د افغانستان د چارو لپاره د برېتانیا ځانګړی استازی ریچارد لیندسي کابل ته د خپل سفر په پای کې وايي، د افغانستان د باثباته راتلونکې لپاره د ښخو او نجونو د حقونو رعایت کول اړین دي.
رخشانه: لیندسي پرون چهارشنبې د (تلې ۲۲ مه) کابل ته خپل سفر پای ته رسولی او ویلي یې دي، چې په دې سفر کې یې له طالبانو سره د سیمې د ثباتو بشري مرستو او ښځو او نجونو د حقونو په اړه خبرې اترې کړې دي.
نوموړي کابل ته د خپل څو ورځني سفر په ترڅ کې له یو شمېر طالب وزیرانو، د مدني ټولنې استازو، د ښځو د حقونو فعالانو، خبریالانو، د بشري مرستو له سازمانونو او نړیوالې ټولنې له غړو سره لیدلي دي.
د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړی استازی وايي، دا لیدنې او خبرې اترې د سیمې پر ثبات، امنیت، بشردوستانه اړتیاوو، اقتصادي پراختیا، ګډوالۍ او ښځو او نجونو پر حقونو متمرکزه وې.
نوموړي په سیمه کې د تاوتریخوالي په کمولو ټینګار کړی او د شخړونو د زیاتېدو د مخنیوي او ثبات د ساتنې لپاره یې د اقداماتو غوښتنه کړې ده.
لیندسي ټینګار کړی، چې د افغانستان د لا باثباته، سوکاله او ټول شموله راتلونکې تر لاسه کولو لپاره د حقونو درناوی، امنیت او په ټولنه کې د ښځو او نجونو بشپړ ګډون اړین دی.
هغه زیاته کړې، چې د ښځو او نجونو د حقونو درناوی، خوندیتوب او بشپړ ګډون د افغانستان د راتلونکي ثبات او سوکالۍ لپاره بنسټيز اصول دي او د دوی غږونه باید د دې هېواد د راتلونکې په جوړلو کې مهم رول ولوبوي.







