د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار کې څلورو ځايي سرچینو ویلي، د طالبانو له خوا له دې ښاره شړل شوې لسګونه کورنۍ دا مهال په جوماتو او د واټونو پر غاړه ژوند کوي.
رخشانه: ننګرهار کې څو سرچینو ویلي، له تېرې اوونۍ راهیسې د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند «انګور باغ» سیمې لږ تر لږه ۳۹ کورنۍ د طالبانو له خوا له خپلو کورونو شړل شوې دي.
جلال آباد ښار کې څلورو سرچینو ویلي، دا کورنۍ د طالبانو له خوا د جبري کډه کولو وروسته، خپلې ټولې شتمنۍ او د استوګنې ځایونه له لاسه ورکړی او اوس مهال د بل کور د کرایې یا اخیستو توان نه لري.
د جلال آباد ښار د انګورباغ سیمې اوسېدونکي، چې د طالبانو له خوا په زور له خپلو مېنو شړل شوي دي وايي، د قانوني اسنادو لرلو سره سره، له دوی کورونه اخیستل شوي او د طالبانو د سرې میاشتې د مشر شهاب الدین دلاور پورې تړلو کسانو ته ورکړل شوي دي.
دوی له طالبانو غواړي، چې د کورونو په بدل کې دې دوی ته بدیل کورونه یا یې هم بیه ورکړي.
دې کسانو خبرداری ورکړی چې که د دوی غوښتنې ته رسېدګي ونه شي، خپل اعتراضونه به پیل کړي.
په ورته وخت ننګرهار کې د طالبانو د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د محکمې له څېړنو او اسنادو له ارزونې وروسته د ۳۹ تنو کورونه د دو تنو اړوند تثبیت شوي دي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي دي: «د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند د مجبورآباد سیمه کې د اته جرېبه غصب شوې ځمکې پر سر حقوقي دعوا ته تر رسېدګۍ وروسته، یو شمېر کورونه د محکمې د پرېکړې له مخې تخلیه شول.»
طالبانو ویلي، په دې ځمکه شاخوا ۳۹ کورونه جوړل شوي او د پاتې کورونو په اړه به هم د محکمې د حکم په چوکاټ او اړونده قانوني اقداماتو کې تصمیم ونیول شي.
په ورته وخت د دې سیمې اوسېدونکي د طالبانو پرېکړه رد کړې او ادعا یې کړې، چې دې ډلې د مالکیت د اسنادو په نه پام کې نیولو او رشوت تر لاسه کولو وروسته، پرېکړه د دوه مشخصو کسانو په ګټه کړې ده.







