د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

دایکنډي کې د طالبانو له خوا له خپلو ځمکو ایستل شوي هزاره ګان. انځور: د ناطق ملک زاده له خوا د ثبت شوې ویډیو څخه چوکاټ شوی/ ABC

حوا جوادي

له ۲۰۲۱ وروسته دویمه دوره

له هزاره ګانو سره د طالبانو دښمني په اولې دورې پورې نه محدودېږي. په دویمه دوره کې کابل ته د ننوتو په لومړیو ورځو کې، د طالبانو حکومت په داسې اقداماتو لاس پورې کړ، چې د هزاره ګانو په وړاندې د دې ډلې د پالیسیو نور اړخونه افشا کوي. هغه اړخونه چې د تاریخي او ټولنیزو شرایطو په دلیل له لومړۍ دورې توپیر لري، مرحله په مرحله پلي کېږي، خو لکه څنګه چې دي، په افغانستان کې د هزاره ګانو لپاره د ژوند شرایط په بې مخینې توګه ستونزمنوي.

دا مهال پر افغانستان د دې ډلې د دویمې دورې له حکومت څخه څه باندې پنځه کلونه تېرېږي. هزاره ګان په تدریج سره پر ځان کړۍ را تنګه ویني، چې د دې قومي- مذهبي ډلې لپاره یوه له شکه ډکه او ستونزمنه راتلونکې انځوروي.

د طالبانو حکومت دا ځل د ډلیزو او ټول وژنو پر ځای خپل سیاستونو، د ځمکو او املاکو د نیولو، څنډې ته کولو، سیستماتیک محرومولو، له دولتي ادارو د پاکولو او په پای کې د هزاره مېشتو سیمو د ناامنه کولو د تدریجي فشارونو په عملي کولو متمرکز کړي دي.

د ملګرو ملتونو د تحلیلي چوکاټ پر بنسټ، هغه نښې نښانې او شاخصونه چې د هزاره ګانو په وړاندې د طالبانو په چلند کې لیدل کېږي، د قومي پاکونې لپاره د دوی د نیت او ارادې روښانه بېلګې په کې تر سترګو کېږي. هغه ارادې چې اوس د قوانینو، کړنلارو او د طالبانو د خپلو جوړو شویو قوانینو د پالیسیو پر بنسټ، د ژوند شرایط تر دې کچې ستونزمنوي، چې هزاره ګان له ناچارۍ په ډلیزه بغاوت لاس پورې کړي تر څو د وژنو لپاره پلمه جوړه شي، یا هم اړ شي، چې افغانستان پرېږدي.

لاندې د هزاره ګانو په وړاندې د طالبانو د اقداماتو ځینې پېښې فهرست کېږي، دا موارد بېلګې دي او د هزاره ګانو  او شیعه ګانو په وړاندې د طالبانو د چلند جزیات په دې حد کې نه خلاصه کېږي، بلکې د مستند جوړونې پراخ بهیر ته اړتیا لري.

د ښاري املاکو او ځمکو نیول: «سر به د وچ وخرېیم»

په دې اړه نور ولولئ...

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)

«که له کورنو ونوځۍ سرونه مو وچ در باندې خرېیو!» د طالبانو دا ګواښنه د دې ډلې د عدلیې وزیر په بند خونه کې د «امید سبز ښارګوټي» چې د کابل په لوېدیځ کې موقعیت لري، اوسېدونکو ته ده. هغه ښارګوتی چې ډېری اوسېدونکي یې هزاره ګان دي. د دولتي غصب شویو ځمکو پېښو ته د طالبانو د رسیدګۍ ځانګړې محکمه، چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي تر څار لاندې فعالیت کوي، د امید سبز ښارګوټي ځمکې دولتي اعلان کړې دي.

په دې ورځو کې د طالبانو کسانو په دې ښارګوټي هجوم وروړی او له هغو خلکو چې په دې ښارګوټي کې ژوند کوي، د کورونو له خاوندانو یې غوښتي، چې یا کورونه پرېږدي، یا هم د اوسېدو په بدل کې طالبانو ته لوړه کرایه ورکړي. د خلکو د شخصي کورنو د مهر و لاک بهیر په شدت سره دوام لري او د هزاره ګانو په کورونو کې د طالب جنګیالیو د مېشتولو لړۍ پیل شوې ده.

یوازې امید سبز ښارګوټی نه دی. په برچي او د هغې شاوخوا څو نور ښارګوټي، په تایمني کې هزاره مېشتي ځایونه او د کابل ښار نورې سیمې هم دولتي اعلان شوې او له اوسېدونکو یې غوښتل شوي، چې خپل کورونه پرېږدي. د غزني نوآباد ښارګوټی، په بامیانو کې د زرګران ښارګوټی او په هرات او مزارشریف کې ګڼ مېشتي ښارګوتي، چې اوسېدونکي یې تر ډېره هزاره ګان دي، دولتي اعلان شوي او خلکو ته اخطار ورکړل شوی، چې ترې ووځي.

په ټول کې لسګونه هزاره مېشتې ښاري سیمې، چې د لسګونه زره هزاره او شیعه کورنیو د اوسېدو ځای دی، دولتي اعلان شوې او طالبان په تدریج سره د دې ښارګوټو او ځایونو د نیولو په لټه کې دي، تر څو د هزاره ګانو له وتلو وروسته، خپل جنګیالي په دې کورونو کې مېشت کړي. البته دا بهیر تر اوسه وروستی نه دی، بلکې د هزاره مېشتو ښاري سیمو او ښارګوټو یو اوږد نوملړ د طالبانو «د غصب څخه د مخینوي او دولتي ځمکو د راګرځولو کمېسیون» د څېړنو په لاس کې دی او په ډېر احتمال سره، چې ګڼې پاتې سیمې او ښارګوټي به هم ډېر ژر یا وروسته دولتي اعلان شي. په هېڅ یوه مورد کې چې تر اوسه دولتي اعلان شوي دي، طالبانو اجازه نه ده ورکړې، چې هزاره ګان په مستقیمه توګه یا د وکیل نیولو له لارې په محکمو کې د دې ډلې د ادعاوو په وړاندې د خپلو املاکو د قانوني او شرعي والي څخه دفاع وکړي.

د هزاره مېشتو سیمو ناامنه کول

د اګست میاشتې په وروستیو کې، د کابل ښار په لوېدیځ کې دوه نورې پېښې هم رامنځ ته شوې. د سږ کال د اګست میاشتې په منځ کې، د کابل په لوېدیځ کې د شمع هدایت ښوونځي د زده کوونکو ماشومانو په منځ کې شکمنه چاودنه وشوه. سره له دې چې عیني شاهدانو ویلي وو، دا چادونه د نارنجک او لاسي بم غورځولو له امله رامنځ ته شوې، خو طالبانو هغه رد کړې او د عاملینو د موندلو پر ځای یې د ښوونځي مدیر او یو شمېر عیني شاهدان ونیول. یوناما تایید کړې، چې په چاودنه کې ۴۲ تنه ټپیان شوي او له طالبانو یې غوښتي، چې په دې اړه پلټنې وکړي. طالبانو تر اوسه د دې چاودنې د لامل په اړه معلومات نه دي ورکړي.

د ۲۰۲۶ کال په اپریل میاشت کې د هرات جبرئیل ښارګوتي ته نېږدې، د ده میري په سیمه کې د هزاره ګانو یوه ډله، د وسله ولو کسانو له خوا کلابنده شوه. برید کوونکو په پیل کې له هغوی موبایلونه او قېمتي توکي واخیستل او وروسته یې له نېږدې واټن څخه پر هغوی ناتار ډزې وکړې، چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۱۰ تنه و وژل شول. خو طالبانو د دې پېښې د عاملینو د څارلو او سزا په اړه هېڅ ډول معلومات وړاندې نه کړل.

د برچي د اوسېدونکو د څښاک اوبو مسمومېدل

د اګست میاشتې په وروستیو کې د کابل لوېدیځ په دشت برچي سیمه کې، په پراخه کچه ناپاکې اوبه توزیع شوې. په یوه اوونۍ کې سلګونه ماشومان، ښځې او سړي په روغتیايي مرکزونو او روغتونونو کې د مسمومیت له امله بستر شول. اوس چې له هغې نېټې درې میاشتې تېرېږي، تر اوسه پورې د اوبو د مسمومولو په تور هېڅوک هم نه دي نیول شوي او طالبانو د څښاک اوبو د مسمومېدو د علت په اړه معلومات نه دي ورکړي.

دا پېښه لرې ده چې وروستۍ دې وي. د شته نښو نښانو له مخې، په ټولو ټولنو کې دا ډول اقدامات ښايي په بېلا بېلو دورو کې تکرار شي، تر څو خلک تر رواني فشار لاندې راولي. سره له دې چې د کابل ښار په برچي کې ځینې سیمې همدا اوس د څښاک اوبو د نه شتون له امله د اوسېدو وړ نه دي.

د شیعه ګانو د نکاح غیر شرعي ښودل

د سږ کال د غوايي میاشتې په ۲۱ مه نېټه د طالبانو د امربالمعروف محتسبانو، د کابل په لوېدیځ کې یو دیني عالم ونیوه، او په دې جرم چې هغه د نکاح تړون د جعفري فقهې پر بنسټ تړلی وو، هغه یې وهلی ډبولی او سپکاوی او توهین یې ورته کړی وو. محتسبانو له څو نورو دیني عالمانو هم ژمنه اخیستې وه، چې نکاح به د جعفري فقه پر بنسټ نه تړي.

خو کیسه دلته نه تمامېږي. د طالبانو مشر هبت الله د «زوجینو جلاوالي» قانون کې، چې د سږ کال د غوايي میاشتې په ۲۴ مه نېټه توشېح شو. د شیعه ګانو د شخصیه احوال قانون، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ځنډول شوی وو، لغوه کړ او پر ځای یې د «زوجینو د جلاوالي اصول» چې یوازې د حنفي فقهې پر بنسټ اودول شوي، د طلاق او نکاح بنسټ وګرځاوه.

له حنفي مذهبه د پیروی لپاره له شیعه محصلینو ژمنه اخیستل

د روان کال د وري میاشتې له لومړیو، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له محصلینو د ژمنو اخیستو په لړۍ لاس پورې کړ. د هغه فورمې چې د طالبانو د «دعوت او ارشاد» امریتونو له خوا په پوهنتونونو کې د زده کړیالانو تر منځ وېشل شوې ده، په شپږمه ماده کې راغلي دي: «دې ته په پام چې د افغانستان خلک د امام صاحب اعظم ابو حنیفه (رح) په مذهب کې د اهل سنت و الجماعت لاروي دي، د نظام د غوښتنې سره سم، زه هم د یاد مذهب تابع یم او اطاعت یې کوم.»

یوه ژمن پاڼه په ټولو پوهنتونونو کې، هغه که دولتي دي که خصوصي وېشل شوې او له شیعه زده کړیالانو غوښتل شوي، چې لاسلیک یې کړي او هغې ته ژمن پاتې شي. له دې مخکې هم کله چې طالبان واک ته ورسېدل او د پوهنتونو واګې یې په خپل لاس کې واخیستې، د جعفري فقهې اړوند مضمونونه یې د پوهنتونونو او پوهنې وزارت له تحصلي نصاب څخه وایستل.

د پوهنتونو د جوازونو لغوه کول او د مذهبي ځایونو نیول

د سږ کال په وږي میاشت کې طالب ځواکونو د خاتم النبیین په مجتمع، چې د شیعه ګانو تر ټولو لویه مذهبي مجتمع ده او په لوړ لګښت جوړه شوې برید وکړ او دا ټولنه یې، چې جومات، کتابتون، او د نارینه وو او ښځو لپاره دیني مدرسه لري ونیوه. په ورته وخت طالبانو د خاتم النبیین پوهنتون چې د جمهوریت په دوران کې یو له لومړنیو خصوصي پوهنتونو څخه وو، جواز هم لغوه کړ او د دې ډلې جنګیالیو د یاد پوهنتون په ودانۍ په برید سره هغه ونیوه. د دې اقدام په ترڅ کې د دې پوهنتون زرګونه زده کړیالان په دوه څانګو کابل او غزني کې بې برخلیکه پاتې شول.

له دې اقدام لږ وروسته، طالبانو د کابل په لوېدیځ کې د خاتم الانبیا پر مجتمع هم برید وکړ. د شهید مزاري مصلا، الزهرا جومات، الزهرا روغتون، په دې شاوخوا کې منځنی ښوونځی او دې مجموعې ته نېږدې شته کورونه یې ونیول، د شهید مزاري مصلا د جمعې، اختر ونو، محرم او نورو مذهبي ورځو کې د هزاره ګانو د راټولېدو تر ټولو ستر ځای وو. طالبانو د کابل ښار په لوېدیځ کې د تبیان کلتوري مرکز چې په حسیني مزاري پورې تړلی وو هم ونیوه او د دې مرکز فعالیتونه یې غیر قانوني اعلان کړل.

د رسنیو تړل

طالبانو په روان کال کې لږ تر لږه په هزاره ګانو او شیعه ګانو پورې اړوند، دوه مهمې رسنۍ غیرقانوني اعلان کړې او د افغانستان د ننه یې د هغو د فعالیتونو مخه ونیوه. په خاتم النبیین مجتمع تر برید وروسته، طالبانو د تمدن تلوېزیون جواز هم لغوه کړ او د هغه فعالیت یې غیر قانوني اعلان کړ. له هغې لږ وروسته یې د راه فراد راډیو او تلوېزیون په دفتر یرغل وکړ، جواز یې ور لغوه کړ او د هغو مالونه او تجهیزات یې مصادره کړل.

له دولتي ادارو د هزاره ګانو پاکول

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، هزاره ګان د وزارتونو له موافوق پورته ټولو بنستونو څخه لرې کړل. د طالبانو د ادارې په ټول جوړښت کې یوازې درې تنه هزاره ګان د وزارت د معاونیت په کچه کې شتون لري. د اقتصاد مرستیال وزیر، د ښار جوړونې وزارت او روغتیا وزارت مرستیال، چې اهل سنت هزاره ګان دي. د عدلي او قضايي بنسټونو له جوړښت نه ټول هزاره ګان لرې کړای شول او پر ځای یې په ټولو هزاره مېشتو سیمو کې، د طالبانو اړوند او تر ډېره د پښتون قوم قضیان وګمارل شول. د ټولو هزاره مېشتو سیمو والیان او امنیه قوماندانان، ان د ولسولۍ په کچه له پښتانه قوم څخه دي.

د عبدالعلي مزاري د قبر او مجسمې له منځه وړل

د طالبانو غړو پر کابل د ولکې په همغه لومړي کال، په بامیانو کې د هزاره ګانو د تر ټولو ستر مشر عبدالعلي مزاري د مجسمې په ورانولو لاس پورې کړ، د بامیانو د هوايي ډګر نوم یې بدل کړ او وروسته یې د هغه قبر، چې په بلخ ولایت کې دی ونړاوه. طالبانو د ۱۴۰۳ کال په چنګاښ میاشت کې د شپې مهال د کابل ښار د دشت برچي په پیلېدونکې سیمه کې، په مزاري څلور لاري برید وکړ، لومړی یې د هغه د مجسمې څېره تخریب کړه او وروسته یې د همغه کال په وږي میاشت کې د ښار جوړونې په پلمه، د بلدوز په کارولو سره په هغې کې ټولې کارول شوې نښې او سمبولونه له منځه یووړل.

داسې نه ښکاري چې پر هزاره ګانو د ژوند تنګولو کړۍ به په همدې محدوده کې پاتې شي. څرګندې نښې شتون لري، چې سختۍ او سیستماتیکې محرومونې به په راتلونکې کې زیاتې شي او په ډېر احتمال سره، ګڼ ښارګوټي او ان د هزاره جاتو مهمې سیمې به، چې ډېر بډایه کانونه لري یا د کرنې لپاره مناسب دي، دولتي اعلان شي یا به د طالب جنګیالیو او دې ډلې د پلویانو لپاره د دې سیمو سندونه جوړ شي.

اړوندې لیکنې

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
د بشري حقونو لسګونو بنسټونو او فعالانو د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د درېدو غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو لسګونو بنسټونو او فعالانو د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د درېدو غوښتنه وکړه

17 اکتوبر 2026
«له درس ویلو ژوندي پاتې کېدل مهم دي»: بامیانو کې د کارګرو ماشومانو کیسه
دسته‌بندی نشده

«له درس ویلو ژوندي پاتې کېدل مهم دي»: بامیانو کې د کارګرو ماشومانو کیسه

16 اکتوبر 2026
ریچارد لیندسي: د افغانستان د باثباته راتلونکې لپاره د ښخو د حقونو رعایت کول اړین دي
خبر

ریچارد لیندسي: د افغانستان د باثباته راتلونکې لپاره د ښخو د حقونو رعایت کول اړین دي

15 اکتوبر 2026
راتلونکی کال به افغانستان کې په شدیده خوارځواکۍ د اخته ماشوم شمېر ۱.۱ میلیون ته ورسېږي
خبر

راتلونکی کال به افغانستان کې په شدیده خوارځواکۍ د اخته ماشوم شمېر ۱.۱ میلیون ته ورسېږي

15 اکتوبر 2026
د ښځو کیسې، هېڅ نجلۍ باید د تاوتریخوالي زغمولو ته اړ نه کړو
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې، هېڅ نجلۍ باید د تاوتریخوالي زغمولو ته اړ نه کړو

14 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه