په داسې حال کې، چې ډېری ماشومان لا په خوب کې وي، روح الله له کوره وځي او د سهار په تته رڼا کې، په یوازې ځان د کار ځای لور ته دي. هغه کابو ۴۰ دقیقې پلی مزل کوي تر څو هغه مسافر خونې ته ورسېږي، چې کار په کې کوي.
۱۲ کلن روح الله* په یوه مسافرخانه چې په سیمه ییزه اصطلاح کې ورته «هوټل» وايي، هره ورځ شاوخوا ۱۴ ساعته کار کوي.
روح الله رخشانې رسنۍ ته و ویل: «مجبور یم چې د پلار تر څنګ کار وکړم تر څو د کور لګښتونه پوره کړم.»
روح الله په شپږ کسیزه کورنۍ کې ژوند کوي او پلار یې د طالبانو نه مخکې ودانیز کارګر وو. هغه وايي، نور په ډېره کمه کچه په بامیانو کې ودانیز او د جوړلو کارونه شتون لري.
د روح الله پلار ۴۶ کلن سالم* وايي، د ښوونځي پر ځای کار ته د روح الله له لېږلو پرته بله چاره ورسره نه وه: «دا چې اولادونه مې وږي پاتې نه شي اړ شوم، چې روح الله له ښوونخي راوباسم او په یوه هوټل کې یې شاګرد کړم.»
روح الله یو له هغو زرګونو ماشومانو دی، چې د ۲۰۲۱ څخه وروسته یې ښوونځی پریښی او د کار بازار ته په جبر ګرځول شوی دی.
یونیسف وايي، له هرو پنځو افغان ماشومانو یو یې په کار بوخت دی.
داسې ښکاري، چې په بامیانو کې وضعیت لا خراب شوی دی. د بامیانو په بازار کې ان د تېر کال په پرتله ډېری کارګر ماشومان تر سترګو کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بامیانو له نیمايي زیات وګړي بشري مرستو ته اړیتا لري او دا راپور د هغو دریو کورنیو کیسه ده، چې د اولادونو د ګېډې مړولو او ښوونځي ته د لېږلو تر منځ ناچاره شول لومړی انتخاب غوره کړي.
د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر (OCHA) د اټکل له مخې، چې د برېتانیا د دولت د اپریل میاشتې په سند کې بیا خپور شو د بامیانو د ۵۱۵ زره او ۹۰۹ نفوس څخه ۲۶۵ زره او ۸۲۲ تنه، یعنې ۵۱.۵ سلنه خلک په ۲۰۲۶ کې بشري مرستو ته اړتیا لري.
په ورته وخت د آکسفور(OPHI) څو اړخیزه لوږې شاخص هم ښيي، چې د بامیانو ۴۹.۹ سلنه خلک د څو اړخیزه بېوزلۍ سره مخ دي.
څو اړخیزه بېوزلي، یعنې هم مهاله له زده کړې، روغتیا، پاکو ابو، مناسبې سرپناه او کافي خوړو څخه محرومیت.
روح الله د اوونۍ اووه سره ورځې لږ تر لږه څوارلس ساعته کار کوي. خو میاشتنۍ مزد یې یوازې زر افغانۍ دي. یعنې د ورځې شاوخوا ۳۳ افغانۍ. کمې پیسې، خو د سالم په وینا «لږ تر لږه د میاشتې یوه بوشکه (ډبه) غوړي کېږي.»
روح الله په څلورم ټولګي کې وو، چې اړ شو ښوونځی پرېږدي. هغه اوس سختې ورځې لري. «سهار وختي کار ته راځم او نېږدې نیمه شپه له هغه ځایه خلاصېږم. د ورځې په اوږدو کې بې کاره نه وم، او کله چې هم د هوټل مېلمانه زیات شي، باید یو مخ منډې و وهم… په خدای کې مې مور او پلار مجبور نه کړي، یوه ورځ هم دلته کار نه کوم.»
روح الله د خپل کار له څېښتن څخه هم خوښ نه دی: «پر موږ چیغې وهي، هلۍ ژر کوۍ، تېز شی او کله کله هم په سپکو سپورو په موږ غږ کوي.»
عباس* هوټلي چې روح الله هم ورسره کار کوي، د دې شکایت په ځواب کې وايي، د هوټل کار سخت دی: «کله چې خواړه په وخت او سمه توګه مشتري ته ونه رسېږي، موږ مجبورېږو، په خپلو شاګردانو او کارکوونکو چیغې وکړ.» هغه ټینکار کوي چې څوک یې په زور کار ته نه دي اړ کړي: «د هوټل کار په خپله خوښه دی، موږ څوک مجبور کړي نه دي، چې کار راسره وکړي.»
خو دا بېوزلي ده، چې دېری ماشومان یې کار کولو ته اړ کړي دي. لکه محمد ظهور چې وايي: «پلار مې راته ویل که وکولای شي ښوونځی پرېږدې او په بازار کې کار وکړې، ښايي له موږ سره مرسته وکړای شې، ما ومنله او اوس یو نیم کال کېږي، چې دلته کار کوم.»
د محمد ظهور پلار د طالبانو له واکمنېدو مخکې په یوه دولتي بنسټ کې ساتونکی وو، چې اوس یې ځای د طالبانو یوه غړي نیولی دی.
خپله ۱۳ کلن محمد ظهور* هم وايي، د بېوزلۍ له امله د ښوونځي پرېښودو او په سړک د لاسي توکو پلورلو ته اړ شو. «ځینې شپې ان د خوړلو لپاره دوډۍ نه لرو.»
د ظهور پلار ۴۲ کلن منور چې اوس د یوه خصوصي ښوونځي ساتونکی دی او مزدوري یې په میاشت کې یوازې پنځه زره افغانۍ ده و ویل: «که وتوانېږې د ورځې ۵۰ روپۍ کار وکړي هم زموږ لپاره غنمت دی، هغه مې له ښوونځي محروم کړ، ځکه اړ یم.»
د بامیانو د بازار په یوه بله څنډه کې ۱۴ کلن امید* له دوه کلونو راهیسي د لاسي توکو یوه وړه ټوکرۍ لري، جورابې او د کور ځینې نور توکي په کې پلوري.
د امید ۳۹ کلنه مور سحرګل* وايي، د ژوندی پاتې کېدو په خاطر یې له زوی نه وغوښتل، چې ښوونځی پرېږدي او کار وکړي. «زوی کی مې درس ویوونکی او ډېر هڅاند هلک دی. خو په دې کلونو کې د لوږې او ناچارۍ درس نه ډوډۍ کېدای شي نه اوبه، په همدې خاطر ما له امید نه وغوښتل، چې راشي او کومې پیسې یې چې پلار پوروي یوه وړه تخته پرې واخلي او په بازار کې کار پرې وکړي.»
خو امید یوه بله ورځ درلوده: «له وړوکوالي (کوچیني توبه) مې خوښېده چې ډاکتر شم، په همدې خاطر مې درس ویل زیات خوښېږي، خو اوس نه کېږي، ځکه مجبور یم کار وکړم.»
بامیانو کې یو قومي مخور علي حسین ظریفي* وايي، افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو سره بامیانو کې بېوزلي لا زیاته شوې ده. هغه و ویل. «بامیانو کې د دولتي ادارو زیاتره کارمندان د هېواد د سویلي ولایتونو، یا هم میدان وردګ، غور، د بغلان د تاله برفک او غنډک د سیمې اوسېدونکي جوړوي، په دې وروستیو کې ان د موسساتو کارکونکي هم له بامیانو بهر خلک ګمارل کېږي او دا موضع په خپله بامیانو کې بېوزلي لا زیاتوي.»
دا یوه داسې ادعا ده، چې خپلواکه څېړلو او د اړونده بنسټونو ځواب ویلو ته اړتیا لري، خو رخشانه رسنۍ ونه توانېده، چې په دې اړه بامیانو کې د طالبانو له ځايي حکومت سره خبرې وکړي.
د سحرګل دا خبرې ښايي بامیانو کې د کارګرو ماشومانو د وضعیت تر ټولو کره بیان وي چې: «اوس له درس ویلو ژوند پاتې کېدل مهم دي.»







