د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

انځور: رخشاني رسنۍ ته رالېږل شوی

آزاده تران

هوا مخ په تیاره کېدو ده او مریم کور ته د تګ لپاره په پل سوخته کې لیني موټر ته انتظار ده. مرسډیس ډول مسافر وړونکی میني بوس موټر را رسېږي او لسګونه سړي د هغه په لور منډې وهي، مریم مخکې نه ځي هغه پوهېږي چې د دې لپاره په آسانۍ سره ځای نشته.

مریم ۲۸کلنه نرسه ده او وايي، دا ننداره هره شپه تکرارېږي.

د برچي سیمې اوسېدونکي وايي، د کابل په لوېدیځ کې د عامه ترانسپورټ په لار چې کوم بدلونونه د طالبانو له خوا رامنځ ته شوي، د خلکو لپاره سرخوږۍ، خو د ښځو لپاره یې لا زیات سرخوږۍ پیدا کړی دی.

د ۱۴۰۵ کال د غوايي میاشت کې د طالبانو ترانسپورټ وزارت، له څو لینونو، له هغې جملې د کابل لوېدیځ ته د برچي لارې څخه ټونس موټر ټول کړل او پر ځای یې مرسډیس موټر د کابل له نورو لینونو راوستل. له هغې وروسته د مسافرینو په وینا د موټر شمېر کم شوی او بې نظمي زیاته شوې ده.

د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي وو «دا پرېکړه یې د نظم او ښاري ترانسپورټي خدماتو» د آسانتیا په موخه کړې ده او د «ټونس» موټرو چلېدل یې د کابل په ۱۶ لینونو کې بند کړي دي. لکه د دشت برچي مسیر، میرویس میدان، قمبر څلور لاری، پل سوخته، پوهنتون او څو نور لینونه.

مریم وايي، د دې سرخوږي په خاطر ښايي خپل کار له لاسه ورکړي. هغه چې په کوټه سنګي کې په خصوصي کلېنیک کې نرسه ده، موظفه ده، سهار له اوو د مازیګر تر پنځو پورې په خپل کار ځای کې پاتي شي. «پلار او مور مې څو ځلې رانه وغوښتل، چې کار پرېږدم، ځکه زه ماښام اووه بجې کور ته رسېږم، چې ډېر ناوخته وي.»

دا زیاتوي، په دې وخت کې ګڼه ګوڼه دومره زیات وي، چې ډېرې لږ ښځې دا فرصت مومي، چې چوکۍ پیدا کړي. «یا وايي د ټولې چوکۍ کرایه د څلورو تنو کېږي باید ور یې کړي، بیا ور وخېژۍ، یا موږ باید انتظار وکړو، چې د یوه سېټ لپاره د ښځو شمېر پوره شي… اصلآ په موټرو ټول سړي منډې وروهي، ښه نو هلته نه کېږي، چې موږ هم ځان ورواچوو. مجبورې یو چې حوصله وکړو یا په ټکسي کې کور ته لاړې شو.»

مریم په ۱۴۰۳ کال کې د یوه خصوصي انستېتیوت د نرسۍ څخه فارغه شوه او له یوه کال بې کارۍ وروسته یې د سږ کال په پسرلي کې کار پیدا کړ.

دشت پرجي د کابل په دیارلسمه ناحیه کې د پلازمنې تر ټولو ګڼ مېشتې سیمه ده. په یوه څېړنیز راپور کې د دې سیمې نفوس کابو دوه میلیونه تنه اټکل شوی، چې ډېری خلک یې په عمومي ترانسپورټ کې تګ راتګ کوي.

خو د هغو لیني موټرو شمېر چې هره ورځ په دې لار تګ راتګ کوي، په لاس کې نشته دی.

۲۴ کلنه فاطمه* د کابل د پل سرخ په سیمه کې دوکان لري. کور یې د کابل لوېدیځ د قلعه نو په سیمه کې دی او د کور او کار ځای تر منځ واټن یې هم د موټر یو ساعت مزل دی.

هغې په وار وار په موټر کې د سپرېدو او د ځای موندلو لپاره د ترخو ژبو دا ټپ تل اورېدلی دی. «په موټر کې مو نه پورته کوي، وايي، د ښځو یې څه کار چې په دې ماښام یا ماخوستن کې بېرون ګرځي. باید په کور وی او خپل پخلی وکړۍ.»

نوموړې وايي، موټر چلوونکي ډېری وخت مسافر تر خپله ځایه نه رسوي او له موټره یې ښکته کوي. «مثلآ هر موټر چلوونکی له ماښام وروسته د ځان لپاره یو تم ځای لري. خلک په غم دي، چې د یوه لین لپاره باید د دو لینونو کرایه ورکړي.»

انځور: رخشانې رسنۍ

د ۲۰۲۱ میلادي کال د ډسمبر په میاشت کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت موټر چلوونکو ته امر وکړ، چې بې «مناسب» حجابه ښځې پورته نه کړي.

۲۸ کلنه نجیبه* په وار وار له داسې وضعیت سره د مخ کېدو پر مهال اړ شوي، چې ټکسي کرایه کړي: «زه خپله په دې خاطر چې ښځه یم، موټر چلوونکي مې د ماښام له خوا په موټر کې نه سپروي یا باید د څو تنو کرایه ورکړم.»

۲۷ کلن محمد*د برچي- کوټه سنګي په لین موټر چلوي. هغه بې نظمي مني، خو دا دلیل راوړي: «د شپې له خوا مسافر زیات وي او د برچي سړک هم د نورو سړکونو په پرتله تنګ دی او د لارې بندېدو احتمال خورا زیات دی. په دې خاطر چې د تیلو بیې لوړې دي، موږ نه شو کولی ټوله لار په لار بندۍ کې بند پاتې شو.»

هغه دا هم مني، موټر چلوونکي ښه ګڼي چې مسافر یې ټول سړي وي: «د ماښام او سهار له خوا زموږ خویندې په ښار کمې وي، په همدې خاطر که موږ دوه تنې له خویندو په موټر کې کېنوو، خو مجبور یو چې په چوکۍ کې د دو تنو ځای خالي پاتې شي. په دې ډول موږ زیان کوو… امارت (طالبانو) موږ ته ویلي، چې بې محرمه ښځې باید په مخکې څوکۍ (د مخې سېټ) کې کېښنه ني. ان اجازه یې نه ده ورکړې، چې یوه ښځه هم په کې کېني.»

صمیم* چې پنځه میاشتې کېږي په دې لین کرايي مرسډیس چلوي وايي: «همدا چې پنځه بجې د ترانسپورټ کارکوونکي کورونو ته ځي، بیا زه مسافر تر پل خشک پورې رسوم، دا دی چې پنځه تم ځایه مخکې یې ښکته کوم… یوازې زه نه یم، ټول همدا کار کوي.»

د طالبانو په واکمنېدو سره، په بيرون کې د ښځو تګ راتګ ستونزمن شوی دی. د دې ډلې د لسګونو رسمي محدودیتونو څخه نیولې بیا د ښځو په وړاندې د ټولنې د تبعیض تر زیاتېدو پورې. د مریم په وینا: «د موږ ښځو لپاره د افغانستان په هر ګوټ کې ستونزې زیاتې دي. خو دلته ښځو ته هېڅ ډول اهمیت نه ورکول کېږي. هر موټر له سړیو ډک وي. ټولې ښځې او نجونې په ساعتونو ساعتونو د موټر لپاره ولاړې وي.»

په دې اړه نور ولولئ...

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

نوموړې څو تنه نورو منتظره ښځو ته په اشارې وايي: «وګورۍ د ښځو شمېر دومره هم کم نه دی، چې یوه چوکۍ دې ډکه نه کړي، دغه «موټرچلوونکي» ورته اهمیت نه ورکوي.

یادونه: په دې راپور کې راوړل شوي نمونه مستعار راغلي او ځینې جزیات یې حذف کړای شوي دي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو لسګونو بنسټونو او فعالانو د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د درېدو غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو لسګونو بنسټونو او فعالانو د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د درېدو غوښتنه وکړه

17 اکتوبر 2026
«له درس ویلو ژوندي پاتې کېدل مهم دي»: بامیانو کې د کارګرو ماشومانو کیسه
دسته‌بندی نشده

«له درس ویلو ژوندي پاتې کېدل مهم دي»: بامیانو کې د کارګرو ماشومانو کیسه

16 اکتوبر 2026
ریچارد لیندسي: د افغانستان د باثباته راتلونکې لپاره د ښخو د حقونو رعایت کول اړین دي
خبر

ریچارد لیندسي: د افغانستان د باثباته راتلونکې لپاره د ښخو د حقونو رعایت کول اړین دي

15 اکتوبر 2026
راتلونکی کال به افغانستان کې په شدیده خوارځواکۍ د اخته ماشوم شمېر ۱.۱ میلیون ته ورسېږي
خبر

راتلونکی کال به افغانستان کې په شدیده خوارځواکۍ د اخته ماشوم شمېر ۱.۱ میلیون ته ورسېږي

15 اکتوبر 2026
د ښځو کیسې، هېڅ نجلۍ باید د تاوتریخوالي زغمولو ته اړ نه کړو
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې، هېڅ نجلۍ باید د تاوتریخوالي زغمولو ته اړ نه کړو

14 اکتوبر 2026
له خونریزۍ سره دهلیزونو کې ساعتونه انتظار، هغه میندې چې روغتونونه یې نه ژغوري
دسته‌بندی نشده

له خونریزۍ سره دهلیزونو کې ساعتونه انتظار، هغه میندې چې روغتونونه یې نه ژغوري

13 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه