د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بشري حقونو لسګونو بنسټونو او فعالانو د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د درېدو غوښتنه وکړه

17 اکتوبر 2026
د بشري حقونو لسګونو بنسټونو او فعالانو د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د درېدو غوښتنه وکړه

انځور: ټولنیزې شبکې

لسګونو مدني بنسټونو، د بشري حقونو مدافعینو او د جلاوطنه افغانانو د ټولنې غړو په یوه پرانستي لیک کې د طالبانو له خوا د کابل د امیدسبز ښارګوتي اوسېدونکو د ملکیتونو د غصب او جبري بې ځایه کولو د درېدو غوښتنه وکړه.

رخشانه: دغه پرانستی لیک نن (شنبې د تلې ۲۵ مه) نن د افغانستان د چارو لپاره د یوناما مشرې رباب فاطمه، توماس فرلېسن، ریچارد لیندسي، ریچارد بنټ، د اورپايي ټولنې، برېتانیا او ملګرو ملتونو استازو ته لیکل شوی دی.

دوی په دې لیک کې، د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوتي او نورو سیمو د اوسېدونکو د ځمکو د ملکیتونو د سلب او په زور کډه کول په کلکه غندلي او د دې بهیر د درېدو غوښتنه یې کړې ده.

مدني بنسټونو او د بشري حقونو مدافعینو ویلي، طالبانو د امید سبز ښارګوټي، چې اکثره اوسېدونکي یې شیعه او هزاره ګان دي، د زرګونو زیان منونکو اوسېدونکو ژوند او امنیت، په ځانګړې توګه د ځمکو، کورونو او ملکیتونو په برخه کې د هغوی د حقونو په اړه جدي ګواښونه او خطرونه رامنځ ته کړي دي.

دوی په دې لیک کې ویلي، د دې ښارګوټي د اوسېدونکو د مالکیت اسناد به بېلا بېلو نظامونو، له هغې جملې په ۱۹۹۰ لسیزه کې د طالبانو د لومړۍ حکومتولۍ پر مهال د افغانستان د محکمو له خوا تایید شوي وو.

د هغوی په وینا، د طالبانو د عدالیې وزیر عبدالحکیم شرعي دې اسنادو ته په نه پاملرنې، د سلګونو کورونو د خالي کولو امر کړی او هغه کسان چې د طالبانو د دې امر په وړاندې مقاومت کوي، د دې ډلې له خوا نیول کېږي او زنداني کېږي.

په دې اړه نور ولولئ...

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

مدني بنسټونو او د بشري حقونو فعالانو د طالبانو دا پرېکړه «د پراختیا نمونه» بللې وايي، دا پروسه په ټول افغانستان کې دوام لري او د ښارګوټو د تخلیې او نویو ځمکو او کورونو وېش، د طالبانو د محکمو او کمېسیونونو د پرېکړو پر بنسټ نیول کېږي.

هغوی وايي، د طالبانو دا اقدامات، په ځانګړې توګه هزاره ګانو او ټولو قومي او مذهبي لږکیو جدي پایلې لري.

هغوی لیکلي: «دا پرمختګونه د هویت پر بنسټ د حاشیې، تاوتریخولي او تبیعض مخ پر ودې بڼه منعکسوي، چې د هزاره ټولنې څخه ها خوا پراخېږي او هزاره ګان په ځانګړې توکه ښځینه هزاره ګانې، د دې پر جنسیټ، قومیت، مذهب او جغرافیې پر بنسټ زیانونو دروند بار زغمي.»

مدني بنسټونو او د بشري حقونو فعالانو ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په ټول افغانستان کې زرګونه هزاره کورنۍ او غیر پښتون قومونه، په زور له خپلو سیمو او ځمکو کډه کړای شوي او د هغوی ځمکې او جایدادونه د دې ډلې ملاتړو ته سپارل شوې دي.

هغوی ویلي چې «د جبري شړلو، د ځمکو او ملکیتونو د غصب او جبري بې ځایه کېدو روانې قضیې د بشري حقونو د نړیوال قانون له مخې جدي اندېښنې راپورته کوي، له هغې جملې د مناسب کور، ملکیت، برابرۍ او نه تبیعض، شخصي خوندیتوب او د یوه اغېزمن جبران د حقونو په اړه.»

د دې لیک لیکوالانو ټینګار کړی، چې د طالبانو دا اقدام «په نړیوالو تړونونو کې د افغانستان ژمنې تر پښو لاندې کوي.»

دوی له یوناما، د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، دولتونو، اروپايي ټولنې او نړیوالو سازمانونو څخه غوښتي، چې د طالبانو له خوا د جبري تخلیې او خپل سرو نیونو په اړه اقدام وکړي.

د بشري حقونو مدافعینو همدارنګه ویلي «د طالبانو له خوا هزاره ګانو د آزار او ځورولو نمونه باید په بل راپور کې د بشري حقونو شورا د پام وړ وګرځي او د افغانستان لپاره د خپلواک پلټونکي میکانېزم باید د جبري کډه کولو او د ځمکو د تصرف شواهد د ځواب وینې لپاره مستند او خوندیتوب کړي.»

دوی له هغو دولتونو چې له طالبانو سره په تعامل کې دي غوښتي، چې د طالبانو له خوا «په زور تخلیه او کډه کول» د بشري حقونو د یوې مسئلې په توګه د طالبانو له چارواکو سره په هره ناسته کې په ښکاره ډول مطرح کړي او د طالب چارواکو د ځواب وینې لپاره د نړیوالې ټولنې د اقداماتو ملاتړ وکړي.

اړوندې لیکنې

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه