د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

راتلونکی کال به افغانستان کې په شدیده خوارځواکۍ د اخته ماشوم شمېر ۱.۱ میلیون ته ورسېږي

15 اکتوبر 2026
راتلونکی کال به افغانستان کې په شدیده خوارځواکۍ د اخته ماشوم شمېر ۱.۱ میلیون ته ورسېږي

UNICEF

UNICEF

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان (Save The Children) په افغانستان کې د بشري بحران د دوام په اړه خبرداری ورکړی وايي، راتلونکی کال به افغانستان کې په شدیده خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر د ۱۶ سلنه زیاتوالی سره ۱.۱ میلیون ته ورسېږي.

رخشانه: دې بنسټ نن (پنشنبې د تلې ۲۳ مه) د یوه راپور په خپرولو سره د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري مرستو د کمېدو او پر روغتیايي خدماتو د فشار په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان وايي، په ۲۰۲۷ کال کې به په افغانستان کې د بشري مرستو د کمښت او پر روغتیايي خدماتو د فشار له امله، له ۳۰۰ زره زیات نور ماشومان د شدید خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.

اټکل کېږي، چې د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ څخه تر دسمبر پورې به شاوخوا ۴.۰۴ میلیونه تر پنځه کلنۍ کم افغان ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا پیدا کړي. دا شمېره د تېر پړاو په پرتله په ۲۰۲۶ کال کې ۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

همدارنګه شمېرل کېږي، چې په شدیده خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر به راتلونکی کال د ۱۶ سلنه زیاتوالي سره د ۲۰۲۶ کال د ۹۴۲ زره ماشومانو څخه نېږدې ۱.۱ میلیون ماشومانو ته ورسېږي.

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان د راپور له مخې، په افغانستان کې په دې موده کې په شدیده خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر تر اوسه پورې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

راپور کې راوړل شوي، چې دا مهال ۱۵.۹ میلیونه کسان، چې د ټولو نفوس د ۳۲ سلنې سره برابر دی د لوږې له بحران یا له هغې سخت وضعیت سره مخ دي. په دې شمېر کې ۳.۴ میلیونه کسان د بېړنۍ لوږې سره مخ دي.

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان ویلي، د ژمي په رارسېدو سره به د لوږې وضعیت تر دې هم خراب شي، ځکه کرنیز فعالیتونه او کاري فرصتونه کمېږي او آب هوا شرایط لرې پرتو سیمو ته لاسرسی ستونزمنوي.

په دې اړه نور ولولئ...

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

وړاندوینه شوې، چې د ۲۰۲۶ کال د نوامبر څخه د ۲۰۲۷ تر اپریل پورې شاوخوا ۱۹.۲ میلیونه کسان، له هغې جملې کابو ۱۰ میلیونه ماشومان د لوږې له بحران یا له هغې هم سخت وضعیت سره مخ شي. دا شمېر له اووسنۍ شمېرې څخه شاوخوا ۳.۳ میلیونه زیات دی.

دا سازمان وايي، سره له دې، چې ورښتونه شوي او ښه کرنیز حاصلات تر لاسه شوي دي، خو په افغانستان کې د لوږې بحران د سختېدو په حال کې دی. د بشري مرستو کمښت، د خلکو بې وسي او بې کاري د دې لامل شوې، چې ډېری کورنۍ ونه پوهېږي، چې خپل راتلونکي خواړه څه ډول برابر کړي.

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان وايي، د بودیجې د کمښت له امله روان کال ۴۰ روغتیايي مرکزونه، له هغې جملې روغتیايي او د تغذیې کلېنیکونه او ګرځنده روغتیايي ټیمونه د بندېدو له ګواښ سره مخ دي.

افغانستان کې د ماشومانو د خوندیتوب سازمان سیمه ییز مدیر اشیش دامله وايي، «افغانستان د لوږې د یوه خونړي بحران په منګولو کې راګیر دی او د هغو د پای ته رسېدو هېڅ نښه نه لیدل کېږي.»

نوموړي زیاته کړې: «په افغانستان کې اړتیاوې په چټکۍ مخ پر زیاتېدو دي، په داسې حال کې، چې ژوند ژغورنکې سرچینې مخ په ځوړ دي. تر ژمي پورې یوازې څو اوونۍ پاتې دي او د هغه ماشومانو لپاره چې همدا اوس د شدیدې خوارځواکۍ سره مبارزه کوي، د ژمي یخني به ورته ژوند ستونزمن کړي.»

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان د تغذیې په برخه کې د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۸ کلونو ترمنځ بشري مرستو لپاره د ۳۰۰ میلیون ډالرو د راټولولو د تغذیه شوي راتلونکې نوښت پیل کړی دی.

اړوندې لیکنې

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه