انساني کرامت په اړه ده، چې برخلیک ټاکونکي تصمیم په اړه یې غږ وانه اورېدل شو او له تاوتریخوالي سره د مخ کېدو پر مهال یې هم د اړتیا وړ ملاتړ تر لاسه نه کړ. هېڅ نجلۍ نه باید د خپلې کورنۍ د عزت لپاره، خپل خوندیتوب او هوساینه قرباني کړي. هېڅ ښځه نه باید په دې دلیل، چې واده یې کړی دی، د تاوتریخوالي زغملو ته اړ نه شي. او هېڅ کورنۍ نه باید د خلکو قضاوت ته د خپلې لور په روغتیا او ژوند لومړتوب ورکړي.
انسانیت دا دی، چې یوه نجلۍ په سپینو جامو کې د پلار له کوره و وځي، بېرته وکولی شي له تاوتریخوالي په تېښته په خوندیتوب، ویاړ او لوړ سر بېرته د خپل پلار کور ته راستنه شي، هېڅ نجلۍ باید د تاوتریخوالي زغملو ته اړ نه کړو.







